تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت: هرات کې پر ولسي وګړو نامعلومو وسله والو برید کې ۷ کسان وژلي او ۱۳ ټپیان دي
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د طالبانو حکومت چارواکو ویلي هرات کې پر ولسي وګړو د ناپېژاندو وسله والو برید کې یو شمېر کسان مړه او ژوبل شوي دي. بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي ۱۲ مړي روغتون ته وړل شوي.
د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ولایتي مشر احمد الله متقي بي بي سي ته ویلي چې د هرات حوزوي روغتون ته د دوه مېرمنو په ګډون ۱۵ ټپیان او څلور مړي د پېښې له ځایه ور وړل شوي.
هغه وویل "د یوې ترهګریزې پېښې په ترڅ کې، وسلهوالو کسانو پر هغو اوسېدونکو ډزې کړي چې د تفریح لپاره د انجیل ولسوالۍ د دهمهري کلي ته تللي وو."
ښاغلي متقي ویلي یو مشکوک کس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. د طالبانو حکومت دغه چارواکی وايي، برید د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ په دهمهری نومې سیمه کې چې تر ډېر شیعه مذهبه وګړي په کې مېشت دي، شوی دی. دغلته د شیعه مسلمانانو یو زیارت هم دی چې ډېر خلک یې په ورځني ډول لیدو او دوعا ته ورځي.
پېښه په ځايي وخت له غرمې وروسته د ۳ بجې په شاوخوا کې شوې ده.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع بي بي سي ته ویلي، " نن ماسپښین، د هرات ولایت اړوند انجیل ولسوالۍ د قبرزون کلي یوه سیل ځای ته نږدی په موټرسایکل سپاره ناپیژانده وسلهوال کسان ورغلي، او هلته یې پر شته ولسي وګړو چی معمولا د جمعي ورځې په رخصتي کی یاد سیل ځای کې را ټولېږی ډزې کړي. لومړني معلومات ښيي چې ۷ تنه شهيدان او ١٣ نور ټپیان دي چې د ځینو ټپیانو وضعیت وخیم ښودل شوی."
ځینو سیمه ییزو رسنیو د مرګ ژوبلې شمېر لوړ ښودلی.
ځايي خلک څه وايي؟
له پېښې وروسته د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده. ځايي خبریالانو ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې چې د پېښې ځای ته ورشي.
ځايي خلکو بي بی سي ته ویلي، دغه کسان چې د سید محمد اقا زیارت ته تللي وو، پر لاره څلورو کسانو چې پر دوو موټر سایکلونو سپاره وو، یو ځای ټول کړي او بیا یې پرې د ماشینګڼو ډزې کړې دي.
د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو د یوه شکمن کس د نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، پېښه کې د لاس لرونکو په نیولو پسې یې عملیات ګړندي کړي دي.
انجیل ولسوالي د هرات له ښاره پنځه کیلو مټره وړاندې د هریرود پر غاړه پرته ده. دا د خپل ډول کمسارې پېښه ده چې په دغه ولسوالۍ کې یې رپوټ ورکول کېږي.
تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو په تېر کې دا ډول بریدونه اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې ته منسوب شوي دي.
دغه ډلې ډېر کله د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر شیعه مذهبو وګړو د بریدونو مسولیت ته منلی دی.