ساینسپوهانو د ماشومانو په دماغ کې اوږدمهاله زیان موندلی، ایا ملاریا یې لامل ده؟

د عکس سرچینه، Maria Natembo

د عکس تشریح، ماریا د خپل ماشوم ژوندي پاتې کېدو له کبله خوښه وه، خو وروسته ورته معلومه شوه، چې په ښوونځي کې له ستونزو سره مخامخ دی.
    • Author, ایزابیل شا
    • دنده, روغتیا-ډیجیټل نړیواله څانګه
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

جوزف ناتېمبو هغه مهال لا کوچنی ماشوم و چې له ملاریا ناروغۍ ژوندي پاتې شو. هغه وخت یې مور ماریا، چې ۵۴ کلنه ده، ډېره خوشحاله وه او باور یې درلود چې تر ټولو بده مرحله تېره شوې ده.

خو نږدې دوې لسیزې وروسته، دا ۱۸ کلن ځوان چې د یوګانډا دی، اوس له تعلیمي ستونزو سره مخ دی، او ډاکتران باور لري چې دا ستونزې کېدای شي له هغه ملاریايي ناروغۍ سره تړاو ولري چې دی په کوچنیوالي کې پرې اخته شوی و.

جوزف په ځانګړي ډول له ریاضیاتو سره ډېره ستونزه لري او شمېرې یې ''مغشوشوونکې'' بولي. د همدې ستونزو له امله نوموړی یو تعلیمي کال شاته پاتې شوی دی. د هغه مور د خپل زوی د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده او وېره لري چې د ښوونځي دا ستونزې به د هغه د دندې موندلو امکانات محدود کړي.

جوزف په یوګانډا کې له هغو ۱۴۰۰ ماشومانو یو و چې څېړونکو د اوږدمهاله ملاریا اغېزو پر عصبي او چلندیز پرمختګ (MIND) په نوم څېړنه کې وڅارل، چې د شدیدې ملاریا اغېزې څېړي.

نوې څېړنه چې د امریکا د طبي ټولنې په ژورنال (JAMA) کې خپره شوې، ښيي چې د جوزف تجربه، په ځانګړي ډول د ریاضیاتو ستونزې، ښايي غیر عادي نه وي، بلکې دا د هغو ماشومانو ترمنځ یو پراخ بهیر منعکسوي چې د دې ناروغۍ له سختو بڼو څخه ژوندي پاتې شوي دي.

''پټ زخم''

ملاریا د هغو پرازیتونو له امله رامنځته کېږي چې د مچانو له لارې انتقالېږي، او تر اوسه پورې د هغو کسانو پر زد‌کړو ددې ناروغۍ اوږدمهاله اغېزې چې ترې ژوندي پاتې کېږي، کافي نه دي څېړل شوي.

خو دې څېړنې موندلې چې هغه ماشومان چې په سخته ملاریا اخته کېږي، ښايي د دماغ زیان وویني، او دا زیان کولای شي د لومړنۍ ناروغۍ له تېرېدو ډېر کلونه وروسته د دوی پر زد‌کړو اغېز وکړي.

دا زیان د ''پټ زخم'' په څېر عمل کوي، دا خبره د څېړنې مشر لیکوال او د امریکا د انډیانا پوهنتون د ماشومانو د طب استاد، پروفېسر چاندي جان، کوي.

هغه وايي:

''کېدای شي ماشوم په لومړي نظر کې ښه ښکاره شي، خو ازموینې کولی شي د دماغ هغه پټ زیان څرګند کړي چې وروسته، په ټولګي کې، څرګندېږي.''

دا څېړنه په یوګانډا کې د پال بانګیرانا تر مشرۍ لاندې شوې، چې په کامپالا کې د میکريري پوهنتون د روان‌پوهنې مرستیال استاد دی. څېړونکو هغه ماشومان تعقیب کړل چې د شدیدې ملاریا له دوو ډولونو یې درملنه شوې وه.

ماشومان له ۲۰۰۸ کال راهیسې څارل کېدل، او له پخوانیو څېړنو څرګنده شوې وه چې یو شمېر یې د شدیدې ملاریا له اخته کېدو یو یا دوه کاله وروسته د ذهني کمزورۍ نښې ښودلې، چې فکر کولو او زدکړې ته زیان رسوي.

خو وروستۍ څېړنه ښيي چې دا اغېزې کېدای شي ډېرې اوږدمهاله وي.

وروسته له هغه چې دوی په مغزي ملاریا یا د ملاریا له امله د وینې سخت کمښت(انیمیا) اخته شوي وو، په ټولیزه توګه، ۹۳۹ ماشومان یو ځل بیا وارزول شول، چې ځینې یې ان تر ۱۵ کلونو وروسته هم وڅېړل شول.

مغزي ملاریا د دې ناروغۍ تر ټولو سخته بڼه ده. دا هغه وخت رامنځته کېږي چې اخته شوې وینې حجرې د دماغ په کوچنیو رګونو کې بندې شي، د وینې جریان محدود کړي او پړسوب رامنځته کړي.

دا حالت کولای شي د بې‌هوښۍ (کوما) لامل شي او ځینې وختونه ان د مړینې لامل هم کېږي. د وینې سخت کمښت ترڅنګ، چې هغه مهال رامنځته کېږي چې بدن د سرې وینې کافي حجرې نه تولیدوي، اټکل کېږي چې دا حالتونه هر کال تر دوو میلیونو پورې ماشومان اغېزمنوي، چې ډېری یې د صحرا سهيلي افریقا کې دي.

د معلوماتو ټیټه کچه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنې ښيي هغه ماشومان چې پر سخته ملاریا اخته شوي، د هغو همځولو پرتله کمزوري فعالیتونه لري، چې په دې ډول ملاریا نه دي اخته شوي.

په دې څېړنه کې ماشومان د ریاضیاتو، لوستلو، پاملرنې (تمرکز) او د عمومي فکري وړتیا له پلوه وازمویل شول.

په اوسط ډول، هغه ماشومان چې له سختې ملاریا ژوندي پاتې شوي وو، د هغو ماشومانو پرتله چې هېڅکله په دې ناروغۍ نه وو اخته شوي، د ای کیو نمرې یې شاوخوا له درې تر اوو درجو پورې کمې وې.

ډاکټره اډري جان، چې د فیلادلفیا د ماشومانو په روغتون کې د ساري ناروغیو مشره ده او په دې څېړنه کې یې برخه نه وه اخیستې (او له ډاکټر چاندي جان سره کومه خپلوي نه لري)، وايي:

''د یو ماشوم لپاره ښايي دا بدلون ډېر لوی نه ښکاري او د هغه پر ورځني ژوند ډېر اغېز و نه کړي، خو کله چې دا اغېزه په سلګونو زرو ماشومانو کې حساب کړو، نو ذهني زیان یې ډېر ستر کېږي.''

ان د زدکړې کوچني بدلونونه هم کولی شي د ماشوم پر راتلونکو کاري فرصتونو اغېز وکړي، او په پراخه کچه د یوې کورنۍ او ان د یو ټول هېواد پر اقتصادي تولید اغېز ولري.

هغې زیاته کړه:

''او د نړۍ نیمایي ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې ملاریا پکې شته، نو د نړۍ نیمایي ماشومان د دې ناروغۍ له خطر سره مخ دي.''

څېړونکو د پایلو پر ارزونه کې فکتورونه لکه اقتصادي ـ ټولنیز وضعیت او زدکړه په پام کې نیولي او یادونه یې کړې چې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي توپیر هم ښايي پر پایلو اغېز کړی وي. سره له دې، دوی وموندله چې هغه ماشومان چې په ملاریا اخته شوي وو، په ریاضیاتو کې یې د پام وړ کمزوری فعالیت درلود، د هغو ماشومانو پرتله چې په دې ناروغۍ نه وو اخته شوي.

خو د لوستلو وړتیا تر ډېره خوندي پاتې شوې وه او ډېر اغېزمنه نه وه.

پروفېسر چاندي جان وايي:

''د ریاضیاتو مهارتونه هغه څه دي چې ماشومان یې اړتیا لري تر څو د زد‌کړې بل پړاو ته ولاړ شي. نو ملاریا کولی شي د دوی پر دې وړتیا اغېز وکړي چې لوړو زدکړو، یا ان ثانوي ښوونځي ته دوام ورکړي.''

په ښوونځي کې ستونزې

د عکس سرچینه، Andrew Mbowa

د عکس تشریح، جوزف وايي، هیله من دی، چې د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته به یو کوچنی کاروبار پیل کړي.

له هغه مخکې چې جوزف ناروغ شي، ماریا، چې د څلورو ماشومانو مور ده وايي چې هغه یو ''عادي ماشوم'' و او ''له خپلو وروڼو او خویندو سره به یې لوبې کول خوښول''.

په ۲۰۰۹ کال کې، چې جوزف یوازې دوه کلن و، په شدیده تبه اخته شو او کانګې یې پیل کړې او وروسته یې تشخیص وشو چې هغه په مغزي ملاریا اخته شوی دی.

په هغه وخت کې، ماریا وېرېده چې کېدای شي زوی یې ژوندي پاتې نه شي، ځکه هغه پوهېده چې داسې ماشومان چې دومره سخت ناروغ شي، ډېر وخت ''له ژونده ځي''.

جوزف له څو اوونیو روغتون ته د تګ راتګ وروسته بېرته روغ شو.

خو کله چې هغه اووه کلن شو او لومړني ښوونځي ته لاړ، ستونزې راپیدا شوې.

ماریا وايي:

''هغه په ریاضیاتو کې ښه نه و. جمع، تفریق — دا ټول ورته ستونزمن وو.''

جوزف باور لري چې دا هماغه لامل دی چې ولې هغه په شمېرو پورې تړلي مضمونونه، لکه کېمیا او فزیک، هم سخت احساسوي.

ماریا وايي:

''د خپلو وروڼو او خویندو پرتله، چې ډېر ښه فعالیت لري، هغه ورسره سیالي نه شي کولی.''

د کلونو په اوږدو کې، د ښوونځي ښوونکو څو ځله ماریا ښوونځي ته وربللې ده، ځکه هغوی د جوزف د تعلیمي وضعیت په اړه اندېښمن وو. ان کله چې هغې په کور کې اضافي ښوونکي ورته ونیول، بیا هم جوزف وروسته پاتې کېده، ځکه د هغه تمرکز کمېده.

هغې وویل:

''هغه به سم نه کېناست… تمرکز به یې نه درلود.''

تمه کېږي د جوزف ځینې وروڼه او خویندې پوهنتون ته لاړ شي، خو ماریا وايي چې ښايي جوزف ته دا لاره ډېره سخته وي.

له دې هر څه سره سره جوزف وايي چې هیله لري له ښوونځي وروسته د موټرو د پرزو د خرڅلاو یو کوچنی کاروبار پیل کړي.

ساینسپوهان تر اوسه په بشپړه توګه نه پوهېږي چې مغزي ملاریا یا د وینې سخت کمښت څنګه کولی شي د ذهني وړتیاوو د کمزورۍ لامل شي.

دا څېړنه په پرېکنده ډول نه شي ثابتولی چې شدیده ملاریا حتماً د دماغ زیان رامنځته کوي، خو دا ښيي چې د دې ناروغۍ او د اوږدمهاله فکري او تعلیمي ستونزو ترمنځ یو قوي تړاو شته.

د مطالعې په بل پړاو کې به څېړونکي د ایم ار ای دماغي سکینونو څخه ګټه واخلي، چې دا وڅېړي چې دا انتان د دماغ پر بېلابېلو برخو څه اغېز کوي.

پخوانیو څېړنو ښودلې چې شدیده ملاریا کولی شي د فلج کېدو، د حرکي وړتیاوو د کمزورۍ، او د سترګو او حرکاتو د همغږۍ د ستونزو لامل شي.

دا ناروغي همداراز له تشنجونو، د لېد له لاسه ورکولو، د چلند ستونزو، او د پاملرنې د کمښت او زیات‌فعالۍ له اختلال (ADHD) سره هم تړاو لري.

یوه نړیواله ستونزه

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې پر ملاریا په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۸۲ میلیونه کسان اخته شوي او نږدې ۶۱۰ زره کسان یې مړه کړي دي، چې دا شمېر د تېر کال له ۵۹۸ زره مړینو زیات دی.

ډېری مړینې د افریقا په وچې کې د کوچنیو ماشومانو ترمنځ رامنځته کېږي.

که څه هم د دې پېړۍ له پیل راهیسې د ملاریا له امله د مړینو په کمولو کې پرمختګ شوی، خو په وروستیو کلونو کې دا پرمختګ درېدلی دی.

سره له دې چې ۴۷ هېوادونه له ملاریا پاک تائید شوي، خو ځینې نور هېوادونه لکه اېتوپیا، مډاګاسکر، افغانستان او یمن د ملاریا د پېښو له زیاتوالي سره مخ دي.

ډبلیو ایچ او وایي چې د دې ناروغۍ بیا راڅرګندېدل تر یوې اندازې پورې د اقلیم بدلون له امله دي، ځکه چې د تودوخې او لندبل زیاتېدلو هغه شرایط برابر کړي چې مچان پکې ښه وده کوي، او ناروغي‌لېږدونکي حشرات یې هغو سیمو ته رسولي چې پخوا اغېزمنې نه وې.

همداراز د ملاریا د درملنې او د پرازیت د له منځه وړلو لپاره کارېدونکو عامو درملو پر وړاندې د مقاومت زیاتوالی، او په نړیواله کچه د مالي ملاتړ کمښت هم د دې ستونزې له اساسي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

لکه څنګه چې ملاریا نويو سیمو ته خپرېږي، کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا به هغه لوی نفوسونه له خطر سره مخ کړي چې لا یې د ملاریا پر وړاندې طبیعي معافیت نه دی رامنځته شوی، او ښايي د ناروغۍ له سختو بڼو سره مخ شي.

پروفېسر چاندي جان وايي:

''د سوېل ختیځې اسیا په ځینو برخو کې موږ په تنکیو ځوانانو او ځوانانو کې د سختې ملاریا ډېرې پېښې وینو.

هغوی لا هماغه اندازه معافیت نه دی رامنځته کړی.''

وروسته به څه پېښېږي؟

د ملاریا دوه واکسینونه، چې پکې RTS,S واکسین هم شامل دی، معرفي شوي دي. د دې موخه دا ده چې د صحرا سهيلي افریقا په ماشومانو کې د ملاریا د سختو بڼو مخه ونیسي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر میاشتې پورې، له ۴۰ میلیونو څخه ډېرې د واکسین خوراکونه ۲۴ افریقایي هېوادونو ته رسول شوي دي.

ډاکټره اډري جان وایي:

''دا ډېره د خوښۍ خبره ده چې موږ دا نوې مخنیوي کوونکې درملنې لرو او د ماشومانو ژوند ژغورو، خو دا بسنه نه کوي. موږ نه شو کولی همدلته ودریږو. باید لا ډېر ښه کار وکړو، چې هغه میلیونونه کسان هم وساتو او درملنه یې وکړو چې لا مخکې په دې ناروغۍ اخته دي.''