کيېف کې د ډزو او يرغمل نيونې پېښه کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي او څو نور ټپيان دي
د عکس سرچینه، Reuters
اوکراييني چارواکي وايي په پلازمېنه کيېف کې د ډزو او یرغمل نيونې په يوه پېښه کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
پېښه د اوکرايين په جنوب کې د هولوسيوفسکی په سمه کې رامنځته شوې ده. د اوکرايين د کورنيو چارو وزير ايهور کلېمېنکو په وینا یوه ځايي اوسېدونکي پر سړک تلونکو پلیو خلکو ډزې کړې او وروسته یې یو شمېر نور هلته نژدې مارکېټ کې يرغمل کړي دي.
نوموړی وايي، بریدګر د پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی. د دغه برید او يرغمل نيونو د انګېزې په اړه لا معلومات نه دي په ډاګه شوي.
د برید په ترڅ کې د قربانيانو شمېر هم لا په بشپړه توګه نه دی روښانه شوی خو د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي ويلي، د یوه ۱۲ کلن هلک په ګډون ۱۴ تنه ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړې، د لارې پر سر څلور کسان وژل شوي دي. یوې مېرمنې چې په ظاهرا د شاوخوا ۳۰ کلونو ښکاري وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. بریدګر يو يرغمل هم وژلی دی.
کلېمېنکو ويلي، د پولیسو مذاکراتي ډله شاوخوا ۴۰ دقیقې له بریدګر سره په خبرو بوخته وه.
نوموړی وايي، "موږ هڅه وکړه چې هغه قانع کړو، پوهېدو چې هلته يو ټپي کس هم شته دی." هغه ويلي چې بریدګر کومې غوښتنې نه وې کړې.
د چارواکو په وینا وروسته له هغه چې بریدګر يرغمل کس وواژه د هغه د له منځه وړلو امر ورکړل شو.
ويل کېږي څلور تنه يرغمل وروسته وژغورل شول.
د اوکرايين څارنوال روسلان کراوچينکو، بریدګر ۵۸ کلن کس ياد کړی چې په وینا یې د روسيې له پلازمېنې مسکو څخه کيېف ته تللی و او په دې پېښه کې یې له اوتومات وسلې کار اخيستی دی.
چارواکي وايي، د بریدګر له خوا کارول شوې وسله په رسمي توګه ثبت شوې وه. د اجازې ورکولو د شرايطو او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
زيلېنسکي ويلي، بریدګر په ختيځ دونيڅک سيمه کې ژوند کاوه چې ډېره برخه یې د روسيې تر اشغال لاندې ده.
نوموړي دا هم ويلي، مخکې له دې چې بریدګر ډزې پيل کړي په خپله ودانۍ کې یې اور لګولی و.
سره له دې چې کيېف د روانې جګړې پر مهال په دوامداره توګه د روسيې له خوا تر بریدونو لاندې راځي خو په ښار کې دا ډول د ډزو پېښې کمسارې دي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته