د طالبانو د حکومت سوداګریز پلاوی بنګلهدېش ته ولاړ؛ کابل له ډاکې سره د اړیکو پراخولو هڅه کوي
د عکس سرچینه، MOCI
- Author, فرهاد محمدي
- دنده, بيبيسي
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د طالبانو حکومت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ۵۰ سوداګرو په ملتیا بنګلهدېش ته تللی دی.
ویل شوي، دا پلاوی د یاد وزارت د معین احمدالله زاهد په مشرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکې ته روان شوی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې سفر موخه د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د ګډو پانګونو فرصتونه ارزول او په راتلونکي کې د ګډو هوکړهلیکونو لاسلیک کول دي.
د کابل او ډاکې اړیکې په کوم پړاو کې دي؟
د ۲۰۲۴ کال د جولای د لاریونونو پر مهال، په بنګلهدېش کې د شیخ حسینه سیکولر حکومت نسکور شو. ټاکل شوې د دې هېواد خلک د فبرورۍ په ۱۲مه، د پارلمان د غړو د ټاکلو تر څنګ، د اساسي قانون په اړه هم په ټولپوښتنه کې برخه واخلي او د خپل هېواد د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه پرېکړه وکړي.
د بنګلهدېش د لنډمهالي حکومت لوړپوړي سلاکار پروفیسور محمد یونس د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې لندن ته د سفر پر مهال، د نړیوالو اړیکو د شاهي انسټیټیوټ (چتم هاوس) کې وویل، هېواد یې نوې بهرنۍ تګلاره غوره کړې، داسې تګلاره چې "ټولو ته د دوستۍ لاس غځوي."
د عکس سرچینه، Social Media
کارپوهان دا بدلون د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له "هندمحور" سیاست څرګند اوښتون بولي. د ډاکې او کابل ترمنځ د اړیکو نژدېوالی، که څه هم لا ډېر تود نهدی خو د همدې نوې تګلارې په چوکاټ کې ارزول کېږي.
د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د بنګلهدېش د دیني عالمانو یو اوه کسیز پلاوي چې مشري یې مولانا مأمونالحق کوله، د "طالبانو د حکومت په بلنه" افغانستان ته سفر وکړ.
بنګلا نیوز۲۴ راپور ورکړی چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او ډیپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا او همداراز د سوداګرۍ، روغتیا او پوهنې په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ورټول و.
همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې څو سیمهییزو رسنیو د فرانس پرېس له قوله راپور ورکړ، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت لومړي سکرتر نور احمد نور (چې دا مهال په نوي ډيلي کې د طالبانو استازی بلل کېږي) بنګلهدېش ته سفر کړی دی.
د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو د ښاغلي نور د سفر په اړه څه نهدي ویلي خو د پاکستان ډان ورځپاڼې او د هند ټایمز اف انډیا دا سفر د "سیاسي اړیکو د پراخولو" او د بنګلهدېشي اسلامپالو له لوري "د فبرورۍ د ټاکنو تر مخه د نفوذ د ترلاسه کولو هڅه" بللې ده.
په ډاکه کې د ډیپلوماټیکو چارو کارپوه پوریمول پالما بيبيسي دري ته ویلي، د ښاغلي نور سفر شخصي او غیررسمي و او نوموړی د یوه فکري بنسټ په غونډه کې د ګډون لپاره بنګلهدېش ته تللی و.
د هغه په وینا، بنګلهدېش تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ رسمي اړیکه نهشته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان په ډاکه کې سفارت لري، خو په افغانستان کې د بنګلهدېش هېڅ فعاله سیاسي استازولي نهشته.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونه: د سوداګرۍ د پراخېدو لپاره لوی ظرفیت شته
د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونه وایي، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ښه ظرفیتونه شته او د افغانستان یو پلاوی به په بنګلهدېش کې په یوه سوداګریز نندارتون کې ګډون وکړي.
د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي بيبيسي ته ویلي چې بنګلهدېش د جامو او کالیو د تولید، وریجو، چای او درملو په برخه کې پراخې وړتیاوې لري.
هغه زیاته کړه، په بنګلهدېش کې د افغانستان تازه او وچه مېوه او نور درملیز بوټي هم ډېر پېرېدونکي لري.
د الکوزي په وینا، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ سوداګري د ایران د چابهار او بندرعباس له بندرونو ترسره کېږي او دا مهال له دې هېواد سره د سوداګرۍ لېوالتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال وایي، دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا شل میلیونه ډالره ده خو داسې لوی ظرفیتونه شته چې دا کچه په کال کې تر یو میلیارد ډالرو لوړه شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته