طالبان: کابل کې ۶۲ زره امنيتي کامرې له یوې خوندي '‌خونې' کنټرولیږي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت کابل ښار کې د ۶۲ زره امنیتي کامرو د نصبولو په باب د بښنې نړیوالې سازمان د اندېښنې په غبرګون کې د خپل دې کار دفاع کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د امنیتي کامرو لګول یوه امنیتي اړتيا ده چې نه يوازې په افغانستان؛ بلکې د نړۍ د هېوادونو په هر ښار او پلازمېنه کې معمول دی".

ښاغلی قانع وايي، دا کامرې د خلکو په مشوره لګول شوې دي.

نوموړي د بښنې له نړیوال سازمان او نورو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتلو د نظر څرګندونه وکړي.

طالبان وايي، ټولې کامرې له یوې خوندي کنټرول‌خوڼې مهار کېږي او له "مسؤلو کسانو پرته هېڅوک هم هلته لاسرسی نه لري".

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت د امنیت د خوندي کولو لپاره دغه کامرې لګولې دي او "د اسلام په قانون کې دا د هېچا خصوصي حریم ته ننوتل یا تجسس (څارګري) نه ده".

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي: "کله چې امریکا او ناټو د خپلو څارګرو موخو لپاره د کابل په ګډون له بالونونو څخه د هېواد په ټولو برخو کې د لټون او څار عملیات لپاره ګټه اخیسته، ولې د بشر حقونو مدافعانو دا خبره را پورته نه کړه".

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې طالبانو په کابل ښار کې "د وګړو د بشپړ تجسس او څار لپاره" ۶۲ زره امنیتي کامرې نصب کړې دي.

ددغه سازمان څیړونکی او سلاکار مت محمودي د طالبانو د کورنیو وزارت د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي وو: "د څار د دې پراخه سیستم عملي کول د (ملي امنیت) په پلمه د خلکو- په تېره په عمومي فضا کې د افغانستان د ښځو پر وړانډې د طالبانو د ظالمانه تګلارې د دوام په معنا دي."

طالبان وايي، پلان لري چې د امنیتي کامرو دا نوی سیستم به د هېواد ۳۴ ولایتونو ته هم وغځوي.

وړاندې رپوټونه وو چې د چین هواوي شرکت له طالبانو سره په دې برخه کې همکاري کوي، چې طالبانو دا خبر وروسته دروغ وباله.