جګړه ځپلی اوکرایین لومړنی ځمکلاندې ښوونځی جوړوي
د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
د اوکرایین په شمال ختیځ کې د خارکیف چارواکي وايي، دغه ښار کې په لومړي ځل ځمکلاندې ښوونځی جوړوي.
روسیه په دوامدار ډول پر خارکیف د توغندیو بریدونه کوي.
د جګړې له اوږدېدو سره ګڼ شمېر اوکراییني ماشومان ښوونځیو ته له تګ پاتې دي.
د خارکیف ښاروال اېهور تېرېخوف ویلي، د دغه ځمکلاندې ښوونځي له جوړېدو سره به زرګونو ماشومانو ته د توغندیو له ګواښ سره سره عملآ په ټولګیو کې د خوندي لیک لوست زمینه برابره شي.
دغه ښار کې ډېرې کورنۍ غواړي چې ماشومان یې ښوونځي ته ولاړ شي.
اوکراییني چارواکي وایي چې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د روسیې له یرغل راهیسې تر ۳۶۰ ډېر ښوونیز تاسیسات ویجاړ او تر ۳۰۰۰ ډېر زیانمن شوي دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف ویلي، د توغندیو او ډرون بریدونو له وېرې، له هرو دریو یوازې یو اوکرایینی ماشوم مخامخ زدکړې کوي.
د دوی لویه برخه د اورګاډو تر ځمکلاندې تمځایونو او تونلونو او لنډمهالو ځایونو کې ټولګي لري چې اکثراً د تودولو اسانتیا په کې نشته.
د عکس سرچینه، REUTERS
تېره اوونۍ د اروپايي ټولنې د بنسټیزو حقونو اژانس وویل چې د دې ټولنې غړو هېوادونو کې ښوونځیو له جګړې د ورتښتېدلو اوکراییني ماشومانو په ادغام کې له ستونزو سره مخامخ دي.
اروپايي ټولنه وايي له ۱ اعشاریه ۳ میلیونو ډېر اوکراییني ماشومان دغه هېوادونو ته ورغلي دي.
اوس د خارکیف ښاروال یهور تېرېخوف وايي، د دوی ځمکلاندې ښوونځی به د دفاعي ودانۍ ټولې عصري اړتیاوې ولري.
د عکس سرچینه، REUTERS
تېره میاشت تر ۱۰۰۰ ډېرو خارکیفي زدکوونکو د ښوونځي نوی کال د اورګاډو تر ځمکلاندې تمځایونو کې پیل کړ چې میترو ښوونځي یې بولي.
خارکیف د اوکرایین دویم ستر ښار او د روسیې له پولې ۳۰ کیلومتره لېرې دی.
د روسیې د یرغل په پیل کې دغه ښار ته درانه زیانونه واوښتل.
اوس یې پاتې اوسېدونکي وايي د جګړې له دوام سره ژوند هم باید دوام وکړي او تر ټولو مهمې مسلې یانې زدکړو ته باید لارې چارې ولټول شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته