تهران کې۲۳۰ کسان د یلدا شپې د لمانځلو پر مهال نیول شوي
د عکس سرچینه، iSna
د تهران د پولیسو مسوول وایي دوی په دوو بېلو مېلمستیاوو کې چې د یلدا شپې په موخه وې د ۲۳۰ شاوخوا کسان نیولي دي.
د ځایي پولیسو یو مشر وایي، دغه کسان له ځینو مخدره موادو سره نیول شوي، د دوی په منځ کې ځینې سندرغاړي هم وو او پولیس پرې له هغه وروسته خبر شول چې دا مېلمستیاوې یې په ژوندۍ بڼه په انسټاګرام خپرولې.
د ایران پولیس ډېری وختونه د خلکو د راغونډېدو ځای ته د شک په سترګه ګوري، په ځانګړې ډول هغه خلک چې د شرابو څښلو، نارینه او ښځې ګډ سره راغونډ وي او یا داسې نورو پیښو پر وړاندې غبرګون کې کسان نیسي او سزا ورکول کېږي.
پولیسو د (یلدا) د شپې مېلمستیاو نیول شوي ځوانې نجونې او هلکان ښودلي، وایي چې د الکولو د څښلو، نڅا او په ګډو مېلمستاوو کې له ګډون وروسته یې نیولي دي.
د اسلامي قانون له مخې د الکولي مشروباتو څښل په دې هېواد کې ۸۰ درې جزا لري.
دا ۲۳۰ کسان په داسې حال کې نیول کېږي چې تېره اوونۍ د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه غونډه کې ویل چې "د خلکو په شخصي ژوند کې باید مداخله ونه شي".
یلدا شپه په افغانستان، ایران او تاجکستان کې ځینې کسان د کال د تر ټولو اوږدې شپې او یا هم د ژمي د څلې د پیل د شپې په نامه لمانځلي. ملګري او کورنۍ پکې راټولېږي، وچې او لمدې میوې خوړل کېږي او شپه په شاعرۍ او کیسو سبا کوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته