د ۲۰۲۴ کال مهمې پېښې په عکسونو کې

د عکس سرچینه، ANTON BRINK/EPA

د عکس تشریح، د ایسلنډ په ریکجانېس ټاپو کې د اورشیندي لاوا پر سړک بهېږي.
د لوستلو وخت: ۱۱ دقیقې

دلته د ځينو هغو عکسونو ټولګه ګورئ چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې د بېلابېلو پېښو پر مهال د خبري رسنیو عکاسانو اخیستي دي.

د عکس سرچینه، Qian Weizhong/VCG via Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ پر ۳مه د کلیفورنیا ایالت د سینډياګو په جاکومبا هاټ سپرېنګز سیمه کې یو شمېر کډوال له امریکا سره د مکسیکو پر پوله له یوه چاوده تېرېږي.

امریکا ته د مکسیکو پر پوله د کډوالو د اوښتو کچه د ولسمشر جوبایډن د واک په موده کې په ریکاډ کچه ډېره شوه چې د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې یې هغه ته سیاسي سرخوږی جوړ کړ. پر دې پوله د کډوالو اوښتو شمېر له ۲۰۱۸ راهیسې ډېر شوی، دوی ډېری هغه کسان دي چې د بې‌وزلۍ، ډله‌ييزې ربړونې، سیاسي زورزیاتي او د طبعي پېښو له کبله له مرکزي‌ امریکا هلته ورتښتي.

د عکس سرچینه، AP Photo/David J. Phillip

د عکس تشریح، سندرغاړې الیسیا کیز د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر ۱۱مه په لاس‌ویګاس کې د فوټبال سیالیو پر مهال سندره وايي.

امریکایۍ سندرغاړې الیسیا کیز د ۲۰۲۴ کال د سوپر بول فوټبال سیالیو پر مهال سندره کوي. اغلې کیز په سرو کالیو کې له یوې سور رنګه پیانو سره راڅرګنده شوه او خپله مشهور سندره "ایف ای اېنټ ګاټ یو" یې وبلله. وروسته یې له امریکايي سندرغاړي اوشېر سره د ۲۰۰۴ کال ګډه سندره "مای بو" هم وویله.

د عکس سرچینه، Reza Saifullah/AP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر ۲۱مه روهینګیايي/روهینجیايي کډوال پر خپله ماته او نیمه ډوبه شوې کښتۍ سپاره دي.

د انډونیزیا ژغورنډلې د اچې په سمندرغاړه کې ۶۹ روهینګیايي/روهینجیايي کډوال په داسې حالت کې وموندل چې لمر سوځولي او تږي وو او پر نیمه ډوبې شوې کښتۍ سپاره وو. د دغه هېواد د پلټنې او ژغورنې ادارې وویل چې په دې پېښه کې یې ۹ ماشومان، ۱۸ ښځې او ۴۲ نارینه ژغورلي دي. د ۸۰ نورو په اړه باور او وېره دا وه چې ډوب شوي او مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Leon Neal/Getty Images

د عکس تشریح، قطبي شفق چې په شمالي شفق هم یادېږي، د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر اوومه نېټه د سویس د کیرونا سیمې پر اسمان راښکاره شو.

په تېره مارچ میاشت کې د شمالي اروپا په بېلابېلو سیمو کې خلکو قطبي یا شمالي شفق ننداره کړ. د دې ډېر امکان شته چې په راروانو څو کلونو کې به بیا هم قطبي شفق راښکاره شي، ځکه چې د ۲۰۲۴ کال په پای او یا د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې لمرسترګه د خپل ۱۱کلن مدار/څرخ هسک یا اوج ته رسېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د اپرېل پر ۲۳مه د غزې تړانګې په شمالي برخه کې ګڼ خلک د بشري مرستو کڅوړو پر لور منډې وروهي چې له الوتکو ورغوځول شوې.

خلک د بشري مرستو کڅوړو ترلاسه کولو پر لور منډې ور وهي چې له الوتکو د غزې تړانګې په شمالي برخه کې د غورځېدو په حال کې دي.‌ په اصل کې د مرستو دا ډول رسول کلابندو سرتېرو ته د اکمالاتو رسولو لپاره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال دود شول. له هماغه راهیسې دا په هغو حالاتو کې چې نورې لارې بندې وي او یا ګټورې او خوندي نه وي ثابتې شوې، اړمنو ته د بشري مرستو رسولو تر ټولو اغېزمنه او مهمه حل‌لار ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Carlos Garcia Rawlins/Reuters

د عکس تشریح، په هوالین ښار کې یوه ویجاړه وداني؛ د ۲۰۲۴ کال د اپرېل ۴مه

تایوان په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو ځواکمنې زلزلې ولړزاوه چې شدت یې د ریختر په کچه ۷.۴ درجې و او د دغه ټاپو په ځانګړي ډول ختیځه څنډه کې یې ګڼې ودانۍ او زېربناوې زیانمنې کړې.

د عکس سرچینه، Chip Somodevilla/Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کاله د اپرېل پر ۸مه نېټه د واشنګټن څلي پر سر د لمرسترګې د تندر نیولو ننداره.

په واشنګټن ډي‌سي کې د واشنګټن څلي پر سر لمر سترګه برېښي چې تندر نیولې ده. په تېره اپرېل میاشت کې لسګونه میلیونه خلکو د شمالي امریکا په بېلابېلو برخو کې په بشپړ ډول د لمر تندر نیول ننداره کړل.

د عکس سرچینه، Dan Kitwood/Getty Images

د عکس تشریح، د چاډ ادرې سيمې ته تازه رسېدلي کډوال د ۲۰۲۴ کال د اپرېل پر ۲۴مه ماښامي کې خپلو کېږدیو ته څېرمه خواړه پخوي.

په سوډان کې د جګړې له کبله تر ۱۰ میلیونه ډېر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او په ګاونډ چاډ کې یې اړولي دي. په سوډان کې ګډوډي وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې یې اردو له چټک غبرګون ځواک سره د واک پر سر جګړه پيل کړه.

د عکس سرچینه، Ihsaan Haffejee/Reuters

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د مې پر ۲۹مه د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې د رایه ورکوونکو انځور چې له ډرون اخیستل شوی او یوه ډله خلک د دغه هېواد په ټاکنو کې رایې اچونې ته په لیکه کې ولاړ برېښي.

په جنوبي افریقا کې د افریقا ملي کنګرې واکمن ګوند چې د سپين‌پوستو لږکیو پر وړاندې مبارزه یې رهبري کړې او له درو لسیزو راهیسې یې پر دغه هېواد واکمني وکړه، د مې په ټاکنو کې د پارلمان اکثریت څوکۍ له لاسه ورکړې او ماته یې وخوړه.

د عکس سرچینه، AP/Evan Vucci

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د جولای ۳۱مه، د شنبې په ورځ د پنسلوانیا په بټلر کې پر ډونلډ ټرمپ یوه وسله وال داسې مهال ډزې وکړې چې ده د ټاکنیزو سیالیو په یوه غونډه کې وینا کوله.

ډونلډ‌ ټرمپ د پنسلوانیا په بټلر سیمه کې د یوې غونډې پر مهال هله په بېړه له دریځه څنګ ته کړای شو چې له ورڅېرمه ودانۍ یوه وسله‌وال پرې ډزې وکړې. د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوریت‌غوښتونکو لخوا دغه نوماند وروسته ولیدل شو چې پر مخ یې وینې راماتې دي. پر دریځ له ده ګردچاپېر امنیتي کسان تاو شول او په داسې حال کې یې خوندي ځای ته بدرګه کړ چې ده خپل لاس موټی کړی او هسک نیولی و.

د عکس سرچینه، FRANCOIS-XAVIER MARIT/REUTERS

د عکس تشریح، په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د اولمپیک لوبو پرانیستغونډه

په پاریس کې په خورا په زړه پورې انداز د ۲۰۲۴ کال المپیک لوبو پرانیسته وشوه چې زرګونه ورزش کوونکو د 'سین' سیند په اوږدو کې پر پلونو، سمندرغاړو او تلپېچو یا د بامونو پر څنډو نندارې وړاندې کړې.‌ د دغو لوبو پای‌غونډه اېفل ټاور ته څېرمه په ټروکاډيرو کې ترسره شوه چې رڼاګانو یې اسمان روښانه کړی و.

د عکس سرچینه، Jerome BROUILLET/AFP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د جولای ۲۹مه، د اولمپيک سیالیو پر مهال د برازیلي سرفر ګابریل میدینا عکس چې د نړۍ پام یې ورواړاوه.

د پاریس اولمپیک سیالیو پر مهال د سرفر (د سمندر څپو سره پر تخته لوبه کوونکي) ګابریل میدینا یوه زړه راښکونکي عکس د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خلکو پام ورواړاوه. فرانسوی عکاس جیروم برویلټ پوهېده چې په سمندر کې د ورځې له تر ټولو لویې څپې سره د سرفر د لوبېدو پر مهال یې د داسې ځانګړې شېبې عکس اخیستی چې ډېر به مشهور شي.

د عکس سرچینه، REUTERS/Alkis Konstantinidis

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د جولای ۳۱مه، د لبنان په صیدا کې په ایران کې د حماس مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو پر ضد اعتراضونه

د حماس مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو پر ضد د لبنان په صیدا کې احتجاجونه وشول. دې ډلې چې په فلسطین کې پر غزې واکمنه ده، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې مشر یې ایران ته د مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون ته تللی و او هلته په تهران کې پخپل هستوګنځي کې د اسرائيل په برید کې وژل شوی دی.‌

د عکس سرچینه، Noah Berger/AP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د جولای ۲۵مه، د یوه ځنګلیز اور لمبو پر مهال یو ژوی د ځغاستې په حال کې دی.

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په کلیفورنیا کې یوه ځنګلیز اور تر ۱۵۰۰ کیلومتر مربع ډېره سیمه وسوځوله، ګڼې ودانۍ یې ویجاړې او زرګونه خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ایستل. یو سړی په دې تور ونیول شو چې د ادعا له مخې، هغه موټر یې یوې درې ته ورټیله کړی و چې اور یې اخیستی و او هماغه د دغه ځنګلیز اور لامل شو.

د عکس سرچینه، Evgeniy Maloletka/AP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د جولای ۸مه، د اوکرايين په کيېف کې ژغورنډلې د ماشومانو په هغه روغتون کې پر کار لګیا دي چې په روسي توغندي ویجاړ شوی دی.

په جولای میاشت کې روسیې د اوکرايين پر بېلابېلو ښارونو توغندیز بریدونه وکړل چې په کيېف کې د ماشومانو یو روغتون هم ولګېد او ویجاړ شو. د اوخمادیت په نوم په اوکرايين کې د ماشومانو د درملنې تر ټولو دغه لوی روغتون کې دوه تنه د ویجاړي په ترڅ کې مړه شول.

د عکس سرچینه، GUILLAUME HORCAJUELO/EPA

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۱۷مه، پر جیزل پیلیکو د خپل مېړه په ګډون د ۵۰ تنو د جنسي تېري قضیه

جیزل پيلیکو څو میاشتې د هغو ۵۱ نارینه‌و د محاکمې مرکزي کس وه چې پر دې یې جنسي تېری کړی و؛ په دوی کې یې مېړه هم و چې دې ۵۰ کاله ګډ ژوند ورسره کړی. د خپلې پېژندګلوۍ د پټ ساتلو له حقه تېره شوه او د زړورورتیا او مقاومت سمبول وګرځېدله ځکه چې حاضره شوه چې د تورنو کسانو د جنایتونو جزیات د هوا پر څپو، خبري وېبپاڼو او خواله رسنیو خپاره شي.

د عکس سرچینه، REUTERS/Hatem Khaled

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۷مه له خان یونس بې ځایه شوي فلسطینیان په یوه ویجاړ شوي ګاډي کې ناست دي.‌

د اسرائیل او حماس د جګړې پر مهال د سیمې پرېښودو په اړه د اسرائيل تر یوه امر وروسته یو شمېر هغه فلسطینيان په یوه ویجاړ شوي موټر کې ناست دي چې د خان یونس له ختیځې څنډې راکډه شوي دي. هلته د جګړې له پیله یو کال وروسته په اکتوبر میاشت کې اسرائيلي ځواکونو یو ځل بیا د غزې په شمال کې له ملکي خلکو وغوښتل چې سیمه پرېږدي. په دې ترڅ کې سلګونه زره غزه مېشتي جنوبي څنډو ته کډه کولو ته اړ ایستل شول. خو په جنوبي څنډه کې د اسرائيلو بمباریو دوام وکړ او ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړ چې په غزه کې هېڅ ځای هم د ملکي وګړو لپاره خوندي نه دی.

د عکس سرچینه، Jacquelyn Martin/AP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر لسمه د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ډېموکرات ګوند نومانده او مرستیاله ولسمشره کمله هرېس له لاس وېګاسه اریزونا ته تر الوت مخکې د خبریالانو پر لور ور روانه ده.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ډېموکرات ګوند نوماندې او د ولسمشر مرستیالې کمله هرېس د لاس‌وېګاس په هري رېډ نړیوال هوايي ډګر کې له خبریالانو سره خبرې وکړې. هغه د نوادا لیدو ته روانه وه، هغه سیمه چې د هوور اوبو بند لپاره مشهوره ده او د ټاکنیزو سیالیو یو مهم ډګر دی. د ۲۰۲۴ کال د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د برخلیک ټاکلو په برخه کې دا ایالت مهم رول لوبوي.

د عکس سرچینه، Alberto Saiz/AP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۳مه، یوه ښځه د خپل کور له کړکۍ په کوڅه کې هغو ګاډو ته ګوري چې په والنسیا کې سېلابونو کوڅې ته وروړي دي.

د هسپانیې په ختېځ کې سخت ورښتونه د سېلابونو راوتلو لامل شول چې تر ۲۰۰ ډېر کسان یې په ترڅ کې مړه شول. د یو کال هومره باران یوازې په څو ساعتونو کې وورېد او ورپسې سېلابونو ودانۍ ویجاړې او له ځانه سره یووړې، پلونه یې ونړول او کوڅې یې له خټو او خځلو ډکې کړې.

د عکس سرچینه، Matthew Dominick/Nasa

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۹مه، له نړیوال فضايي مرکزه اخیستل شوی عکس چې ښيي د هريکېن مېلټن توپان د فلوریډا پر لور روان دی.

له نړیوال فضايي مرکزه د 'ډراګون اینډوور' په مرسته اخیستل شوي عکس کې هریکېن مېلټن توپان ښکاري چې د فلوریډا پر لور ور روان دی. کله چې توپان ځمکې ته ښکته شو نو د بادونو چټکتیا یې په ساعت کې ۲۰۵ کیلومتره وه چې په دغه ایالت کې یې پراخ ویجاړی وکړ.

د عکس سرچینه، Kim Hong-ji /REUTERS

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۵مه، په جنوبي کوریا کې اعتراض کوونکو له بلو شمعو او شعارونو سره د دغه هېواد د ولسمشر یون سوک‌یول استعفا غوښتنه کوله.

د جنوبي کوریا ګڼ خلک له بلو شمعو او شعارونو سره د یوه احتجاج په ترڅ کې راټول شول او د ولسمشر یون سوک‌یول د استعفا غوښتنه یې کوله. د هغه پر ضد وروسته له هغه کرکه او غصه راوپارېده چې په دغه هېواد کې یې د پوځي واک یا مارشلا لګولو اعلان وکړ چې یو استبدادي یا د زوراکۍ ګام وګڼل شو.

د عکس سرچینه، Omar HAJ KADOUR / AFP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۱۵مه، د سوریې په پلازمېنه کې د دمشق پوهنتون یو شمېر محصلانو د اعتراض په ترڅ کې د مخکېني ولسمشر بشار الاسد د پلار حافظ الاسد مجسمه رانسکوره کړه.

په سوریه کې د بشار الاسد کورنۍ ۵۰ کلنه واکمني هله پای ته ورسېده چې اسلامپاله وسله‌والې ډلې هیت تحریر الشام په شمال لوېدیځ کې پرخ بریدونه پیل کړل. دې ډلې په ډېرې چټکۍ سره د دغه هېواد دویم لوی ښار حلب ونیو، ورپسې یې پلازمېنې دمشق ته لار پرانیسته او پوځ یې هله له ماتې سره مخامخ شو چې بشار الاسد مسکو ته پښې سپکې کړې.