اسداباد کې "د پاکستاني توغندیو" بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې د طالبانو حکومت ولایتي چارواکو ویلي، له ډیورنډ کرښې د "پاکستان توغندیزو بریدونو کې" دوه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د کونړ د عامې روغتیا ولایتي مشر قاري مظفر مخلص اسداباد روغتون کې ځايي خبریالانو ته ویلي"روغتون ته ۱۸ کسان راوړل شوي وو چې یو کس شهید او ۱۷ نور ټپیان دي." ښاغلي مخلص وویل ټپیانو کې تر ډېره ماشومان راوړل شوي دي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي "يو ځل بيا د پاکستان پوځي رژيم ملیشو نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې د کونړ مرکز اسعد اباد پر اړوند کليوالي سيمو او ولسي کورونو د هاوانونو او نورو ثقيله وسلو فايرونه کړي چې په نتيجه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، تر دې مهاله لومړني ارقام ښيي چي ۱۶ تنه چې ډيری يې ښځې او ماشومان دي ټپيان شوي او يو تن شهيد شوی."
د اسداباد یو شمېر اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، دغو بریدونو کې د غلام الله په نوم یو بل ولسي وګړی هم وژل شوی دی. توغندي د ښار په "دم کلي" نومې سیمه کې لګېدلي چې له لویه سره ګڼ وګړی ځای دی.
د جمعې پر ورځ هم دغلته د توغندیو لګېدو د سیمې خلکو کې وېره او ترهه خپره کړه چې له امله یې ډېرو خلکو خپل کورونه پرېښودل.
د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي وو، "د پاکستان پوځيانو له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي."
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاءالرحمان سپینغر ویلي وو، "د کونړ په ناړې ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي".
اسداباد د کونړ ولایتي مرکز دی چې له ډیورنډ کرښې څېرمه پروت دی. ځايي خلکو ویلي له هغه راهیسې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا پراخه شوې ده، دغلته ورسره د ولسي خلکو پر کورنو د توغندیو وارېدل هم ډېر شوي دي.
سره له دې چې پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی، د تېر کوچني اختر په مناسبت اعلان شوی لنډ مهالی اوربند به پر ځای وي خو د طالبانو حکومت وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو ځایه له اوربنده سرغړونه شوې او ولسي مېشت ځایونه په نښه شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته