روسیه وايي د اوکرایین لوی برید یې شنډ کړی دی
د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکرایین پر ختیځه سیمه دونیڅک کې د اوکراییني ځواکونو چپاو یې په شا تمبولی او ادعا یې کړې چې ۲۵۰ اوکرایین پوځيان یې وژلي او د هغوی ۲۱ ټانکونه یې ویجاړ کړي.
اوکرایین په دې اړه څه نه دي ویلي او د روسیې ددې ادعا خپلواک پخلی هم نه دی شوی.
په مسکو کې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اوکراییني پوځ په پنځو سیمو کې د اتو ټانک کنډکونو په مټ بریدونه کړي وو.
د روسیې د دفاع وزارت په خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې پر پوځي ګاډو له هوا نه بریدونه کېږي.
د اوکرایین د ځوابي برید ژمنه شوې وه، خو د یکشنبې په ورځ کېیف له عملیاتو وړاندې د چوپتیا غوښتنه وکړه.
دا لا څرګنده نه ده چې ایا ادعا شوي بریدونه دا په ګوته کوي چې له روسي ځواکونو د اوکرایین د ځمکې بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شي.
د روسیې د دفاع وزارت پر ټیلیګرام وویل: "د جون پر څلورمه سهار دوښمن د جنوبي دونېڅک په لور د لومړۍ کرښې پر پنځو برخو پراخ بریدونه پیل کړل".
د اوکرایین پر ضد برید "پیلېدو ته چمتو دی"
د عکس سرچینه، Reuters
اوکرایین له څو میاشتو راهیسې د ځوابي برید پلان لري، خو د ځواکونو د روزنې او له لوېدیځو متحدینو د پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو لپاره د امکان تر حده ډېر وخت غواړي.
د یکشنبې په ورځ د (روسیې ازادۍ) او (روسي رضاکارانو) کنډکونو وویل چې د روسیې د ننه یې سرحد له لارې بریدونه کړي او مسکو تېره اونۍ د جګړې پرمهال د دوو ولسي کسانو وژل کېدل تایید کړي وو.
پر ټیلیګرام یوه وېډیو کې یو سړی چې ځان د (روسي رضاکارو کنډک) قومندان معرفي کوي، وايي د بیلګورود له والي سره د خبرو بدل کې به دوه نیول شوي پوځیان تسلیم کړي.
په وېډیو کې اسیر شوي پوځيان هم ښودل شوي او یو یې ټپي دی.
بله خوا د بیلګورود والي ویاچیسلاف ګلادکوف په یوه وېډيويي پیغام کې ویلي چې د دغو پوځیانو د خوشي کېدو لپاره یې د لیدنې غوراوی پر ځای دی.
ګلادکوف ویلي، غالباً دوی (تخریبکاران) دي او ګرانه ده چې ووایم یاد دوه پوځيان به یې وژلي وي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته