د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي وژل کېدو ته غبرګونونه
د عکس سرچینه، Getty Images
د ابراهیم رئیسي د وژل کېدو په اړه نړیوال غبرګونونه لا هم روان دي او ګڼو هېوادونو مشرانو په دې اړه څرګندونې کړې دي.
د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره چورلکه کې د تبریز د جمعې امام ایت الله محمد علي الهاشم، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم وو، چې په دې پېښه کې ټول وژل شوي.
دا پېښه د قزقلعه بند د پرانیستې په مراسمو کې چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په کې ګډون کړی و، له ګډون کولو وروسته د ستنېدو پرمهال شوې ده.
په نورو قربانیانو کې د ولسمشر د امنیتي ډلې مشر تورنجنرال سید مهدي موسوي، د انصار المهدي قول اردو غړی، د چورلکې پیلوټ او همکار پیلوټ او یو تخنیکر هم شامل دي.
اسلامي جمهوریت ته نژدې ځینې هېوادونه لکه روسیه په مستقیم ډول د ابراهیم رئیسي ستاینه کوي.
ولادیمیر پوتین په یوه پیغام کې د ابراهیم رییسي ستاینه وکړه
د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه پیغام کې د ابراهیم رئیسي ستاینه کړې ده.
په دغه پیغام کې ویل شوي چې ابراهیم رئیسي "یو وتلی سیاستوال و چې خپل ټول ژوند یې د هېواد خدمت ته وقف کړ."
"هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب اړیکو په وده کې ارزښتناکه شخصي ونډه درلوده او د ستراتیژیکو همکاریو کچې ته د رسېدو لپاره یې ډېر کار وکړ."
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم خپله خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د چین خلکو "یو ښه ملګری له لاسه ورکړ."
د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د عراق د کردستان سيمې ولسمشر نيشروان بارزاني، د عرب ليګ، د ماليزيا لومړي وزير، د جاپان حکومت او د وينزوېلا ولسمشر هم په دې اړه پیغامونه خپاره کړي.
د ایټالیا لومړي وزیر جیورجیو میلوني هم وویل: "زه هیله لرم چې د ایران راتلونکې مشرتابه به په سیمه کې ثبات او سولې ته ځان ژمن وګڼي. "
د اروپا د شورا رئیس چارلس میشل د خواشینۍ پیغام کې ویلي: "اروپایي ټولنه د هلیکوپتر په پېښه کې د ولسمشر رئیسي او د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او د پلاوي د نورو غړو او د الوتکې د عملې په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي. "
د مصر ولسمشر، د لبنان حزب الله، د شريلاکا ولسمشر او د اردن پاچا هم د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ښاغلي رئیسي سپرلۍ چورلکه "بیل ۲۱۲" په امریکا کې جوړه شوې وه.
د طالبانو حکومت او ځینو مخکېنیو افغان سیاستوالو غبرګونونه
د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت او د افغانستان ځینو مخکېنیو سیاسي څېرو د ایران د ولسمشر ابراهیمي رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او مل کسانو پر وژل کېدو غبرګونونه ښودلي.
د طالبانو د ریاست الوزراء محمد حسن اخوند له ادرسه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې "په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئیس آیتالله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان د تبریز د جمعې امام حجت الاسلام آل هاشم او مل پلاوي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله غمجن او خواشیني دي."
د مخکېني حکومت اجرائیوي مشر عبدالله عبدالله هم په یوه پیغام کې لیکلي "موږ د ایران له اسلامي جمهوريت او خلکو سره په دې غم کې ځانونه شریک ګڼو."
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا هم پر اېکس لیکلي: "زموږ د همژبي او نېک ګاونډي ورور هېواد نجیب خلک تل له ستونزو څخه په ویاړ او ټینګه راوتلي دي."
لبنان او پاکستان کې عمومي ویر
د چورلکې لوېدو پېښه کې د ابراهیمي رئیسي له وژل کېدو وروسته، پاکستان او لبنان کې عمومي ویر اعلان شوی دی. د پاکستان لومړي وزیر پر اېکس ځینو پیغامونو کې لیکلي: "پاکستان د خپل ورور هېواد ولسمشر رئیسي او مل کسانو ته په درناوي یوه ورځ عمومي ویر اعلانوي او د هېواد بیرغ به نیمځوړند پاتې شي."
لبنان هم درې ورځې عمومي ویر اعلان کړی دی.
د لبنان حزب الله ډله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، د ابراهیم رئیسي وژل کېدو ته په غبرګون کې ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې په سیمه کې د اسرائیليضد ډلو (ساتندوی) بللی دی.
د هند او عراق لومړيو وزيرانو د ابراهیم رئیسي په مړینه خواشیني څرګنده کړه
د عکس سرچینه، Getty Images
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي پر مړينه خواشیني څرګنده کړې.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، "د هند-ايران د اړیکو پياوړتيا کې د هغه ونډه به تل په ياد وساتل شي. د هغه کورنۍ او د ايران خلکو ته د زړه له کومي تسليت وايم، هند د غم په دې شېبه کې له ايران سره دی."
د عراق لومړي وزير محمد شياع سوداني هم په يوه پيغام کې د ابراهيم رئيسي پر مړينه خواشيني ښودلې ده.
اسرائیل: موږ پکې ښکېل نه یو
رویټرز خبري اژانس د یوه اسرائیلي چارواکي له خولې ویلي، چې دغه هېواد د ایران د ولسمشر د چورلکې غورځېدو پېښه کې هېڅ ښکېلتیا نه نه لري.
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي: "دا زموږ کار نه دی."
دې پېښې ته دا د اسرائیلو لومړنی غبرګون دی.
الهام علییف، وروستی ولسمشر چې له رئيسي سره یې وکتل
د عکس سرچینه، Getty Images
د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علییف د ابراهیم رئیسي او ورسره ملګري پلاوي پر مړینه خواشیني څرګنده کړه.
نوموړی د یوه بهرني هېواد وروستی لوړپوړی چارواکی و چې له ښاغلي رئیسي سره یې وکتل.
ښاغلي علییف په خپل پیغام کې وویل: "د چورلکې پېښه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان او د هغه د نورو ملګرو د مړینې د زړه بوږنوونکي خبر له امله په ژوره توګه خواشیني شوي یو. د ایران د اسلامي جمهوریت د خلکو لپاره یوه ستره ضایعه ده."
ظریف: د ابراهیم رئیسي د چورلکې لوېدو "یو اصلي عامل" امریکا ده
د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف د امریکا حکومت د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګري پلاوي د چورلکې د غورځېدو "اصلي عامل" بللی دی.
ایراني رسنیو د هغه له قوله ویلي: "د پرونۍ غمیزې یو اصلي عامل امریکا وه، چې د عدالت د نړیوالې محکمې له حکم سره سم یې پر ایران د الوتکو او هوايي چلن پرزو پلورلو بندیز ولګاوه او اجازه نه ورکوي چې د ایران خلک د ښه هوايي چلن له اسانتیاوو برخمن شي."
"ارومرو به دا مسله د ایران د ملت په وړاندې د امریکا د جنایتونو په تور لیست کې هم ثبت شي. "
د مصر الازهر جامع هم د رئیسي وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، "د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او وسره ملګري پلاوي د مړینې له کبله د ایران خلکو ته د ژورې خواشینۍ مراتب وړاندې کوو."
د سعودي عرب ولعیهد محمد سلمان او پاچا هم د ایران په چورلکه کې د وژل شویو مړینې ته غبرګون کې خواخوږي ښودلې ده.
د متحده عربي اماراتو "ولسمشر" محمد بن زاید آل نهیان ویلي، هېواد یې په دې وخت کې له ایران سره ولاړ دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته