حلب؛ مخکېنی برم او اوسنی کړاو

په سوریه کې د تاوتریخوالي له پیلېدا وړاندې حلب د سوریې تر ټولو لوی ښار او ستر اقتصادي او صنعتي مرکز و. خو په تېرو څلورو کلونو کې دا ښار لولپه شو؛ لوېدیځ ته یې حکومتي ځواکونه پاتې شول او ختیځ یې مخالفو وسله والو ونیو.

په تېره اونۍ کې د حلب ګڼې ختیځې برخې ونیول شوې. اوس دا ښار چې یو وخت د سیلانیانو تر ټولو ډېر د خوښې ځای و، پر کنډوالې اوښتی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، (شهبا مال)، سوریه کې د خرڅلاو تر ټولو لوی مرکز و (کیڼې خوا ته عکس په ۲۰۰۹ کال کې اخیستل شوی) خو د ۲۰۱۴ کال اکتوبر کې د همدې ځای انځور کنډواله ښکاري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، حمام النحاسین د پخواني حلب یوه برخه ده چې دا انځور یې په ۲۰۰۱ کال کې اخیستل شوی (کیڼ لاس ته) انځور یې د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې اخیستل شوی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له جګړې وړاندې د حلب ماڼۍ (ارګ) ته زرګونه سیلانیان ورتلل، د جګړې پيلېدو سره دا ځای د سوري پوځ او مخالفو وسله والو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه وګرځېده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، (پاسنی انځور) د حلب ښار قدیمي برخه کې (مدرسة الشیباني) ۲۰۰۸/ (لاندې انځور) د الشیباني مدرسې ودانۍ ۲۰۱۶

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، (پاسنی انځور) د الشیباني مدرسې انګړ ۲۰۰۹/ او لاندې انځور کې همدغه ځای په ۲۰۱۶

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، (پاس) د پخواني حلب الضراب بازار په ۲۰۰۸ کال، (لاندې) همدغه ځای په ۲۰۱۶ کال

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، (پاس) اموي جومات په ۲۰۰۹ کال، (لاندې) همدغه جومات په ۲۰۱۶ کال

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، (پاس) د حلب تاریخي ارګ (ماڼۍ) په ۲۰۱۰ کال (لاندې) همدغه ځای په ۲۰۱۶ کال کې