د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د سېلابونو زیانونه

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د سېلابونو زیانونه

د پسرلي له پیل سره د افغانستان په لروبر کې د سېلابونو نوې څپې پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. تر اوسه د ۴۸ مړو او ۷۳ نورو د ژوبلېدو رپوټونه ورکړل شوي دي، خو دا وروستۍ شمېرې نه دي. ورته مهال زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او لسګونه کیلومتره سړکونه هم د وروستیو طوفاني ورښتونو او سېلابونو ویجاړ کړي دي. بي بي سي د افغانستان په څو ولایتونو کې د ګڼو ولسوالیو له اوسېدونکو او چارواکو سره خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې پراخ زیانونه یې اړولي دي. چارواکو خبرداری ورکړی چې خلک دې ځانونه خوندي کړي.