د پاکستان د دولتي ټلوېزون له کامرې څه ډول د ملا محمد عمر عکس لرې کړل شو؟

د عکس سرچینه، ARIF MALIK/MALIK MUDASIR

د عکس تشریح،
    • Author, زبیر اعظم
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۱۱ دقیقې

سلیم جاوید او د هغه ملګري له یوه داسې کاروان سره ترکمنستان ته روان وو چې د هغه وخت د لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو د یوه پلان پلې کېده وو، خو د همدې سفر پر مهال هغوی په افغانستان کې د طالبانو ظهور او په کندهار کې د هغوی لومړنۍ ولکه په خپلو سترګو ولیده.

په دې موده کې دا خلک په افغانستان کې د یوې ډلې لخوا یرغمل هم شول، چې طالبانو ترې وژغورل او بیا یې له ملا محمد عمر سره هم لیدنه وشوه، چې په هغه وخت کې یو نااشنا څېره وه. ملا عمر د ۲۰۱۳ کال د اپرېل پر ۲۳مه ومړ، خو مړینه یې تر دوو کلونو پټه ساتل شوې وه.

د شپې نږدې یوه نیمه یا دوه بجې وې چې په کوټه کې د دیال باغ سیمې ته د مدثر کور ته د پي ټي وي موټر د هغه د پلار، عارف ملک لپاره ورسېد. د دروازې په ټکولو د مدثر سترګې له خوبه وغړېدې هغه وايي:"زه د څوارلسو یا پنځلسو کالو وم، په دومره نيمه شپه کې معمولاً څوک نه راتلل."

هغه ولیدل چې پلار یې خپله کڅوړه تیاروي. له لږ ځنډ وروسته عارف ملک په موټر کې کېناست. له هغه وروسته د خدائیداد له سړکه سلیم جاوید هم نږدې دوه نیمې بجې په همدې موټر کې له عارف ملک سره یوځای شو. محمد سلیم جاوید په هغه وخت کې په پي ټي وي کوټه کې د نیوز پروډیوسر په توګه دنده ترسره کوله.

دوی دواړه له څو نورو ملګرو سره یوځای لږ وروسته په کوټه کې د پي ټي وي دفتر ته ورسېدل. هغوی ته یو نا عادي کار سپارل شوی و. له بي بي سي سره په خبرو کې سلیم جاوید وویل:"موږ ته دا دنده سپارل شوې وه چې له یوه کاروان سره د افغانستان له لارې ترکمنستان ته لاړ شو."

خو سلیم جاوید او د پي ټي وي کاري ډلې د هغو حالاتو په اړه هیڅ اټکل نه و کړی چې دوی ورسره مخ کېدونکي وو. هغوی پر دې هم نه پوهېدل چې ناڅاپه به د یوې داسې تاریخي پېښې شاهدان وي او له داسې یو شخصیت سره به وګوري چې د دغه سیمې حالت یې بدل کړل.

دا ۱۹۹۴ کال و. دا هغه مهال و چې افغانستان په سختو کورنیو جګړو کې ښکېل و. که څه هم د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو او د نجیب الله د حکومت له پرځېدو وروسته یو حکومت جوړ شوی و، خو پر هېواد یې واک او کنټرول د نشت برابر و او بېلابېلې وسله والې ډلې خورې ورې فعالې وې.

د عکس سرچینه، Getty Image

خو دا هر څه څنګه وشول؟ افغان مجاهدینو هغوی ولې یرغمل کړل؟ طالبانو هغوی څنګه خلاص کړل او له ملا عمر سره د لیدنې پر مهال څه پېښ شوي وو؟ د دې کیسې پیل په کوټه کې د پي ټي وي له دفتره وشو، چېرته چې د آی ایس آی سیمه ییزو افسرانو له سلیم جاوید او عارف ملک سره اړیکه ونیوله.

سلیم جاوید دا کیسه په اسلام اباد کې په خپل کور کې د ناستې پر مهال کوله؛ هغه اوس د تقاعدۍ ژوند تېروي، خو دا پېښې ورته نن هم داسې یادې دي لکه د پرون خبره چې وي. له دې ځینې پېښې عارف ملک د خپلې کامرې په مرسته خوندي کړې هم دي او د هغه په وسیله اخیستل شوي انځورونه موږ ته تر یوې کچې د هغه مهال د افغانستان د حالاتو انځور را کوي.

سلیم جاوید وايي:" کله چې د پي ټي وي دفتر ته ورسېدو، یو ټلیفون راغی. د آی ایس آی افسرانو موږ ته وویل چې تاسو له کوټې ووځئ او په عالمو چوک کې زموږ انتظار وکړئ."

د سلیم جاوید په وینا، دا د این ایل سي (NLC) یو کاروان و چې په ګڼو لاریو کې یې د اېکسرۍ ماشینونو په ګډون روغتیایي توکي لېږدول. دا یو ازمایښتي کاروان و چې موخه یې د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د ځمکنۍ سوداګریزې لارې پرانیستل وو، چې د بې نظیر بوټو د فکر له مخې، نویو خپلواکو شویو هېوادونو ته د دوی صادرات زیات شي.

د میجر آغا همایون امین په کتاب "پاکستاني پوځ د پاکستاني جنرالانو له نظره" کې د نصیر الله خان بابر مرکې ته په اشارې سره لیکل شوي چې نصیر الله بابر ورته ویلي وو:" د پاکستان حکومت دا سوچ درلود چې داسې یوه سوداګریزه لاره جوړه کړي چې د لاریو یا اور ګاډي له لارې پرې توکي ولېږدول شي." په دې ټوله معامله کې یو بل مهم ټکی دا هم و چې منځنۍ اسیا د انرژۍ پراخې زېرمې هم لرلې.

د عکس سرچینه، ARIF MALIK/MALIK MUDASIR

په دې ډول، یو واړه کاروان د یوه لوی هوډ د پوره کولو لپاره له پاکستانه روان شو. سلیم جاوید وايي چې: "موږ له کوټې د چمن پر لاره روان شو، هلته له یوې شپې تېرولو وروسته، بل سهار د راهدارۍ له لارې د کندهار په لور ووتلو."

په هغه وخت کې په کندهار او نورو سیمو کې د بېلابېلو افغان ډلو پورې اړوند پخوانیو مجاهدینو قومندانانو پر سړکونو پاټکونه اچولي وو او موټر به یې درول.

سلیم جاوید وایي:"تر کندهار وړاندې یوه سیمه راځي چې نوم یې تخته پل دی، هلته ځینو قومندانانو موږ ودرولو. هغوی وویل چې موږ تاسو مخکې تګ ته نه پرېږدو او ځینې پوښتنې ګروېږنې کوو."

"له دغه کاروان سره د آی ایس آی افسران هم وو. هغوی دغو افغان قومندانانو ته قناعت ورکړ چې موږ دا کاروان ستاسو د حکومت په اجازه لېږدوو، خو هغوی ونه منله."

د سلیم جاوید په وینا:"په هغه وخت کې د طالبانو هیڅ شتوالی نه و." خو په همدې کاروان کې یو داسې کس هم و چې پر هغه حقیقت خبر و چې سلیم جاوید ترې بې خبره و.

دا شخصیت کرنل امام نومي یو پاکستانی پوځي افسر و، چې د دغه کاروان په خوندي ډول د افغانستان له لارې د تېرولو مسوولیت ورسپارل شوی و.

د دې لامل دا و چې د یوه پاکستاني پوځي افسر په توګه، هغه د هغو پټو عملیاتو برخه و چې له مخې یې د شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې پر مهال په افغانستان کې سیمه ییزو جنګیالیو ته په لویه کچه پوځي روزنه ورکړل شوې وه. همدا لامل و چې کرنل امام په افغانستان کې له وسله والو ډلو سره پېژندل او پر دې هم خبر و چې د طالبانو په نوم یوې وسله والې ډلې د افغانستان سوېل په میوند ولسوالۍ کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، ARIF MALIK/MALIK MUDASIR

د عکس تشریح، پر کندهار د طالبانو له ولکې وروسته انځور

سلیم جاوید یادوي چې هغه د تخته پل په سیمه کې کرنل امام ولید. د سلیم په وینا: "کرنل امام په تخته پل کې له هغو قومندانانو سره خبرې وکړې چې لارۍ یې درولې وې. خو سره له دې هم کاروان ته د مخکې تګ اجازه ور نه کړل شوه او هغوی یې کندهار ته بوتلل."

د فرزانه چوهدري په کتاب (آهن پوش) کې، چې د کرنل امام مرکه هم په کې شته، راغلي چې کرنل امام له هغې سره په خبرو کې دعوه کړې وه چې: "جنرال نصیر الله بابر دی د دغه کاروان مسوول ټاکلی و" او ورته ویل شوي وو چې "دا کاروان د کندهار له منځه تېر کړي چې نړۍ ته معلومه شي دا لاره خلاصه ده."

هغه ځای چې د سلیم جاوید په وینا وسله والو کسانو کاروان درولی و، د کرنل امام په وینا د هغوی قومندان امیر لالایي پوپلزی و چې ده ورسره پېژندل. خو دا پېژندګلوي هغه وخت په کار رانغله، ځکه چې د کرنل امام په وینا، امیر لالایي پر پاکستان حکومت د طالبانو د ملاتړ تور پورې کړ او کاروان یې یرغمل کړ.

پخپله کرنل امام ته کندهار ته د تلو اجازه ورکړل شوه، خو سلیم جاوید او د پي ټي وي کاري ډله له لاریو سره یوځای یوې زړې د نساجۍ فابریکې ته ولېږدول شول.

د عکس سرچینه، ARIF MALIK/MALIK MUDASIR

د عکس تشریح،

سلیم جاوید وویل:"موږ یې یوه مېلمستون کې وساتلو. موږ ته وویل شول چې هیڅوک به بهر نه وځي. موږ له لسو تر دولسو ورځو پورې د هغوی په قید کې وو."

دلته له هغوی سره څه ډول چلند وشو؟ د دې پوښتنې په ځواب کې سلیم جاوید وویل:"هغوی له موږ سره ښه چلند ونه کړ. دی او نور کسان په دې تشویش کې اخته وو چې اوس به څه کېږي."

سلیم جاوید وایي:"د دغو اندېښمنو ورځو پر مهال به هم کرنل امام له څو افغان قومندانانو سره ډېر کله د شپې لخوا مېوې راوړلې او موږ ته به یې ډاډ راکاوه چې د اندېښنې خبره نشته، څوک به تاسو ته زیان ونه رسوي."

په کوټه کې د عارف ملک زوی، مدثر ملک چې هغه وخت ۱۴-۱۵ کلن و، ورته یاد دي کله چې یې کور ته د دې پېښې خبر ورسېد، نو څه ډول سختې اندېښنې خپرې شوې.

کرنل امام د پاکستاني یرغمل شویو کسانو اړیکه له خپلو کورنیو سره پر ټلیفون جوړه کړه. مدثر بي بي سي ته وویل، کله چې د هغه د پلار، عارف ملک ټلیفون راغی چې په کې "هغه ډاډ ورکړ چې روغ جوړ دی."

د سلیم جاوید په وینا، کرنل امام به ویل چې:"خبرې اترې روانې دي او ډېر ژر به تاسو لاړ شئ." خو بله ورځ سهار جګړه پیل شوه.

د عکس سرچینه، ARIF MALIK/MALIK MUDASIR

دا جګړه د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو او هغو پخوانیو افغان مجاهدینو ترمنځ د کندهار د نیولو لپاره روانه وه چې پاکستانی کاروان یې یرغمل کړی و. د "اهن پوش" کتاب له مخې، کرنل امام دعوه کړې چې له دې جګړې وړاندې یې له طالبانو سره لیدنه شوې وه چې په هغې کې ورته ویل شوي وو: "که ستاسو کاروان نه وای، نو موږ به د کندهار هوايي ډګر نیولی وای. ما ورته وویل، ځئ، ویې نیسئ، زما د کاروان اندېښنه مه کوئ."

هغه وخت د آی ایس آی مشر جنرال جاوید اشرف قاضي و، چې له تقاعد ډېر وروسته یې له یوه شخصي ټلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي وو، کله چې پاکستانی کاروان یرغمل شو نو: "نصیر الله خان بابر له موږ سره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې طالبان دې ځای ته نږدې دي، هغوی ته دې وویل شي چې اقدام وکړي او دا خلک خلاص کړي. نو بیا موږ له هغوی سره اړیکه ونیوله او نصیر الله بابر هم له خپلو سرچینو له هغوی سره رابطه وکړه."

د جاوید اشرف قاضي په وینا: "هغوی (طالبانو) وویل چې سمه ده، موږ یې ګورو. بیا هغوی عملیات وکړل، د هغه قومندان کسان وتښتېدل او طالبانو مالونه هم خلاص کړل او کسان یې هم وژغورل."

د پاکستان په دغه کاروان کې د ټولو کسانو شمېر ۶۵ و، چې د مېجر په رتبه یو افسر هم په کې و.

دا جګړه کله پیل شوه، له کوم ځایه پیل شوه او چېرته پای ته ورسېده، د دې ټولو له منځه سلیم جاوید ته یوازې دا یاد دي چې هغه او نور ملګري یې ډار شوي وو او د راکټ لانچرو غږونه یې اورېدل. "موږ د راکټ لانچرو د ډزو غږونه اورېدل، بمباري روانه وه."

د عکس سرچینه، ARIF MALIK/MALIK MUDASIR

د عکس تشریح، پر لارو د وسله والو څوکۍ لیدل کېږي چې پوځي شوبلې ورسره دي.

او بیا ناڅاپه چوپتیا خپره شوه. سلیم جاوید وایي: " له لږ ځنډ وروسته چې کله هیڅ ډول غږ وانه ورېدل شو، موږ بهر ووتلو. هغه کمپ په بشپړه توګه خالي شوی ."

د کرنل امام په وینا: "کومو مجاهدینو چې زموږ خلک نیولي وو، هغوی تښتېدلي وو."

سلیم جاوید وویل: "زموږ یو دوه دروازيي موټر و، هغه یې هم له ځان سره یووړ، ځکه چې د هغوی خپل موټر په دغه برید کې ویجاړ شوی و."

تر هغه وخته سلیم او نورو پاکستانیانو پر دې نه پوهېدل چې هغه ډله څوک وه چې د دوی د تښتونکو پر وړاندې یې جګړه کوله.

لږ وروسته د پاکستان د سفارت خلک او کرنل امام هلته ورسېدل. "هغوی وویل چې تاسو ډېره زړورتیا وکړه، موږ وېرېدو چې هغوی به مو ووژني. هغوی موږ په کندهار کې د پاکستان کونسلګرۍ ته ورسولو."

د کرنل امام په وینا، د پاکستاني یرغمل شویو کسانو بوټان یې ایستلي وو او په یو کور کې یې پټ کړي وو، چې د هغوی د تېښتې مخه ونیسي. د هغه په وینا: "کله چې دا بوټونه پیدا شول، نو هغوی له لاریو او د پي ټي وي له کاري ډلې سره یوځای کندهار ته ورسېدل."

د عکس سرچینه، ARIF MALIK/MALIK MUDASIR

د عکس تشریح، پاکستانۍ موټریزه قافله

سلیم جاوید ته ور په زړه دي چې هغوی په کندهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ ودانۍ ته ورسېدل. هلته یې ملا عمر هم ولید. "په کونسلګرۍ کې د پاکستان له سفیر سره یو افغان قومندان ناست و. دا قومندان ملا عمر و."

خو په هغه وخت کې سلیم جاوید نه د هغه په نوم پوهېده او نه یې دا غوښتل چې دا د طالبانو مشر قومندان دی. وروسته ورته د کونسلګرۍ کارکوونکو وویل چې: "دا سړی ملا عمر دی، د طالبانو مشر."

سلیم وایي چې د لږ وخت لپاره یې له ملا عمر سره لیدنه هم وشوه: "ما هغه له نږدې ولید، دنګ قد یې درلود، یوه سترګه یې یو څه خرابه وه او په پښو هم سم نه شوای تللی. "دا ډېره لنډه لیدنه وه، خو ماته یو ښه شخصیت ښکاره شو."

دا هغه وخت و چې له سلیم جاوید سره د پي ټي وي کامره وال محمد عارف په خپله کامره د ملا عمر انځور واخیست. دا یو تاریخي انځور و. خو په بل پړاو کې چې له محمد عارف سره څه وشول، سلیم یې لا هم یادوي: "ناڅاپه په موټرو کې ناست څو تنه وسله وال کښته شول، د د کامره وال لور ته په منډه ورغلل او کامره یې ترې واخیسته."

هغوی وویل: "تاسو ولې انځور اخیستی دی؟" سلیم جاوید وایي چې هغوی له کامرې انځور له منځه یووړ.

دا هغه وخت و چې لا په نوره نړۍ کې افغان طالبان او ملا عمر، دواړه نومونه نا اشنا وو. د سلیم جاوید په وینا: "دا به یو یادګاري انځور و، ځکه چې په هغه وخت کې هیچا ملا عمر نه پېژانده."

د عکس سرچینه، ARIF MALIK/MALIK MUDASIR

د عکس تشریح، د یرغملو ګډ انځور چې له خوشې کېدو وروسته اخیستل شوی دی.

په کندهار کې سلیم جاوید او نورو ملګرو یې د کورنۍ جګړې شېبې په خپلو سترګو ولیدلې. هغوی وایي: "پر سړکونو د مړو جسدونه پراته وو او ودانۍ ویجاړې شوې وې، چې د طالبانو او نورو ډلو ترمنځ د جګړې پر مهال پرې بمبارۍ شوې وې."

له دې پېښې وروسته سلیم جاوید او ملګرو یې پرېکړه وکړه چې بېرته کوټې ته ستانه شي، که څه هم پاتې کاروان باید ترکمنستان ته روان شوی وای. هغه وایي"کرنل امام ډېر ټینګار وکړ چې اوس به کومه ستونزه نه وي، خو موږ دا غوره وګڼله چې بېرته پاکستان ته ستانه شو."

سلیم جاوید او عارف ملک په کوټه کې خپلو کورونو ته ورسېدل، خو د پولې هغې غاړې ته طالبان په داسې یوې وسله والې ډلې بدل شوي وو چې د افغانستان راتلونکی یې بدل کړ.

په دې موده کې د افغان طالبانو او آى ایس آى (ISI) ترمنځ منظمې اړیکې هم جوړې شوې او د طالبانو یو پلاوي د هغه وخت د آى ایس آى له مشر جنرال جاوید اشرف قاضي سره لیدنه هم وکړه.

د عکس سرچینه، ARIF MALIK/MALIK MUDASIR

د عکس تشریح، کندهار کې د پاکستان د هغه مهال کونسل

جاوید اشرف قاضي د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر ۲۰مه په یوه خپاره شوي راپور کې له بي بي سي سره په خبرو کې د دغې لیدنې پخلی وکړ او ویې ویل: "طالبانو په اصل کې له پاکستانه غوښتي وو چې د افغانستان په شخړه کې بې طرفه پاتې شي او دا غوښتنه یې هم کړې وه چې پر خپلو خوراکي توکو او تېلو دې بندیز نه لګوي، ځکه چې دا دواړه د پاکستان له لارې هغوی ته رسیږي."

د وخت په تېرو دریو لسیزو کې په افغانستان کې د امریکا له حضور وروسته د امریکایي ځواکونو د وتلو او د طالبانو د بیا راستنېدو منظرونه هم وښودل.

کله چې په کابل کې افغان طالبان بیا واک ته ورسېدل، نو مدثر ملک اوس په خپله کامره وال و، چې دا صحنې یې په خپلو سترګو ولیدې. مدثر له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې یو ځل یې له امیر لالایي سره هم لیدنه وشوه.

دا هغه افغان قومندان و چې پاکستانی کاروان یې درولی و. مدثر وویل کله چې یې امیر لالایي ته د هغې پېښې یادونه وکړه چې په کې د ده د پلار په ګډون پاکستاني کسان یرغمل شوي وو، نو هغه وویل: "موږ پر دې خبره پښېمانه یو او بښنه غواړو."