ډونلډ ټرمپ د چین 'ډیپسیک' ټېکنالوژي امریکايي شرکتونو ته د 'خبرداري زنګ' وباله
د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین د مصنوعي ځیرکتیا "ډیپسیک" ټېکنالوژي د امریکا د ټېکنالوژۍ صنعت ته د خبرداري زنګ بللی دی.
ټرمپ دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې د "ډیپسيک" کمپنۍ د مصنوعي ځیرکتیا ماډل را څرګندېدو په والسټریټ کې ټکان رامنځته کړ.
د نویډیا په څېر د ټېکنالوژۍ برخې د سترو شرکتونو ونډې په چټکۍ د پرېوتلو په حال کې دي. د چېپونو دغه لوی شرکت د بازار د ارزښت له مخې نږدې ۶۰۰ میلیارد ډالر تاوان کړی.
له دې چینۍ ټېکنالوژۍ سره د مایکروسافټ او ګوګل په څېر امریکا کې د مصنوعي ځیرکتیا صنعت سره د تړلو شرکتونو د ونډو ارزښت هم راپرېوتی دی.
هغه څه چې د مصنوعي ځیرکتیا صنعت ته یې ټکان ورکړی د ډیپسیک دا ادعا ده چې ګوندې 'ار-۱' ماډل یې تر خپلو سیالانو ډېر ارزانه جوړ کړی. دا د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د واکمنۍ راتلونکې او پر دې ټېکنالوژۍ د امریکایي شرکتونو د پانګونې د کچې پلان له پوښتنو سره مخامخوي.
ډیپسیک له راوتلو یوازې یوه اوونۍ وروسته په متحدو ایالتونو کې د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو ډېر ډاونلوډ شوی وړیا اپلېکیشن شو.
د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي ټرمپ د چین لخوا د مصنوعيځيرکتیا صنعت برخه کې د دغه پرمختګ په اړه د پوښتنې ځواب کې ویلي، که دا ټېکنالوژي ارزانه کړي، نو د امریکا لپاره ښه ده.
هغه زیاته کړ چې دی د دې پرمختګ په اړه اندېښنه نه لري او دا چې امریکا به په دې ډګر کې یو برلاسی لوبغاړی پاتې شي.
څېړونکي ادعا کوي چې د ډیپسیک چټ روباټ پر جوړلو یوازې شاوخوا ۶ میلیونه ډالره لګښت شوی، سیالانو یې بیا پر دې ټېکنالوژۍ میلیاردونه ډالر لګولي. خو دا ادعا د مصنوعي ځیرکتیا د نورو غړو لخوا رد شوې.
ډیپسیک شرکت تېره ورځ اعلان وکړ چې د پراخو بریدونو له کبله د کارنو نوملیکنه د لنډ وخت لپاره محدودوي.
دا پرمختګونه داسې مهال دي چې تېره اوونۍ د مصنوعي ځيرکتیا "اوپن اېای" شرکت د هغو کمپنیو له ډلې سره یو ځای شو چې په امریکا کې یې د مصنوعي ځیرکتیا د زېربناو پر جوړولو د ۵۰۰ میلیارد ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.
د "اوپن اېای" یوه ستر ملاتړي، مایکروسافټ اعلان کړی چې د روان زېږدیز کال تر پایه به د مصنوعي ځيرکتیا پر اړوندو مرکزونو ۸۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
ډیپسیک چا جوړ کړی؟
د عکس سرچینه، Getty Images
دا شرکت په ۲۰۲۳ کال کې د چین د سویل ختیځ هانګزو ښار کې د لیانګ وېنفینګ لخوا جوړ شو.
د معلوماتي ټېکنالوژۍ او بریښنايي انجنیرۍ دغه ۴۰ کلن فارغ التحصیل، د ډیپسیک ملاتړ لپاره یو صندوق هم تاسیس کړ. هغه په دې وروستیو کې د صنعت له کارپوهانو سره د چین د لومړي وزیر لي کیچانګ په یوه غونډه کې لیدل شوی و.
ښاغلي لیانګ د ۲۰۲۴ کال جولای میاشت کې یوه مرکه کې وویل، د مصنوعي ځیرکتیا د پخوانۍ نسخې پر وړاندې یې غبرګونونو حیران کړی دی.
هغه وویل: "موږ تمه نه درلوده چې بیې به دومره حساسه مسله وي. موږ په ساده ډول خپل سرعت تعقیبوو، لګښتونه محاسبه کوو، او له مخې یې نرخونه ټاکوو."
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته