روغتیا نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو سره افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدو ګواښ ډېر شوی
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي، لندن
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، سره له دې چې په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو له پاکستانه د افغان کډوالو له ستنېدو سره دغه هېواد کې د یادې ناروغۍ خپرېدو ګواښ ډېر شوی دی.
دغه سازمان داسې مهال اندېښنه څرګنده کړې چې، د افغانستان په شلو ولایتونو کې سبا دوشنبه د اګسټ پر ۲۵مه د ګورڼ ضد واکسین کولو کمپاین پیلېږي.
دا کمپاین لا دمخه پرون د ختیځ زون په ۴۲ ولسوالیو کې چې د دې ویروس ګواښ پکې ډېر دی پیل شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان پر خلکو غږ کړی چې، خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي او له عمري معلولیته یې وژغوري
د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو حکومت روغتیا وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د نړیوالو بنسټونو په مرسته به د کمپاین د ډسمبر پر ۲۵مه پیل کړي او تر ۲۸تمې نېټې به دوام وکړي.
د یاد وزارت په وینا: "همدا کمپاین د ختیځ زون په ۴۲ ولسولیو کې چې د پولیو ویروس ګواښ پکې لوړ دی د ډسمبر پر ۲۳مه یل شوی او تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي. په دې کمپاین کې به له لس کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وشي."
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، پام کې ده چې د پولیو پر ضد اوسني کمپاین کې اته اعشاریه اته میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي. د طالبانو عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد سږکال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې د اندېښنې وړ بللی او ویلې یې دي چې، د خپلو شریکانو په ملاتړ به تر هغه په افغانستان کې د پولیو پرضد کمپاینونه روان وي چې دا ناورغي ختمه شوې نه وي.
د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان او پاکستان اوس مهال په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ مثبتې پېښې په کې شته.
په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټول یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.
پوليو يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ یې مخنیوي کېدای شي.
کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي د ټول عمر لپاره به معیوبه وي او ان د مرګ لامل یې هم کېدای شي.
کارپوهان پولیو سره په مبارزه کې د خلکو ونډه او همکاري اړینه بولي او وايي" که د پولیو پرضد د واکسین کولو کمپاینونو کې خلک خپل ماشومان واکسین کړي، لرې نه ده چې افغانستان هم له دې ناروغۍ نه پاک شي."
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته