پاکستان د ګوزڼ مخنیوي لپاره له افغانستان سره د 'جدي خبرو' وړاندیز کړی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیو یا ګوزڼ وېروس اوس یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې دی.
    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي بي سي- اسلام اباد

پاکستان د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو لپاره افغانستان سره د جدي خبرو وړاندیز کړی او ويلي یې دي چې له دې ناورغۍ سره د مبارزې لپاره باید د دواړو هېوادونو چارواکي پایله لرونکې خبرې وکړي.

که څه هم په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې تر دې دمه د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده رپوټ شوې، خو پاکستان کې څو پېښې ثبت شوې دي. پاکستاني چارواکي د ډېرو پېښو لامل د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو تګ راتګ بولي.

د پاکستان عامې روغتيا لپاره د لومړي وزير مرستيال ډاکټر مختيار احمد په نړۍ کې ګوزڼ ضد مبارزه کونکي بیل او ملنډا ګېټس بنسټ د غړو سره لېدنه کړې.

د روغتيا خدماتو اداري په بيان کې ویل شوي چې د ګوزن ضد هلو ځلو لپاره ي پاکستان سره په خپل شراکت ټینګار کوي او دې لړ کې يې د پاکستان هلې ځلې ستايلې دي.

ملک مختار احمد وويل چې تر ۲۰۲۶ پورې پاکستان د پوليو نه پاکولو په هلو، ځلو کې روان کال ډېر ارزښت لري. ښاغلي مختار احمد دې لړ کې افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د خلکو د زيات تګ راتګ له کبله پر رامنځته شویو ننګونو هم خبرې وکړې او ویې ويل چې وروستيو کې په ځينو سيمو کې د ګوزڼ د پېښو اصلي لامل همدا د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه ده.

هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د جدي او پايلې لرونکو خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د پولیو ویروس سره په اغېزمنه توګه مبارزه وشي.

افغانستان او پاکستان اوسمهال په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې لا هم شته.

پاکستان کې روان کال تر دې دمه د ګوزڼ دوې مثبت پېښې ثبت شوې دي، خو تېر کال دغه شمېر شپږ تنه و.

بلخوا افغانستان کې روان کال کې که څه هم د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو تېر ۲۰۲۳ کال کې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وي چې ټول یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني چارواکي پر ډېورنډ کرښه د خلکو ډېر تګ راتګ د وېروس لېږد رالېږد اصلي لامل بولي.

تېره میاشت په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ د تشخیص لابراتوار د بېل ګېټس بنسټ، روغتیا نړیوال سازمان او د پولیو د لابراتوارونو د نړيوالې شبکې په ملاتړ جوړ او پرانیستل شو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت دا په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لومړنی لابراتوار بللی او ویلي يې دي چې له دې وړاندې د پولیو د وېروس تشخیص په پاکستان کې کېده.

افغان روغتیايي چارواکي وايي دا لابراتوار ورسره مرسته کوي چې د پولیو پروګرام يې بډایه کړي او غواړي په روان ۲۰۲۴ کال کې له افغانستانه پولیو له منځه یوسي، خو په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه بولي.

د یادونې ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او چارواکو په دې وروستیو کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د پولیو په له منځه وړولو کې به پوره همکاري ورسره کوي.