د طالبانو حکومت د خپلو فعالیتونو په اړه د "باوري او کره" معلوماتو خپرولو لپاره نوې ویب پاڼه پرانېسته

د عکس سرچینه، parmakhtag.af

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د حکومتي فعالیتونو په اړه د معلوماتو خپرولو لپاره یوه نوې وېبپاڼه جوړه کړې ده.

د طالبانو حکومت وايي، د دې هدف رسنیو او خلکو ته "باوري او کره" معلومات ورکول دي.

د دې وېبپاڼې کاروونکي کولای شي د دولتي ادارو د فعالیتونو، د پرمختیايي او بنسټيزو پروژو د پلي کېدو د څرنګوالي، او د حکومت د پروګرامونو او کړنلارې د تطبیق د کچې په اړه معلومات ترلاسه کړي.

دا ویب پاڼه چې د "پرمختګ" په نامه نومول شوې ده، چارواکي وايي دا به یو معلوماتي بانک وي چې د انکشافي، بشپړو شویو او د روانو پروژو په اړه په پښتو، دري او انګرېزۍ ژبو تفصیلي معلومات وړاندې کوي.

دطالبانو حکومت تېر کې په دې اړه د خبري رسنیو له نیوکو سره مخامخ دی چې په وخت سره رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ویبپاڼې د پرانېستلو پرمهال په غېرمستقیم ډول ددې نیوکې د منلو پرمهال وویل، "کله کله به رسنیو ته د راپورونو چمتو کولو لپاره معلومات په وخت نه رسېدل، د ادارو معلومات به ځنډېدل یا به په مسلکي ډول نه وړاندې کېدل چې اوس به له دې سره دا ستونزه حل شي".

افغانستان کې د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي بي بي سی سره خبرو کې د دې ویبپاڼې رامنځ ته کول یو "پرځای ګام" وبللو خو زیاته یې کړه چې له حکومتي چارواکو د پوښتنې او ځواب ترلاسه کولو لپاره باید یو میکانېزم جوړ شي، او معلوماتو ته د لاس‌رسي په برخه کې رسنۍ داسې یو میکانېزم ته جدي اړتیا لري".

په ۲۰۲۱ کال کې بیا ځلي واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بې‌پولې خبریالانو سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون څو ادارو د طالبانو حکومت په دې تورن کړی دی چې ګواکې "د کورنیو رسنیو پر محتوا یې مستقیمه څارنه زیاته کړې، او دا کار د رسنیو لخوا د ځان‌سانسورولو د پراخېدو لامل شوی دی".

دا سازمانونه وايي، له دې امله "یو شمېر رسنۍ تړل شوې او لوی شمېر خبریالانو، په ځانګړې توګه ښځو، خپلې دندې له لاسه ورکړي دي".

د طالبانو حکومت دا نېوکې نه مني . د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې وايي، "رسنۍ د اسلامي او کلتوري ارزښتونو په پام کې نیولو سره د ازاد فعالیت حق لري".