د افغانستان او پاکستان ترینګلتیا: پېښور کې د سولې جرګه جوړېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

رپوټونه وايي ټاکل شوې چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې او د دواړو هېوادو ترمنځ روانې ترینګلتیا ته د پای ورکولو د هڅو لپاره د پښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې د سولې جرګه ور وبلل شي.

د افغان پاک سولې جرګې تر سرلیک لاندې د سه شنبې پر ورځ د دې کېدونکې ناستې تنظیموونکی ارباب شهزاد خان وايي " دوی به د دواړو هېوادو له مشرتابه وغواړي چې په سم لاسي توګه ترینګلتیا کمه او د سولې لپاره لاس په کار شي".

دا جرګه د خیبر پښتونخوا د څو څېړنیزو او ټولنیزو سازمانونواو د مدني بنسټونو په نوښت رابلل کېږي، چې په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو مشران هم ورته بلل شوي دي.

د فبرورۍ په میاشت کې د دواوړ هېوادو ترمنځ د نښتو په تعقیب له ترینګلتیا وروسته په ځایي کچه دا د خپل ډول لومړنۍ هڅه ده چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د جرګې سمبالګر، د اسپایر( هیله) خیبر پښتونخوا څېړنيز مرکز، مشر ارباب شهزاد خان په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دې جرګې کې به د پاکستان ملي، سیاسي، او قبایلي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنو فعالان، سوداګر او پاکستان کې د مېشتو افغانانو استازي ګډون کوي.

دغه راز بي بي سي سره خبرو کې هم ارباب شهزاد خان وویل "جګړه د مسلې حل نه دی او اخر به هم ستونزې دخبرو له لارې هواریږي." ښاغلي خان زیاته کړه جرګه به هڅه وکړي چې متقابل درناوي، د باور پیدا کولو ګامونو او جدي خبرو له لارې د دواړو هېوادو ترمنځ دایمې سولې لپاره یو میکانېزم او چوکاټ رامنځ ته شي . هغه زیاته کړه " د دواړو هېوادو له مشرتابه به غوښتل کېږي چې ترینګلتیا راکمه کړي".

ارباب شهزاد خان وویل چې دا ترینګلتیا پراخه شوې، ځکه نو دا ډول هڅو ته زیاته اړتیا ده. هغه وویل " دواړه هېوادونه ګډ کلتور، دین او ژبه لري او همدا باید د روغې جوړې لپاره یو بنسټ وي."

ارباب شهزاد خان وویل چې د پېښور له جرګې وروسته په پام کې ده چې د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې هم ورته جرګه راوبلل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دننه په پښتونخوا کې هم د وسله والو فعالیتونه پراخ شوي.

د هغه په وینا، د روانې ترینلګتیا له امله تر ټولو زیات تاوان د دواړو خواوو ولسي وګړي پرې کوي، نو له همدې امله اړینه ده چې د دواړو هېوادونو د ولسونو لپاره د تل پاتې سولې باوري کولو په موخه په سم لاسي توګه ګامونه واخیستل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېر اکټوبر د پیل شوې شخړې او ترینګلتیا له امله د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو خلکو ته ډېر تاوان رسېدلی دی.

د دې ترینګلتیا پر مهال پاکستان افغانستان کې هوايي بریدونو او په ځواب کې یې دطالبانو حکومت پر کرښه توپچی ګذارونه او هم یې د ډرون حملې کړي دي او لا هم په د افغانستان به ختیځو سیمو کې پر ولسي مېشتځایونو د پاکستاني ځواکونو له لوري د بریدونو رپوټونه ورکول کېږي.

د دې شخړې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول سوداګري ځنډېدلې ده.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند احمد شریف چودري په دې وروستیو کې ویلي وو چې روان کړکېچ کې د هیڅ ډول خبرو او "مذاکراتو" ځای نشته. دا لا روښانه نه ده چې پېښور کې جوړېدونکې جرګه پاکستان له پوځ سره چې ویل کېږي د هېواد پر واکمنو تګلارو ژوې اغېزې لري سلا شوې او که نه.

د سعودي، ترکیې، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ کمولو ډیپلوماټیکې هڅې شوي خو دا کمسارې ده چې په ځايي کچه د خبرو غږ پورته کېږي. لا خو وختي دی چې د دې جرګې د اغېزو او پایلو په اړه دې خبرې وشي.

په تېر کې، چې د پښتونخوا د ټیکاو او یا هم له ډیورنډ کرښې پورې د مسلو د حل لپاره دا ډول جرګې او ناستې رابلل شوي د ترینګلتیا په کمولو کې یې اغېز له دې امله لږ لیدل شوی چې څارونکي وايي، تر ډېره سمبولیک او د حکومت پلوه کسانو تر اغېز لاندې په ولسي نوم جوړېږي.