اتحاد هوايي شرکت د ابوظبي او کابل ترمنځ‌ ورځنۍ الوتنې پیلوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه مسافر چې مستقیم د کابل او ابوظبي ترمنځ سفر کوي او هغه کسان چې د اتحاد د نړیوالې شبکې له لارې نورو ځایونو ته ځي د دې پروازونو د زیاتېدو غوښتنه کړې.
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د متحده عربي امارات ملي هوايي شرکت اتحاد "ایرویز" اعلان کړی چې د ابوظبي او کابل ترمنځ خپلې الوتنې به د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې، یعنې شل ورځې وروسته، ورځنیو الوتنو ته زیاتوي.

دغه شرکت وایي دا پرېکړه د روان کال په پیل کې د دې لارې له بریالي پیل وروسته د لوړې تقاضا په ځواب کې شوې ده.

دا مهال ۱۲ نړیوال هوايي شرکتونه کابل ته الوتنې لري.

کابل کي د بي بي سي خبریال ببرک احساس وایي، د اتحاد هوايي شرکت خپلې الوتنې د ابوظبي او کابل ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر شلمه په اونۍ کې له څلورو الوتنو سره پیل کړې.

اوس دا شرکت وايي د دوی خدماتو د مسافرو له پاموړ هرکلي سره مخ شوي دي.

هغه مسافر چې مستقیم د کابل او ابوظبي ترمنځ سفر کوي او هغه کسان چې د اتحاد د نړیوالې شبکې له لارې نورو ځایونو ته ځي د دې پروازونو د زیاتېدو غوښتنه کړې.

دا مسیر په چټکۍ د افغانستان او اماراتو ترمنځ یوه مهمه نښلوونکې کرښه ګرځېدلې ده.

د شرکت په وینا، مسافر کولای شي د زاید نړیوال هوايي ډګر له لارې په اسانۍ د اروپا او شمالي امریکا ښارونو لکه لندن، فرانکفورت، شارلوټ، ټورنټو او واشنګټن ته ځانونه ورسوي.

متحده عربي امارات د خلیج په سیمه کې د لکونو افغانانو کوربه ده او سلګونه زره افغانان په دغه هېواد کې ژوند او کار کوي.

د اتحاد، فلای دوبی او "ایر اربیه" له خوا د ورځنیو الوتنو زیاتوالی دا اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لا پیاوړې کوي.

د اتحاد هوايي شرکت د عوایدو او سوداګریزو چارو مشر " اریکی دی" ویلي: "د مارچ له میاشتې راهیسې چې موږ کابل ته الوتنې پیل کړې، موږ د افغانستان، اماراتو او نورو سیمو ترمنځ د مسافرو له لوري پیاوړې او دوامداره تقاضا لیدلې ده. د دې خدماتو ورځنیو الوتنو ته لوړول موږ ته دا امکان راکوي چې مسافرو ته لا زیات سهولت برابر کړو، په داسې حال کې چې د بهر مېشتو افغانانو اړیکې پیاوړې کوو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ودې ملاتړ هم کوو".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت ویلي د افغانستان ټول نړیوال او کورني هوايي ډګرونه پر وخت او مناسب خدمات وړاندې کوي او الوتنې د پخوا په څېر روانې دي.

په ورته وخت کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د دې هېواد هوايي حریم تړل شوی او ځینې الوتنې د افغانستان فضا ته اوښتي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي په وروستیو اونیو کې د افغانستان له اسمانه د تېرېدونکو الوتنو شمېر زیات شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت ویاند حکمت الله آصفي بي بي سي ته ویلي چې د ایران د هوايي حریم تړل کېدل د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتنو د زیاتوالي لامل شوي دي.

تر دې مخکې، د طالبانو حکومت چارواکو بي بي سي ته ویلي وو چې د افغانستان له فضا له هرې تېرېدونکې الوتنې ۷۰۰ ډالره فیس اخیستل کېږي.

د دې وزارت ویاند ویلي د افغانستان ټول نړیوال او کورني هوايي ډګرونه پر وخت او مناسب خدمات وړاندې کوي او الوتنې د پخوا په څېر روانې دي.