ایا پاکستان د افغانستان د خاورې یوه برخه لاندې کړې ده؟

د ویډیو تشریح، ایا پاکستان د افغانستان د خاورې یوه برخه لاندې کړې ده؟
ایا پاکستان د افغانستان د خاورې یوه برخه لاندې کړې ده؟

د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورنډ کرښې د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه څو کیلومتره وړاندې اغزن تار لګولي دي.

دا ګام د دواړو لورو ترمنځ له وروستیو سختو سرحدي نښتو پورته شوی دی.

د بي بي سي د حقیقت موندنې برخې دغې سرحدي سیمې ته کتلي او موندلي دي، چې دوو نویو کرښو، د افغانستان د خاورې یوه برخه بېله کړې ده.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر واک لاندې او هېڅوک باید د افغانستان د خاورې د یوې برخې په اړه اندېښنه ونه لري.