قمي: ایراني پلاوي موندلې چې هلمند سیند کې اوبه کمې دي
د عکس سرچینه، IRNA
افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړې استازی او کابل کې د ایران سفارت چارسمبالی حسن کاظمي قمي وايي د ایران د اوبو برخې متخصصانو تایید کړې چې سږکال په زمري/اسد میاشت کې د هلمند سیند د اوبو کچه "له نورمال اوبیز کاله" کمه وه.
هغه دا څرګندونې د ایران د یوه فني پلاوي لخوا د افغانستان د ارزګان په دهراوود کې د اوبو کچې مالومولو تمځي له کتنې یوه اوونۍ وروسته کړې.
خو ښاغلي قمي پر دې هم ټینګار کړی چې په هر صورت دې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران حقابه "په سمه او عادلانه" ډول ورکړ شي.
هغه یکشنبه پر خپله اېکس (ټویټر) خواله خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي د ۱۳۵۱ کال د اوبو تړون له مخې ایراني پلاوي ته په دهراوود کې د اوبو کچې ارزولو تمځي د کتلو اجازه ورکول په باور جوړونه او ښه ګاونډیتوب کې د کارنده تعاملاتو پیل لپاره مثبته نښه ده."
نوموړي زیاته کړې "د استول شویو کارپوهانو د مشاهدې له مخې چې د هراوود تمځي کې یې اوبه کتلې او اندازه کړې دي (د ۱۴۰۲ کال زمري میاشت کې د اوبو د جریان اندازه) د یوه نورمال اوبیز کال د میاشتنۍ کچې پرتله کمه وه."
په دهراوود کې د اوبو اندازه کولو دغه تمځی تر کجکي بند پورته دی چې هلمند سیند ته ترې د بهېدونکو اوبو اندازه محاسبه کېږي.
له دې محاسبې دا مالوموي چې سږکال اوبه ډېرې که کمې دي.
د عکس سرچینه، IRNA
له دې سره هممهاله د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان هم په تهران کې یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې د ایران حقابې ته په اشارې ویلي "زموږ همکارانو په دې وروستیو کې د دهراوود تمځی کتلی او مشخصه شوې چې افغانستان هم وچکالی سره لاس ګریوان دی. خو موږ په هلمند سیند کې د کلني ورښت د کچې په اندازه حق لرو او د خپلې حقابې غوښتونکي یو."
هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت سیسان سیمې ته "له هلمند سیند او له هغې پرته" د څښلو اوبو د تامین پر ګڼو پروژو کار کوي.
تر دې وړاندې د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان افغانستان ته د دغه ایراني پلاوي د سفر په اړه ویلي وو چې هېواد یې د دغه پلاوي وروستي رپوت ته په تمه دی.
بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي وو چې د ایران فني پلاوي د ارزګان دهراوود کې د اوبو کچې تر کتلو وروسته دا تایید کړې چې سږ کال په افغانستان کې وچکالي واقعا ټکان ورکوونکې وضعیت کې ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته