مجاهد: مولانا فضل الرحمان د کابل او اسلام اباد ترمنځ مهم رول لوبولی شي
د عکس سرچینه، taliabn
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، د پاکستان جمعیت علما اسلام مذهبي او سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان یې ځکه کابل ته بللی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ناسم پوهای له منځه یوسي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان ملي راډيو ټلویزیون سره خبرو کې ویلي چې ښاغلی فضل الرحمان په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.
نوموړی زیاتوي: " د پاکستان د جمعیت علما اسلام رهبر ته بلنه ورکړل شوې چې کابل ته راشي، طبعا د افغانستان د خلکو او امارت اسلامي نیت او اراده کولای شي د ناسمو تبلغاتو په اړه د پاکستان خلکو ته پوهاوی ورکړي."
د طالبانو ویاند دا هم وايي دوی به له دې لارې د پاکستان له خلکو سره ځینې واقعیتونه شریک کړي.
د طالبانو حکومت وروسته له هغې کابل د مولانا فضل الرحمان د سفر په اړه وضاحت ورکوي چې د نوموړي سفر له وړاندې د پخوانيو چارواکو، عامو خلکو او ان ځینو طالب پلوه کسانو له غبرګونو سره مخ دی.
په دې منځ کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل لیکلي چې پخواني حکومت دغه پاکستاني سیاست وال او مذهبي مشر ته د دې لپاره "میلیونونه" ډالر ورکړي وو چې له خپل رول نه په ګټې ځینې طالب مشران له دوی سره د سولې خبرو ته راضي کړي.
د عکس سرچینه، MEHWAR
بي بي سي ددې تورونو په اړه د مولانا فضل الرحمان له نږدې کسانو سره اړيکه ونیوه خو د هغوی په ځواب تر لاسه کولو بریالي نه شو.
د پاکستان جمعیت علما اسلام سیاسي او مذهبي ګوند مشر ته بلنلیک په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر د شنبه په ورځ سپارلی وو.
جمعیت علما اسلام ګوند په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې دواړو لورو په دې لېدنه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو خبرې کړې دي او وایي:"ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي."
وړاندې یو شمېر نورو پاکستانيو رسنیو بیا لیکلي وو چې مولانا فضل الرحمان د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب کوي.
د عکس سرچینه، MOFA
ښاغلي ټام وېست هغه وخت لیکلي وو چې د پاکستان د پوځ له مشر، د بهرنیو چارو وزیر او د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په ګډون چارواکو سره یې د پاکستاني طالبانو غورځنګ له خوا دغه هېواد ته د سختو امنیتي ننګونو او همدا راز د افغان کډوالو په ګډون موضوعاتو خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت یا په اسلام اباد کې افغان سفارت او دارنګه پاکستاني لوري ددې نوي پرمختګ په اړه څه نه دي ويلي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته