لبنان کې د اوربند هرکلی او لمانځنې
لبنان کې د اوربند هرکلی او لمانځنې
د اسرائیلو او لبنان ترمنځ لس ورځنی اوربند پلې کېدا سره، په بیروت او نورو ښارونو کې خلکو خوښۍ وکړې. ځینې هغه اوسېدونکي چې له خپلو کورونو تښتېدلي وو، بېرته یې ستنېدل پیل کړي او د هغو پلونو د بیارغونې چارې هم پیل شوې دي چې د جګړې پر مهال د اسرائیلو له لوري ویجاړ شوي وو.
په دې شپږ اوونیزه شخړه کې په لبنان کې له ۲،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له هرو پنځو کسانو یو یې بېځایه شوی دی. اسرائیل وايي چې د دوی دوه ملکي وګړي او ۱۳ پوځيان وژل شوي دي.



