د خپلواکو دولتونو همګټې ټولنې د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند جوړولو وړاندیز منلی
د عکس سرچینه، Getty Images
د خپلواکو دولتونو همګټې ټولنې د افغانستان په شاوخوا کې د یوه امنیتي کمربند د جوړولو د تکل وړاندیز منظور کړی دی.
ټاکل شوې، د دې ټولنې د غړو هېوادونو یوه ګډه کاري ډله د دغه کمربند د څرنګوالي په تړاو یو پلان جوړ کړي.
دا ټولنه د پخواني شوروي اتحاد له غړو هېوادو جوړه ده او په دې وروستیو کې یې له افغانستانه په ځانګړې توګه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه ډېرېدونکې اندېښنې څرګندې کړې دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بيبيسي ته ویلي، افغانستان اوس امن دی او له خاورې یې چا ته ګواښ نه دی متوجه. نوموړی زیاته کړې، "موږ د خپلو پولو امنیت خوندي کړی، له دې اړخه دې ګاونډیان تشویش نه لري".
ښاغلی فطرت زیاتوي، د قاچاق د مخنیوي لپاره یې هم ګامونه اخیستي، خو دا چې قاچاق یوه نړیواله ننګونه ده نو د ده په وینا "په کار ده چې ټول ښکېل هېوادونه په ګډه د دې ننګونې په اړه اقدام وکړي".
د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړولو وړاندیز دوه کاله وړاندې (د ۲۰۲۲ کال جنورۍ کې) د ګډ امنیتي تړون ټولنې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، کړی و.
په هغه سیمه ییزه ټولنه کې چې اوس یې دغه وړاندیز منلی، د ښاغلي رحمان پر هېواد سربېره روسیه، ارمېنیا، اذربایجان، بېلاروس، قزاقستان، قرغېزستان، مالدووا، تاجکستان، او ازبکستان غړي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
دا ګام له افغانستانه د ترهګرۍ، نشهيي توکو د قاچاق او ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په موخه اعلان شوی دی.
د دې ټولنې سرمنشي، سېرګيي لېبېدېف، په مسکو کې یوې غونډې ته په خبرو کې هیله ښودلې، چې د امنیتي کمربند په جوړېدو به د ترهګرۍ په ګډون هغه ټولې اندېښنې ختمې شي، چې له افغانستانه دې سیمې ته د ور خپرېدو په تړاو دي.
د ګډ امنیتي تړون ټولنې ته چې د روسیې په ګډون د پخواني شوروي اتحاد شپږ پخواني جمهوریتونه یې غړي دي، په دې تړاو وړاندیز لومړی د تاجکستان ولسمشر کړی و.
هغې ټولنې په دې اړه بیا یوه کاري ډله ګومارلې وه، چې دغه وړاندیز و ارزوي او د ټولنې د غړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو پر شورا سربېره، د ملګرو ملتونو استازو او د شانګهای همکاریو سازمان غړو ته په دې اړه معلومات ورکړي.
د دې ټولنې غړي هېوادونه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه د ترهګرۍ د ور خپرېدو ګواښ ته لا اندېښمن شوي او په دې اړه یې پرلهپسې څرګندونې هم کړې دي.
د مرکزي اسیا پر هېوادونو سربېره د افغانستان نورو ګاونډیو هم وخت ناوخت ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
په دې لړ کې په دې وروستیو کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمنځ ناندرۍ هم شوې دي. همدا راز ایران هم ویلي، چې د خپل خوندیتابه لپاره له افغانستان سره د پولو کلکولو ته پام ډېروي.
د خپلواکو دولتونو همګټې ټولنې او د ګډ امنیتي تړون سازمان وروستۍ څرګندونې هم د افغانستان په تړاو د ډېرو شویو اندېېښنو څرګندونه کوي.
وړاندې یې له افغانستانه نورو هېوادو ته د ترهګرۍ د خپرېدو د ګواښ په اړه اندېښنې بېځایه بللې او د نشه يي توکو او انساني قاچاقو په اړه یې له سیمه ییزو هېوادو سره پر ګډ کار او همکارۍ ټینګار کړی دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته