د پاکستاني پوستو ډزو د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو لارې تړلې دي

د پاکستاني پوستو ډزو د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو لارې تړلې دي

له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته تللې لار د خلکو تګ راتګ پرمخ تړل شوې.

د نورستان والي‌ قاري زین العابدین عابد وايي، پر ډیورنډ کرښه چترال کې د پاکستان پوستې پر دغه سړک پرلپسې ډزې کوي او له همدې امله تړلې‌‌ پاتې ده.‌

همکار مو حفیظ الله معروف ښاغلی عابد پوښتلی چې ولې دغه لار د خلکو پرمخ نه شي پرانیستی او هلته پرتو خلکو ته خوراکي‌ توکي څنګه رسول کېږي؟