اسرائیلي برید کې د لبنانۍ خبریالې امال خلیل د وژنې پراخه غندنه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

اسرائیلي برید کې خبریاله امال خلیل او عکاسه زینب فراج هغه مهال په نښه شول چې د لبنان په جنوب کې پر یوه موټر د شوي برید خبري پوښښ ته روان وو.

دې برید کې دوه کسان وژل شوي وو. دواړه خبریالان له بریده ځان ساتلو لپاره یوې نږدې ودانۍ ته ننوتل، وروسته همدا ودانۍ هم په نښه شوه چې پایله کې یې امال خلیل ووژل شوه او زینب فراج ژوبله شوه.

د لبنان لومړي وزیر د دې پېښې له امله اسرائیل پر جنګي جنایت تورن کړي. چارواکي وايي دا خبریالان له هغې وروسته چې یو کور کې یې پناه اخیستې وه په نښه شوي وو.

دې چارواکو اسرائیلي ځواکونه(ايي ډي ایف‎) پر دې تورن کړي دي چې د تائېر ښارکې یو امبولانس چې په څرګند ډول پرې د طبي کارکوونکو د موټر نښې وې او دې خبریالانو سره د مرستې په موخه روان و قصدا په نښه کړی دی.

خو (ايي ډي ایف) دا نه مني او وايي "خبریالان یې نه وو په نښه کړي."

اما ل خلیل چې ۴۳ کلنه وه، د لبنان الاخبار ورځپاڼې سره یې کار کاوه، او زینب فراج خپلواکه عکاسه خبریاله ده.

پر موټر شوي برید کې د دوو وژل شوو د هویت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام ویلي دي" د خبریالانو په نښه کول، ورته د طبي مرستو نه پرېښودل او بیا پر هغوی بریدونه کول جنګي جنایت دی."

هغه اسرائیل پر دې تورن کړل چې په پرلپسې توګه خبریالان په نښه کوي او زیاته یې کړه" دا اوس د هغوی یو ټاکلی چلند دی".

نواف سلام د امال خلیل کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده او ویلي یې دي" د دې جنایت په اړه به نړیوالو فورمونو کې غږ پورته کوي".

اسرائیلي ځواکونو یوې وینا کې ویلي" دوی خبریالان نه په نښه کوي او هغه دوو موټرې یې یو په نښه کړي چې د حزب الله لخوا کارېدونکې له یوې ودانۍ وتلي وو". بیان کې زیاته شوې چې دې یو موټر "دفاعي کرښې" اوښتی و، چې دا له اوربنده یوه سرغړونه وه.

خو د لبنان د روغتیا وزارت وايي اسرائیلي ځواکونو امال او زینب چې له لومړني برید نه یې په یوې ودانۍ کې پناه اخیستې وه څارلي وو. وزارت وايي کله چې د لبنان سره صلیب کار کوونکي ژوبلو سره مرستو ته راورسېدل په ډزو یې مخه ونیول شوه.

د بې پولې خبریالانو ټولنې مشر کلېټن وییمروايي اسرائیلي ځواکونو د دوی د ټولنې او نورو خبریالانو لخوا پیغامونه ترلاسه کړي وو چې امال خلیل ته امبولانس پرېږدي.

هغه زیاته کړه" چې د اسرائیلي بمباریو له امله طبي کارکوونکي ونه توانېدل ژوبلو ته د مرستې لپاره ورسېږي، دا د یوې خبریالې قصدي او هدفی وژنه ده."

زینب فراج له څو ساعته وروسته په ژوبل حالت کې وژغورل شوه. او د بېړنېو مرستو کارکوونکو ساعتونه وروسته د امال خلیل مړی له نړېدلې ودانۍ راوویست.

الاخبار ورځپاڼې د امال په اړه لیکلي" هغه په خپل بشري او مسلکي دندې کې ثابته او د غښتلې ارادې لرونکې وه".

د بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د منځني ختیځ خبریال ویلیم کرېسټو پر ایکس لیکلي" هغه یوه مسلکي، مهربانه او ژمنه خبریاله وه".

د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې (سي پي جی) چې مرکز يې په امریکا کې دی وايي"د امال خلیل مرګ سخت قهرولي دي."

د سي پي جی سیمه ییزې مشرې ساره قضات ویلي" په پرله پسې ډول هغه ځای په نښه کول چې خبریالانو په کې پناه اخیستې، او بیا د طبي او بشري مرستو مخنیوي د بشري حقونو له نړیوال قانونه سرغړونه ده".

د عکس سرچینه، Lebanon Civil Defence

ځايي خبري رسنۍ وايي په ۲۰۲۴ کال کې امال خلیل ویلي وو" اسرائیلو ورته د مرګ ګواښونه کړي او تر یې غوښتي و چې جنوبي لبنان پرېږدي."

سي پي جی ویلي دا راپور " د هغې قصد نښه کولو په اړه جدي پوښتنې او اندېښنې راپورته کوي."

لبنان کې د جګړې له پیله تراوسه لږ تر لږه پنځه خبریالان وژل شوې دي.