"د شاپور ځدراڼ حالت ښه نه دی، خو ډاکټران هېله من دي"

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان کرېکټ لوبغاړی شاپور ځدراڼ
    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • رپوټ له:, لندن
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان د کرېکټ د پخواني تېزتوپ اچوونکي شاپور ځدراڼ روغتیايي وضعیت که څه هم ډېر خراب ښودل شوی خو کورنۍ او ډاکتران یې وايي "هيله‌من دي چې روغتیا به یې ښه شي".

شاپور له تېرو نږدې درېیو میاشتو راهیسې د هندوستان د پلازمېنې ډيلي په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د ده کشر ورور غمی ځدراڼ چې په ډیلي کې دی، بي‌بي‌سي ته وویل چې "ډاکټرانو د ښه کېدو ډاډ ورکړی دی".

شاپور ځدراڼ له یوې داسې کمسارې ناروغۍ کړېږي چې د ناروغیو پر وړاندې د انسان د بدن مقاومت ورسره له منځه ځي.

دا ناروغي د Hemophagocytic Lymphohistiocytosis یا (اېچ‌اېل‌ایچ) په مخففاتو پېژندل کېږي. دا یوه داسې ناروغي ده چې که په وخت یې درملنه و نه شي نو وژونکې ثابتېدی شي.

شاپور ځدراڼ چې د جولايي په میاشت کې به ۳۹ کلن شي، د دې ناروغۍ له پرمختللې بڼې سره مخامخ دی، او له تېرو څو میاشتو را په دېخوا د ډیلي په یوه روغتون کې یې درملنه روانه ده.

شاپور ځدراڼ د کرېکټ په۸۰ نړیوالو لوبو کې د افغانستان استازولي کړې ده. په دې کې ۴۴ یو ورځنۍ او ۳۶ یې ۲۰ اوریزه لوبې دي.

د اېچ‌اېل‌ایچ ناروغي په عمومي ډول کوچنیانو کې وي، خو هغه لویان هم ورسره مخامخ کېدی شي چې د بدن مقاومت یې کمزوری او یا یې په تېر کې د سرطان ناروغي تېره کړې وي.

شاپور له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۰ کاله پورې افغانستان لپاره لوبې کړي؛ کله به چې دی په ډګر کې توپ‌اچونې ته راتلو نو د خپلې دنګې ونې او اوږدو وېښتانو له امله یې په مېدان کې شتون هرې خوا ته حس کېده.

شاپور لومړی د تېر کال په اکتوبر میاشت کې سخت ناروغه شو او د جنورۍ په میاشت کې د ډاکټرانو په مشوره هندوستان ته ولېږدول شو.

د شاپور ځدراڼ کشر ورور غمی ځدراڼ چې په کاناډا کې اوسیږي او اوس ډیلي کې دی، بي‌بي‌سي ته وویل، هیله لري چې ورور به یې ښه شي. ده زیاته کړه، "دا یوه سخته ناروغي ده خو ډاکټرانو ډاډ راکړی دی چې وخت تېرېدو سره به یې په حالت کې ښه‌والی راځي".

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، شاپور ځدراڼ د بال اچولو پر مهال

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند نسیم سادات بي‌بي‌سي ته ویلي دي چې د کرېکټ بورډ مشر مېرویس اشرف هندوستان کې د هغه پوښته کړې ده. ده زیاته کړه "کرېکټ بورډ او نورو لوبغاړو هغه سره مالي مرسته هم کړې ده، او هیله لري چې په بشپړه توګه به روِغ او جوړ شي".

د افغانستان د کرېکټ بېلابېلو لوبغاړو هر یو راشد خان، اصغر افغان، الله محمد غضنفر او نور د هغه پوښتنې ته ورغلي دي.

غمي ځدراڼ وویل چې د هندوستان ویزو په ترلاسه کولو کې کرېکټ بورډ، راشدخان، اصغر افغان اونورو مرسته کړې چې دی یې منندوی دی. ده زیاته کړه "چې دوی تر بل هر څه زیات دعاوو ته اړتیا لري".

غمي ځدراڼ وویل، " دا مهال شاپور ډېرې کمې خبرې کوي او اکثره وېده وي". ده زیاته کړه، شاپور نزدې ۱۴ کېلو وزن هم له لاسه ورکړی دی. ده د شاپور ځدراڼ له مینه‌والو وغوښتل چې په دعاوو کې یې هېر نه کړي.

شاپور ځدراڼ یو ۱۵ کلن زوی لري او دی په خپلو څلورو وروڼو او شپږو خویندو کې تر ټولو مشر دی.