کونړ کې د سرو زرو لټون
کونړ کې د سرو زرو لټون
د کونړ د غازياباد په یوه غرنۍ سیمه کې سلګونه کسان د سرو زرو په لټون بوخت دي.
دوی وايي دا یې د کار او نفقې موندلو یوازنۍ لار ده.
د هندوکش غر د لمنې دا ځای ډیورنډ کرښې ته څېرمه پروت دی، چې په دې وروستیو کې ترې د نښتو رپوټونه هم ورکول کېږي.
افغانستان که څه هم پر طبیعي زېرمو بډای دی، خو د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه بیا هم پکې لوړه ده.
دا زېرمې تر ډېره د تېرو څو لسیزو جګړو له کبله نه دي راسپړل شوې، او اوس هم کارونه په پخواني دودیز ډول مخ ته ځي.