چين کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اوو ورځنيو مذاکراتو کې څه تېر شول؟

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان ترمنځ په چين کې د تېرو اوو ورځو راهیسې روانو مذاکراتو کې مثبتې نښې لیدل شوي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه ویناپاڼه کې ويلي چې دواړه هېوادونه د کړکېچ د پاى ته رسولو لپاره د يوه ټولیز حل پر موندلو همغږۍ ته رسېدلي دي.

پاکستان د امريکا او ايران ترمنځ د اوربند په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی، بل لور ته بيا چين د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې شخړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کړی او د دغو مذاکراتو په لاره د بریا لپاره یې هر اړخیزې هڅې کړي چې له مخې یې د دواړو هېوادونو پلاوي خبرو ته کېناستل. د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ وړاندې هم خبرې شوي، خو دا ځل هڅې او خبرې اترې مثبتې بلل کېږي.

د پاکستان-افغانستان مذاکرات: چين څه ويلي؟

دا خبرې د تېرو اوو ورځو راهیسې د چين په ارومچي کې روانې وې چې د پاکستان او افغانستان پلاوو پکې ګډون درلود. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې "ماو نینګ" په يوې خبري ناسته کې وويل: "افغانستان او پاکستان د هغه کړکېچ د بشپړ حل پر موندلو هوکړې ته رسېدلي چې د تېر کال په اکټوبر کې پیل شوی و." هغې زیاته کړه چې دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې له داسې ګامونو ډډه وکړي چې وضعیت نور هم ناسازه او پېچلی کړي.

د پاکستان "نرم او ګرم" دریځ

پاکستان تر اوسه د دې خبرو اترو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی او چوپتیا یې غوره کړې ده. یوه پاکستاني خبریال او شنونکي "حسن خان" بي بي سي ته ویلي چې په دغو مذاکراتو کې د لوړې کچې چارواکو ګډون نه درلود، خو په کابل او اسلام‌اباد کې د چین د سفیرانو لیدنې له افغان او پاکستاني چارواکو سره د ښو هیلو څرګندونه کوي. بل لور ته، د پاکستان د کور کمانډرانو په وروستۍ غونډه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د "غضب للحق" په نوم عملیات به د ترهګرو د پناه ځایونو تر بشپړ ویجاړېدو پورې دوام ولري. د شنونکو په وینا، د پاکستان اصلي غوښتنه دا ده چې له افغان خاورې د پاکستان ضد کار واخیستل شي. د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې افغان خاوره د هیڅ هېواد پر خلاف نه کارېږي او نه به یې چا ته د کارولو اجازه ورکړي.

د افغانستان دریځ: "مذاکرات مثبت وو"

افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په چین کې له پاکستان سره خبرې اترې مثبتې وې او پرمختګ پکې شوی دی. د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هیله ښودلې چې واړه اختلافات به د خبرو اترو په بهیر کې خنډ نه شي.

قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین هم ویلي چې د دوی معلومات ښيي، دا ناستې ګټورې وې.

افغان شنونکی سمیع یوسفزی وايي چې د پاکستان له خوا له سختو بریدونو وروسته، دا ځل د دواړو لورو د پلاوو چلند یو بل ته ډېر نرم او مثبت و.

دا مذاکرات به څومره ګټور وي؟

که څه هم کومه رسمي ویناپاڼه نه ده خپره شوې، خو پاکستان کې ځايي خبریال"رفعت الله اورکزئی" وايي چې اووه ورځې پرله‌پسې خبرې ښيي، دواړو لورو په بشپړ تفصیل خپل دریځونه څرګند کړي دي. د پاکستان لویه غوښتنه دا ده چې افغان طالبان باید "تحریک طالبان پاکستان" (TTP) په رسمي ډول ترهګره ډله اعلان کړي او مرکزونه یې بند کړي. افغانستان کې د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او دا چې دوی د ترهګرۍ تعریف د خپلو ملي ګټو پر بنسټ کوي "نه د پاکستان د غوښتنې له مخې چې یو چا دې ترهګر وویل شي."