"زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"

- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
" زما زوی یې پر غولونکو ژمنو تېر ایستی و؛ شکرانې او نذر یې واخیست، خو د سرطان له ناروغۍ یې روغ نه کړ."
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بيبيسي سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.
د حبیب الله زوی په افغانستان کې د سرطان له هغو زرګونو ناروغانو له ډلې و، چې ژوند یې بایللی و.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې په افغانستان کې هر کال له ۲۴ زرو ډېر کسان پر سرطان اخته کېږي او له دې شمېرې لږ تر لږه ۷۰ سلنه کسان مړه کېږي.
خو ښايي دا شمېرې تر دې هم څو برابره لوړې وي، ځکه ډېر کسان د خپلو ناروغیو د تشخیص لپاره ان روغتیاپالانو او روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري.
حبیب الله وایي زوی یې پر دې باور و، چې د ندا محمد قادري په نوم "دمګری" یا تعویذ لیکونکی به یې د سرطان له رنځ او کړاوه وژغوري، ځکه یې طبي درملنه پرېښوده.
د نوموړي په خبره دوستانو یې د ځايي باورونو له مخي سپارښتنه ورته کړې وه، چې د کندهار "لویه ویاله " سیمه کې یو خورا تکړه "پیر" دی، چې ډېر کسان یې له سرطان ناروغۍ رغولي دي.
حبیب الله له بيبيسي سره خبرو کې وویل په دې پوهیده، چې د زوی درملنه یې په دم او تلقین سره نه کېږي، خو د زړه ډاډه کولو لپاره یې ندا محمد قادري ته ور واستاوه، چې د ده پر ټکو "ټګ" و.
حبیب الله وایي، " زما له زوی یې عکس اخیستی و او ورته ویلي و، چې دا وساته، لس ورځې وروسته به دې بڼه بدله شي او آن خپل ځان به هم و نه پیژنې. " هغه ادعا کوي، چې قادري ترې د پسه "دروږ" تر څنګ هره ورځ سل افغانۍ شکرانه غوښتله او درې سوه افغانۍ به یې ټکسي ته د تګ راتګ لپاره ورکولې.
خو ندا محمد قادري بیا وایي له خلکو د پیسو غوښتنه نه کوي او زیاتوي؛ " تاسو له دې ټولو خلکو وپوښتئ، څوک لس، څوک شل او ځینې سل افغانۍ راکوي."
د حبیب الله زوی څو میاشتې وړاندې د روغتیایې وضعیت له خرابېدو سره روغتون ته پر لاره و، چې موټر کې یې ساه وختله. پلار یې وایې " زوی مي بایلود، پنځه ماشومان او کونډه مېرمن یې راته پاتې شول."

څنګه یوه اشپز د سرطان او تلسیمیا د "درملګر" په توګه د خلکو ترمنځ ځای موندلی؟
د کندهار ښار سوېلې څنډه کې د یوه کور مخې ته لسګونه کسان په دې هیله راټول شوي چې د خپله رنځ علاج ومومي.
د همدې کور یوه خونه کې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو په ګډون ګڼ کسان ناست او پراته دي، چې ظاهرا روغتیايي حالت یې ښه نه برېښي.
د خونې یوه څنډه کې د ندا محمد قادري په نوم ځان بللی پیر ناست دی، چې سپینې جامې، سپین پټکی (لونګۍ) او توره، اوږده ږیره لري. د هغه په لاس کې د اوبو بوتل دی، هر ځل یو غړپ اوبه خولې ته اچوي او بیا یې په ډېرې تېزۍ سره پر ناستو کسانو شیندي.
نوموړی ادعا کوي چې الله په دې کړنه کې شفا ایښې او زیات شمېر د سرطان او تلسیمیا ناروغان یې له رنځه روغ کړي دي.
ندا محمد قادري، چې نه عصري او نه هم دیني زده کړي لري څو کاله وړاندې په یوه دفتر کې اشپز و.
د هغه د کورني ژوند په اړه ویلي کېږي چې په تېرو شپږو کلونو کې یې درې نور ودونه کړي او اوس څلور مېرمنې لري.
نوموړی وايي، هغه مهال، چې اشپز و خلک د "دم" لپاره ورتلل او له ښه کېدو سره د هغو ناروغانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې ده ته راځي.
هغه وایي "ماته د افغانستان له هر ګوټ رنځوران را روان دي، چې لویه برخه یې په سرطان اخته وي او د ورځې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ او آن څلور سوه کسان راځي."
د "دم" تر څنګ د ځواکمنو 'انتي بیوتیک' درملو سپارښتنه

ندا محمد قادري د "دم" تر څنګ د یوه "ایم ډي ډاکټر" په مرسته ناروغانو ته د درملو سپارښتنه هم کوي او وایې هیڅوک له طبی درملنې نه راګرځوي.
د کندهار یو اوسېدونکي، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وایې د خپل رنځ د درملنې لپاره د ندا محمد قادري په ګډون ګڼو زیارتونو او پیرانو ته ورغلی.
نوموړی وایې " قادري راته ویل، چې مه پاکستان ته ځه او مه هم بل ځای ته، سبا سېرلی "دروږ" راوله انشاءلله رک روغ به شې."
دغه کس وایې اووه ورځې د دم لپاره د قادري دربار ته ورغی، چې ورسره سیفتریاکسون پېچکارۍ (Ceftriaxone)، کو اموکسی کلاو (Co-amoxiclav) او اګمینټین (Augmentin) ټابلیټ یې هم ورکول.
"له دې ټولو سره زما وضعیت کې بدلون رانغی پر دې پوهېدم، چې وخت راباندي تیریږي او وروسته اړ شوم، د پاکستان لاهور ښار شوکت خانم روغتون کې خپله درملنه پیل کړم."
دغه کس د پوستکي پر سرطان اخته و، چې په پاکستان کې تر درملنې وروسته اوس رغېدلی دی.
شوکت خانم روغتون د سرطان ناروغیو د درملنې لپاره وړیا چوپړونه وړاندې کوي، چې بنسټګر یې د پاکستان پخوانی کرېکټ ستوری او لومړی وزیر عمران خان دی.
د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې د معلوماتو له مخې، سېفتریاکسون، کو-اموکسيکلاو او اګمینټین هغه پیاوړي انتيبیوتیک درمل دي چې د بېلابېلو باکټریايي ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.
ددغه ادارې د معلوماتو پر بنسټ سېفتریاکسون د سختو رنځونو لکه د سږو او وینې مکروبي کېدو پر مهال یې سپارښتنه کېږي. همداراز کو-اموکسيکلاو او اګمینټین چې د همدې ترکیب سوداګریز نومونه دی، د باکتریاوو پر وړاندې خورا اغېزمن درمل دي، چې د غوږ، سینې، ادراري لارو او پوستکي د میکروبونو د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي.
د روغتیا دغه بریتانوۍ اداره خبرداری ورکوی چې دا درمل باید یوازې د ډاکټر په سلا او مشوره وکارول شي، ځکه ناسمه کارونه یې د درملو پر وړاندې مقاومت رامنځته کوي.

سره له دې چې په پرمختللې نړۍ کې د درملنې معیارونه خورا سخت او پر ساینسي اصولو ولاړ دي، خو په افغانستان کې لا هم ډېر ناروغان د طبي امکاناتو د نشتوالي او ناسمو عقیدو ترمنځ ایسار پاتې دي.
د طبي لارښوونو پر بنسټ د تلسیمیا ناروغان هرو څو اونیو کې د هیموګلوبین د پوره کولو لپاره وینې ته اړتیا لري او دا چاره باید په روغتونونو کې ترسره شي.
د ننګرهار یو اوسېدونکي محمد عزیز سعیدي، چې غبرګونې لورګانې یې د وینې له کمښت (تلسیمیا) کړېدلې، وايي اړ و د ژوندي پاته کېدو لپاره په میاشت کې یو یا دوه ځله وینه ورکړي.
د ښاغلي سعیدي په وینا، د دوستان د ناسمو سپارښتنو او پر تعویذګرو باور د دې لامل شو چې د لوڼو ناروغي یې نوره هم پسې زور واخلي او روغتیايي وضعیت یې تر پخوا لا بدتر شو.
نوموړی وایي :" چا به پرهېزونه ورکول او چا به اوبه ورته دم کاوه خو هیڅ هم نه بدلېدل، وروسته مو طبي درملنه پیل کړه، چې اوس یې وضعیت ډېر ښه دی."
روحاني درملنه د سرطان او تلسیمیا په څېر رنځ نه شي رغولی
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وایې د سرطان د درملنې لپاره یې یو روغتون جوړ کړی، خو په ټولېزه توګه افغانستان کې د معیاري روغتیایي اسانتیاوو نشتوالی او د درملنې لوړ لګښت اصلي لاملونه دي چې د سرطان او تلسیمیا رنځوران او د هغوی کورنۍ اړ کېږي، چې د عصري طب پر ځای تعویذونو او روحاني درملګرو ته مخ کړي.
روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې روحاني درملنه ښایې ځینې وخت یوازې ذهني ارامتیا رامنځته کړي، خو د طبي درملنې بدیل نه شې کېدلی.
د افغانستان په وروستي جمهوري دولت کې د عامي روغتیا وزارت یو سلاکار ډاکټر باز محمد شېرزاد وایي د سرطان او تلسیمیا په څېر پېچلې ناروغۍ طبي منظمې درملنې ته اړتیا لري.
"لومړی تشخیص، وروسته د ناروغۍ د پړاو ټاکل، او بیا د هر پړاو لپاره مناسبه درملنه؛ ځینې وخت یوازې درمل کارول کېږي، او په ځینو مواردو کې کیموتراپي او راډیوتراپي کارول کېږي."
ښاغلی شېرزاد وایې د سرطان په څېر د تلسیمیا ناروغۍ درملنه هم باید په منطقي او علمي بڼه ترسره شې " په نړۍ کې د هډوکو د مغز پیوند (Bone marrow transplant) د شدید تلسیمیا لپاره یوازینۍ ثابته درملنه ده چې ناروغ په بشپړه توګه رغوي."
د بریتانیا د سرطاني ناروغیو د ملاتړ بنسټ وایي، چې روحاني درملنه ښايي له ناروغانو سره د ذهن په ارامولو، د هیلې په پیدا کولو او د فشار په کمولو کې مرسته وکړي؛ خو تر اوسه داسې کومه ساینسي نښه نشته چې دا ثابته کړي، چې د سرطان په درملنه او له منځه وړلو کې مرسته وکړي.


















