تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: هند پاکستان ته په لوی توپير ماتې ورکړه
د ۲۰۲۵ کال له ۱۹ کلنۍ د کم عمرو اسیا جام سیالیو کې نن یکشنبه هند لوبډلې پاکستان ته د ۹۰ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه. پاکستان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
د یادونې ده، چې د باران له کبله پچه اچوونه یو څه وځنډېده. له همدې کبله په پام کې ده، دواړه لوبډلې به د پنځوس-پنځوس پر ځای د ۴۹-۴۹ اوورونو لوبه کوي.
هندۍ لوبډلې د ۴۶ اعشاریه یو اوورونو له لوبې وروسته ۲۴۰ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د ۲۴۱ منډو هدف ته رسېدو لپاره په ځوابي لوبه کې د پاکستان ټوله لوبډله د ۴۱ اعشاریه دوه اوورونو له لوبې وروسته له میدانه بهر شوه او ایله ۱۵۰ منډې یې وکړې.
د هند کنیشک چوهان د نن لوبې پلیئر اف د مېچ وبلل شو، چې د ۴۶ منډو ترلاسه کولو تر څنګ یې د ۳۳ منډو بدل کې درې وېکټې هم ترلاسه کړې.
پرون شنبه د دې سیالیو لړ کې د بنګله دېش له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د دې سیالیوو په درېیمه لوبه کې خپلو افغان همزولو ته پر درېیو وېکټو ماته ورکړه او د همدې سیالیو د بي ګروپ بله لوبه کې د سريلنکا تنکیو ځوانانو خپلو نیپالي همزولو ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه.
د تنکیو ځوانانو د اسیا جام سږنۍ سیالۍ، چې افغانستان یې کوربتوب کوي، تېره ورځ (جمعه) پیل شوې.ارون جورج د هند لپاره تر ټولو ډېرې ۸۵ او کنیشک چوهان ۴۶ منډې وکړې.د پاکستان لپاره بیا حذیفه احسان تر ټولو ډېرې ۷۰ منډې او فرحان یوسف ۲۳ منډې وکړې.
دا له نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو د اسیا جام دولسم پړاو سیالۍ دي او لومړی ځل دی چې افغانستان د تنکیو ځوانانو د یوه داسې معتبر او ګڼ هېوادیز جام کوربتوب کوي.