تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کراچۍ د ګلپلازا په اورلګېدنه کې د وژل شویو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی؛ لسګونه کسان بېدرکه دي
چارواکي وايي، د پاکستان د کراچۍ د صدر سیمې یوه ستر پلورنځي (ګلپلازا) کې اوړمه شپه لګېدلی اور لا هم په بشپړ ډول نه دی کنټرول شوی.
د سند اعلی وزیر ویلي، لا هم د دغه پلورنځي په شاوخوا ۱۰ سلنه برخه کې اور لګېدلی دی.
له دې سره ۱۱۲۲ ژغورندویه ډله وایي، په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو تایید شوی شمېر ۲۲ ته پورته شوی او لسګونه نور بېدرکه دي.
په وژل شویو کې یو تن د کراچۍ میټروپولیټن کارپورېشن (کېاېمسي) اور وژونکی دی.
تر دې مخکې د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب ویلي وو چې ګلپلازا کې لګېدلی اور کنټرول شوی.
هغه تېره شپه وویل، د ژغورنې ډلې توانېدلې چې پلازا ته ننوځي.
د سند د اعلی وزیر مراد علي شاه په وینا دا چې په پاکستان کې د ودونو موسم او د اوونۍ د پای رخصتي وه، نو د يکشنبې پر شپه پلازه کې ګڼه ګوڼه ډېره وه.
ویل کېږي په بېدرکه شویو کې شپږ تنه د یوې کورنۍ غړي دي چې واده ته د سودا اخیستلو لپاره دې پلازا ته تللي وو.
یوه سپین ږېري چې د پلازا مخې ته ولاړ و، بيبيسي ته ویلي تری تم شوې د ده خورزه، د هغې درې لوڼې، لمسۍ او زوی دي.
هغه وویل دوی پرون واده ته د سودا پېرلو لپاره ګلپلازا ته راغلي وو: "ټول د یوې کورنۍ غړي دي، خپل کور یې قلف کړی و، اوس به د دوی د کور قلف څوک خلاصوي، یوازې خدای پوهیږي."
ځايي هیټویوالو او عیني شاهدانو ویلي، په اورلګېدنه کې له ۴۰۰ ډېر دوکانونه په بشپړه توګه سوځېدلي.
په سند کې د ۱۱۲۲ ژغورندویه ډلې ویاند احسان الحسیب بيبيسي ته ویلي، چې دغه "خورا شدید اور" صدر سیمه کې پر شاوخوا ۸۰۰۰ متر مربع ساحې پرتو ودانیو کې لګېدلی او دا چې "په بشپړه توګه یې د وژلو چارې له یوې تر دوو ورځو اخیستی شي."
هغه زیاته کړې چې په ګلپلازا کې ۱۲۰۰ دوکانونه وو چې د تخت د پلاستیکي توشکو، رختونو، غالیو او عطرو په څېر په چټکۍ سوځېدونکي توکي پکې پلورل کېدل.
احسان الحسیب وايي، د دې سیمې ودانۍ ډېرې زړې دي او د اور لګېدو له کبله یې د نسکورېدو خطر هم شته.
د نوموړي په وینا د ژغورنې او اور وژنې چارې له همدې کبله سوکه او په احتیاط په مخ ځي.
د پاکستان د سمندريځواک د اور وژنې ډلې هم له ۱۱۲۲ ژغورندویه ډلو سره مرسته کوي.
کراچۍ بندر کې اورلګېدنه
د یادونې ده چې تر دې یوه ورځ ورمخکې (جمعه د جنورۍ ۱۶مه) د کراچۍ بندر کې هم اورلګېدلی و.
په هغې اورلګېدنه کې د ځاني زیان څه رپوټ نه و ورکړ شوی، خو په کراچۍ کې د افغان توکو د ترانسپورت یوه مسوول مطیعالله قریشي بيبيسي ته ویلي وو، چې شاوخوا ۷۵ کانټینره سوداګریزو مالونو ته زیان اوښتی چې ۱۸ پکې د افغان شرکتونو او سوداګرو دي.
د نوموړي په وینا د افغان سوداګرو په کانټینرونو کې بوره، غوړي او نور توکي بار وو.
د افغان سوداګرو ګڼ مالونه او پر سوداګریزو توکو بار موټرونه له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د لارو تړل کېدو له کبله په کراچۍ بندر او تر ډیورنډ کرښې هاخوا ایسار پاتې دي.
ښاغلی قریشي وايي، د لارو تړل کېدو افغان سوداګر له سخت فشار او مالي زیانونو سره مخامخ کړي.