کهولي، سامسن، راشد خان او که ګرین، سږني ای پي اېل کې ډېر پام چاته دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان په ۲۰۱۷م کال کې په لومړي ځل ای پي اېل کې ولوبېد او له هغه مهاله تل د لوبډلو غوره انتخاب بلل شوی.
    • Author, یوسف خان ځدران
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, لندن
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ۲۰۲۶م کال انډین پریمیر لیګ ( ای پي اېل) سر له شنبې ( د مارچ له ۲۸مې) پیلیږي، دا په نړۍ کې دکرېکټ شل اوریزو سوداګریزو سیالیو تر ټولو مشهورې او ګرانبیه لوبې دي چې د نړۍ ګڼ لوبغاړي پکې د لوبېدو هیله لري.

دا د دغو سیالیو ۱۹م پړاو دی. د هند په دغو سیالیو کې ټولټال ۱۰ لوبډلې له یوه بل سره مخامخ دي چې په لومړي ځل اتله شوې لوبډله رایل چېلنجر بنګلور به پکې له خپلې اتلولۍ د د دفاع هڅه کوي.

ګډونوالې لوبډلې یې د چینای سوپر کېنګز، ډیلي کاپیټلز، ګوجرات ټایټنز، کولکته نایټ رایډرز، لکنو سوپر جاېنټس، ممبۍ انډینز، پنجاب کېنګز، راجستان رایلز، رایل چېلنجر بنګلور او سن رایزرز حیدر آباد لوبډلې دي.

دا سیالۍ د مارچ په ۲۸مه د تېر کال اتلې لوبډلې رایل چیلنجر بنګلور او سن رایزرز حیدرآباد لوبډلو تر منځ په لوبه پیلېږي او ټاکل شوې د مۍ تر ۳۱مې نیټې دوام وکړي.

د پیل دا لوبه بنګلورو کې پلان ده. په دغې ټورنامنټ کې ټولټال ۸۴ لوبې کېږي چې اویا هغه یې ګروپي لوبې دي.

په ای پي اېل کې افغان لوبغاړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان، عظمت الله عمرزی، نور احمد او ای ایم غضنفر هغه افغان لوبغاړي دي چې د سږنیو سیالیو لپاره هند ته رسېدلي

د ۲۰۲۶م کال د هند سوداګریز لیګ کې د تېرو څو کالونو پر تله دا ځل کم افغان لوبغاړي غوره شوي او له څلورو درې هغه یې ورو بالران دي.

سږ هم لکه د تېر کال په څیر ګوجرات ټایټنز راشد خان له ځانه سره ساتلی چې تېر کې یې د دغې لوبډلې لپاره د غوره الراونډر او ورو بالر رول لوبولی دی. د افغانستان دا لوبغاړی په شل اوریزو سیالیو کې تر ټولو د ډېرو (۷۰۰ څخه زیاتو) وېکټو سره په ریکارډ ولاړ دی. د راشد خان په اړه ویل کېږي چې یو زیات شمېر لوبغاړی یې د بال له اندازه سره اشنا شوې، خو د هغه لوبو ته په کتو دی داسې یو لوبغاړی بلل کېږی چې په توپوهنه او توپ اچوونه کې هر وخت ځلیدای او اتل کیدی شی. نوموړي له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې په دغې لیګ کې لوبېږي ۱۵۸ وېکټې اخېستې دي او سږ کال یې هم ځلېدو ته د لوبډلې او مینه والو ډېر هیلې دي.

نور احمد به د چینای سوپر کېنګز سره دی. دغې لوبډله کې د هند مشهور لوبغاړی دهوني هم دی. دهوني اوس ۴۴ کلن دی او په دغو سیالیو کې تر ټولو د پاخه عمر لوبغاړی بلل کېږي.

عظمت الله عمرزی چې په همدې تېر نړیوال جام کې یې د غوره توپ اچونې یا بالېنګ تر څنګ ډېره ښه توپوهنه وکړه د پنجاب کېنګز لوبډلې لخوا غوره شوی. دی اوس مهال لوبې ته ښه جوړ بلل کېږي او د کرېکټ نړیوالې شورا د تېر کال د یو ورځنیو لوبغاړو تر ټولو غوره لوبغاړی بلل شوی. د هغه تر څنګ بل افغان ورو بالر الله محمد غضنفر بیا له ممبۍ انډینز سره یو ځای شوی دی. دی په عمر تنکی خو د تخنیک له اړخه د مجیب الرحمان په څېر بال کوي چې تېر کې د هند غوره لیګ ډېرو سیالیو کې ښه ثابت شوی و.

د ۱۹م پړاو ای پي اېل سیالیو لپاره یو شمېر نور افغان لوبغاړي له ډلې رحمان الله ګوربز، مجیب الرحمان او فضل حق فاروقي چې تېر کې هم له بېلابیلو لوبډلو سره لوبیدلي په بولۍ کې کومې لوبډلې نه دي غوره کړي خو اوس یې ځینې مجرب لوبغاړي د رابللو څرګندونې کوي او یو شمېر شنونکي یې په تلویزیوني خپرونو کې پر وړتیاوو غږیږي.

ډیری افغانان به د خپلو لوبغاړو لوبو ته شېبې شمېري او د ځلیدا هیله به یې لري، د غوره افغان لوبغاړو تر څنګ د هند غوره لیګ د داسې لوبغاړو تر منځ سیالۍ بلل کېږي چې هر یو یې هره شېبه د خپلې لوبډلې په ګټه لوبه څرخولی شي.

د نړیوالو غوره لوبغاړو تر څنګ د هند په ځلیدونکو او مشهورو څیرو هم د ډېرو سترګې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ار سي بي په لومړي ځل تېر کال د اي پي اېل اتلولي وګټله او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

ویرات کوهلي به چې لوبډلې یې تېر کال له اوږده انتظار وروسته په لومړي ځل اتلولي وګټله د بیا اتلولۍ هڅه کوي او دې کې شک نشته چې د هغه او د رایل چېلنجر بنګلور لوبډلې مینه وال همدا غواړي.

سانجو سامسن چې همدا تېر شل اوریز نړیوال جام کې په کمساري ښه توپوهنه ډېر وستایل شو د سږنیو سیالیو د پام وړ بل لوبغاړی دی. په سږني لیګ کې د هندي لوبغاړو تر منځ هارډېک پنډیا، بومرا او د هند د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر سوریاکمار ته هم د ډېرو کمسارو ښو لوبغاړو په سترګه کتل کېږي.

د افغان او هندي لوبغاړو ور ها خوا ډېر پام تر ټولو ګرانبیه غوره شوې اسټرالیاوي لوبغاړي کامېرون ګرین ته دی. ګرین د سږنیو سیالیو لپاره څه باندې ۲۵ کروړه هندي روپیو چې دوه اعشاریه ۸۰ میلیونه امریکايي ډالره کېږي غوره شوی دی.

دی به د کلکتې لوبډلې لپاره لوبېږي چې څښتن یې د بالیووډ سینما مهشور ستوری شاه رخ خان دی.

د هند سوداګریز لیګ کې د تېرو کالونو څخه په توپیر دا ځل د ټولو لسو لوبډلو لوبډلمشران خپله کورني لوبغاړي غوره شوي، د افغان لوبغاړو له منځه بیا تېر کې د افغانستان راشد خان هم په دغې لیګ کې وخت نا وخت د خپلې لوبډلې د لوبډلمشرۍ ویاړ لري.