تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا پاکستان د افغانستان د خاورې یوه برخه لاندې کړې ده؟
د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورنډ کرښې د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه څو کیلومتره وړاندې اغزن تار لګولي دي.
دا ګام د دواړو لورو ترمنځ له وروستیو سختو سرحدي نښتو پورته شوی دی.
د بي بي سي د حقیقت موندنې برخې دغې سرحدي سیمې ته کتلي او موندلي دي، چې دوو نویو کرښو، د افغانستان د خاورې یوه برخه بېله کړې ده.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر واک لاندې او هېڅوک باید د افغانستان د خاورې د یوې برخې په اړه اندېښنه ونه لري.