ایران د عراق شمال کې پر ایراني کردانو بریدونه پراخ کړي
د عکس سرچینه، Matthew Goddard / BBC
- Author, اورلا ګیرین وياروسلاف لوكيف
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د ایران پوځ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې یې د ایراني کردانو مرکزونه په نښه کړي دي. دا ګام په ایران او عراق دواړو کې پر کردي سیمو د بریدونو د زیاتوالي ښکارندویي کوي.
د ایران دولتي رسنیو د پوځ له قوله ویلي چې دوی په "عراقي کردستان کې د انقلاب ضد کرد ډلو پر مرکزونو درې توغندي وار کړي دي."
تهران په عراق کې پر ایراني کرد ډلو خپل بریدونه په داسې حال کې زیات کړي چې اټکل کېږي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي دا ډلې د ایران پر ضد جګړه کې ورمخکې کړي. دا هرڅه داسې مهال دي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه لا هم دوام لري.
بي بي سي ته معلومه شوې چې د سې شنبې او چهارشنبې پر ورځو د دوو جلا مخالفو کرد ډلو پر اډو د ایران په بریدونو کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي. بي بي سي د دغو بریدونو ځایونه له نږدې لیدلي دي.
پر یوې اډې د چهارشنبې پر ورځ په ځايي وخت ۱۱:۰۰ بجې یو بالستیک توغندی لګېدلی، چې څلور تنه کرد "پېشمرګه" جنګیالي یې ټپیان کړي او یو تن یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. د اډې یوه ودانۍ په بشپړه توګه له ځمکې سره هواره شوې او د چاودنې له امله یوه لویه کنده هم جوړه شوې ده.
د عکس سرچینه، Matthew Goddard / BBC
د "ایران د کردستان ډیموکراټ ګوند" په یوه بله اډه کې، بي بي سي د سې شنبې پر ورځ د دوو ډرون الوتکو د برید نښې ولیدلې چې ویل کېږي یو ولسي وګړی په کې ټپي شوی دی.
د دغه ګوند یوه لوړپوړي سیاسي مشر بي بي سي ته وویل، هغه باور لري چې کردان به ډېر ژر د ایران په خاوره کې دننه جګړه پیل کړي، خو د دې کار لپاره یې کره وخت ونه ښود. هغه همدارنګه د هغو راپورونو په اړه له تبصرې ډډه وکړه چې وایي ټرمپ په وروستیو ورځو کې د دغه ګوند له مشر سره خبرې کړې دي.
حسن، یو ۲۵ کلن جنګیالی چې کلاشینکوف یې په لاس کې و، وویل چې دی ډېر لېواله دی ایران ته د ازادۍ لپاره جګړې ته ولاړ شي. هغه زیاته کړه: "موږ تر بل هر وخت خپلې موخې ته نږدې یو."
په ایران کې د بریتانیا پخواني سفیر، سر سیمون ګاس، ایران د "بېلابېلو قومونو یوه ګډوله" او ټوټه ټوټه ټولنه وبلله چې اصلي مرکز چې پارس، کردان، بلوڅان، عرب او اذري لږکي هم په کې شامل دي. هغه د بي بي سي څلورمې راډیو ته وویل: "که امریکا او اسرائیل یوه لاره ومومي چې دا ډلې د نظام پر ضد وسله وال پاڅون ته وهڅوي، نو دا به د حکومت لپاره یوه بله لویه ستونزه وي چې ورسره مخامخ کېدل به یې خورا سخت وي."
هغه زیاته کړه چې د دغو ډلو په منځ کې کرد ډلې تر ټولو ډېر چانس لري، ځکه امریکایانو له کلونو راهیسې له کردانو سره اړیکې ساتلې دي. که څه هم سپینې ماڼۍ تر اوسه د کردانو وسله وال کول رد کړي، خو داسې راپورونه شته چې کرد ډلې د نظام پر ضد وسلې اخیستلو ته چمتووالی نیسي. ګاس یادونه وکړه چې کرد جنګیالي "سپکې وسلې" لري او په عادي حالت کې د ایران د منظم پوځ پر وړاندې مقاومت نه شي کولی، خو که د نورو هېوادونو د ځانګړو ځواکونو او هوایي ملاتړ مرسته ورسره وي، نو وضعیت بدلېدلی شي.
د اټکل له مخې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونو پورې کردان په هغو غرنیو سیمو کې ژوند کوي چې د ترکیې، عراق، سوریې، ایران او ارمنستان ترمنځ وېشل شوې دي. کردان په منځني ختیځ کې څلورم لوی توکم دی، خو تر اوسه یې خپلواک دولت نه دی ترلاسه کړی.
کردان د ایران د ۸۴ میلیونه وګړو شاوخوا ۱۰ سلنه جوړوي، چې ډېر یې سني مسلمانان دي او د هېواد په شمال لوېدیځو برخو کې ژوند کوي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې ایراني کردان له اوږدې مودې راهیسې له "ژور تبعیض" سره مخ دي او ټولنیز، سیاسي او کلتوري حقونه یې ځپل شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته