کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدو پېښه کې ۶۶ کسان وژل شوي
د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د کولمبیا د هوايي ځواک یو الوته د هېواد په جنوب کې له پرواز لږ وروسته ولېدلې چې له امله یې ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د هوايي ځواک قوماندان، کارلوس فرنېندو سېلوا رویدا، ویلي الوتکې کې ۱۱۴ پوځیان او ۱۱ کسیزه عمله موجوده وه.
د امریکايي ساخت سي ۱۳۰ هرکولیس دا الوتکه د پوځیانو د لېږد لپاره کارول کېده چې د کولمبیا د پوټو مایو ایالت کې راوغورځېده.
سیمې ته ژغورونکي او پلټونکي استول شوي، خو تراوسه د الوتکې د سقوط علت معلوم نه دی. چارواکي وايي د دوی پلټنې روانې دي.
د کولمبیا د دفاع وزیر، پېډرو سانچېز وویل پېښې سره سم په الوتکه کې شته چاودېدونکو توکو هم اور واخیست.
دا د کولمبیا د هوايي ځواک په تاریخ کې یوه تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده. په ټولنیزو شبکو خپرو شوو کې لیدل کېږي چې د پېښې له ځایه لوګی پورته کېږي.
دغه راز ځايي خبري رسنیو د خلکو انځورونه خپاره کړی چې ژوبل په موټرسایکلونو روغتون ته لېږدوي.
د کولمبیا ولسمشر ګوساتوو پېټرو د پېښې په اړه پر ایکس لیکلي "دا پېښه باید نه واي شوې، ددې علت هغه بیوروکراسي ده چې د وسله وال ځواک عصري کولو هڅو پرمخ کې خنډ کېږي". ده وړاندې لیکلي چې په دې برخه کې به نور ځند ته اجازه نه ورکوي.
تېره میاشت د بولوویا د هوايي ځواک یوه سي ۱۳۰ الوتکه هم لوېدلې وه چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي وو.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته