منځني ختیځ کې ډېرېدونکی کړکېچ؛ دمشق کې د سپاه پاسداران پر اهدافو هوايي ګوزارونو مرګژوبله اړولې
د عکس سرچینه، SNN
د ایران دولتي رسنیو د سوریې پلازمېنه دمشق کې په هوايي بریدونو کې د مرګژوبلې اوښتلو خبر ورکړی دی.
د دغو رسنیو رپوټونو کې راغلي، چې په دغو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو یو اړوند ځای په نښه شوی دی.
تر اوسه دا نه دي ویل شوي، چې دغه بریدونه چا کړي خو مخکې د ورته ډېرو نورو بریدونو پړه پر اسرائیل اچول شوې ده.
د سوریې رسنیو هم ویلي چې دمشق کې دا تازه برید "اسرائیل" کړی دی.
سوریه کې پر سپاه پاسداران دا بریدونه داسې مهال شوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو تېره ورځ په ګاونډي اردن کې د دوی پر یوه پوځي اډه د چاودېدونکي ډرون د یوه برید خبر ورکړ او ویې ویل چې درې سرتېري یې وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې دا برید په عراق او سوریه کې هغو فعالو سختدریځه وسله والو کړی، چې د ایران له ملاتړه برخمن دي.
خو ایران له دې پېښه سره خپل هر ډول تړاو رد کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د "شام اېف اېم" او یوه عیني شاهد په ګډون د یو شمېر ځايي رسنیو په حواله لیکلي چې د دوشنبې ورځې برید د دمشق څنډه کې د بي بي زینب د زیارت مجتمع ته نږدې شوی دی.
هممهاله د ایران ځايي متحدانو ته یوې نږدې سرچینې هم رویټرز ته تایید کړې، چې په برید کې د سپاه پاسداران ځواکونو یوه اړونده ودانۍ په نښه شوې.
المیادین هم لیکلي چې د چاودنې غږونه د دمشق سویل کې له 'سیده زینب' سیمې اورېدل شوي.
د سوریې دولتي چارواکو او رسنیو تر اوسه پر دغو بریدونو تبصره نه ده کړې.
د سوریې د بشري حقونو سازمان مشر رامي عبدالرحمن چې په لندن کې مېشت دی، وايي: "د اسرائیل بریدونوک ې د سپاه پاسداران او حزب الله اړوند یوه مرکز په نښه شوی، چې د ایران پلوه ځواکونو شپږ کسان پکې وژل شوي، او څرګنده نه ده چې ایا غیرنظاامیانو ته هم مرګژوبله اوښتې که نه."
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته