روینه ټنډن بېرته بالیووډ ته راغله
د عکس سرچینه، AFP
د بالیووډ فلمونو نوموتې لوبغاړې روینه ټنډن چې موده له سینمايي پردې لرې وه، په ماتر فلم کې یې بیا رول لوبولی دی.
د فلم ټرېلر خپور شوی او اټکل دی چې فلم به هم د اپرېل په ۲۱مه د سینما په پرده وښودل شي.
روینه په یاد فلم د هغې جلکۍ د مور رول ادا کړی چې تر جنسي تېري وروسته وژل شوې او مور یې هغې ته د عدالت غوښتنې په پار مبارزه کوي.
د فلم په ټرېلر (اعلان) کې دا کرښه ټکان ور کوونکې ده : "هلي د هندوستان د جنسي تيري پلازمینه".
له اغلې ټنډن په یوه مرکه کې په دې اړه ویلي: زه دا نه وایم چې په ډهلي کې د پولیسو په نظام کې ستونزه شته، که تاسو د بل هر ځای د جرمونو ګراف وګورئ، نو وبه وینئ چې ورته پېښې په هر ځای کې پېښېږي. خو په ډهلي کې څو داسې پېښې وشوې چې د رسنیو پام یې د ځان پر لور کړ. تاسو داسې هم ویلی شئ چې د ډهلي رسنۍ ډېرې فعالي دي.
د عکس سرچینه، CRISPY BOLLYWOOD
اغلې ټنډن د ښځو په اړه د یو شمېر نرانو عام فکر ته هم تم شوې او ویلي یې دي: "موږ میندو ته پکار ده خپلو ماشومانو ته د کمزورو لاسنیوی ور وښيو. موږ باید خپلو زامنو ته ور زده کړو کومه نجلۍ چې ستاسو خواته ناسته ده د چا خور، د چا مور یا ستاسو ملګرې ده. دا فکر باید بدل شي چې دا نجلۍ د بل کور ده او پر ما یې څه."
د فلم لارښوونه اشتر سعید کړې، د فلم هغه ټرېلر چې خپور شوی، روینه ټنډن پکې اکشني ښودل کېږي.
په یاد فلم کې له روینې سره علیشا خان او مودهر موتتل هم کار کړی دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته