د کتاب نړیواله ورځ موږ ته څه راوړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د نړۍ لر او بر کې هرکال د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځې په توګه نمانځل کېږي.،دا ورځ د کتاب او د لیکوال د حق (کاپي رایټ) د نړیوالې ورځې په نوم هم یادېږي، ځکه مهمه ده چې نړۍ ته په ښوونه او روزنه، کلتور او شخصي وده کې د کتابونو د اړینې ونډې یادونه کوي.

داسې مهال چې ډیجیټلي بوختیاوې هر لور ته خپرې دي، دا ورځ د هر عمر خلک هڅوي چې بیا له لوست ته وګرځي. کتابونه یوازې کیسې نه دي؛ دا داسې وسیلې دي چې له موږ سره په زده کړه، فکر کولو او زموږ په شاوخوا نړۍ پوهیدو کې مرسته کوي. د دې ورځې نمانځل د لوست دود په ژوندي ساتلو کې مرسته کوي، په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو ترمنځ چې لاهم د خپلې ژبې او فکر کولو مهارتونو ته وده ورکوي.

یوه بل څه چې د دې ورځې ارزښت جوتوي دا دی چې سواد زده کړې ته د خلکو پام اړوي، څه چې یو بنسټي بشري حق دی. په ټوله نړۍ کې لاهم میلیونونه خلک د لوستلو او لیکلو په برخه کې ستونزې ګالي، او د کتاب نړیواله ورځ د دې مسلې په اړه پوهاوی زیاتوي. ښوونځي، کتابتونونه او ټولنې ډیر کله له دې ورځې د لوست د غونډو، د کتابونو د ډالۍ کولو او د سواد زده کړې د کمپاینونو د تنظیمولو لپاره کار اخلي. دا په یوه ډول د هغو کسانو ملاتړ دی چې کتابونو ته لاسرسی نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

دا ورځ د هغو لیکوالانو، انځورګرانو او خپروونکو درناوی هم دی چې زموږ د خوښې وړ کتابونو لیکولو او چاپولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. دا ورځ د (لیکوال حق) له لارې د دوی د تخلیقي حقونو د ساتنې اهمیت روښانوي، چې ډاډ ترلاسه شي، د دوی د کار درناوی کېږي او دا چې بدله یې ورکول کېږي.

د کتاب نړیوالې ورځې تاریخچه

د ملګرو ملتو کلتوري سازمان یونېسکو په ۱۹۹۵ کال کې په لومړي ځل دا ورځ وټاکله. هدف یې د کتاب او کتاب لوستلو نمانځنه ده، چې په دې ډول سواد وده وکړي، ځوانانو کې دلوستلو عادت وهڅول شي او هم د چاپ صنعت ملاتړ وشي.

دې ورځې لپاره د دې نېټې یعنې د اپرېل د ۲۳مې غوراوی یو سمبالیک ارزښت هم لري. هغه دا چې، دا نېټه د انګریزي ژبې ادبیاتو د مخکښ ویلیم شېکسپیراو د وتلي اسپانوي ناول لیکونکي مېوېل ډي سروانټس د مړینې نېټو سره برابره ده. د شعر اوادب دې دواړو اوڅارو څېرو په نړیوال ادب لوی اغېز پرېښی دی.

د دې ورځې د لمانځنو بڼې جلا جلا وي. هرکال په ښوونځیو، کتابتونونو، کلتوري بنسټونو او ټولنو کې غونډو، سیمنارونو او نورو پروګرامونو سره لمانځل کېږي.

پر دې ورځ ښوونځي یو بیل انځور وړاندې کوي، ډېرو ټولنو کې د ښوونځيو زده کوونکي دا ورځ ټاکلې جامې نه اغوندي، هر چا د خپل کتاب کرېکټر خوښ کړی او د هغې په څېر جامې یې پر تن وي. نن سهار چې مې کله دلته په لندن کې ښوونځي ته د تګ پر وخت د خپل زوی ملتیا کوله، هغه هم د خپل خوښې د کتاب د کرېکټر جامې پر تن کړی و پر لاره یې راته وویل" بابا نن به دسپايډرمین کېسه کوم."

نړۍ چې په ډېرېدونکي ډول ډیجېټلي کېدو پر لور روانه ده، ډېرو ټولنو کې د لوستلو پر ځای په انځوریزو او غږیزو مطالبو ته لومړېتوب ورکول کېږي، خو دا ورځ ټول ته ور په زړه کوي چې کتابونه د زده کړې او تخیل یو تر ټولو مهمه او اغېزناکه سرچینه ده. دا ورځ د

د اپریل ۲۳مه په ځانګړې توګه کوچنیانو کې له کمه عمرۍ د لوست د عادت خپلول هڅوي. همدا عادت بیا وروسته په پوهنیز سفر او د زده کړې ودې لپاره یو غښتلی بنسټ ثابتیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانه ټولنه کې د کتاب لوست

امنیت، سیاسي ثبات، اقتصاد د ژوندانه د نوو برخو په څېر په یوه ټولنه کې د کتاب لوست پر چاره بې اغېزې نه وي. دا مهال افغانستان د نړۍ له هغو هېوادو دی چې اکثره وګړي یې له اقتصادي ستونزو او د روزګار د نشتوالي له امله له کړېږي. همدا لامل دی چې د خلکو لومړیتوبونه بدل شوي. په کابل کې کتاب پلورونکی محمد نعیم پیام وايي، اقتصادي ستونزو سره په خوا کې په یو شمېر کتابونو د طالبانو د حکومت محدودیتونو سره افغانستان کې په عمومي توګه د کتاب پلور په ناوړه حالت کې دی.

دی زیاتوي" له یوې خوا د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی، او له بلې خوا یوه بله لویه ننګونه داده چې د سیاست ، بیان ازادۍ او بشري حقونو ځینې اړونده کتابونه د طالبانو حکومت له خوا منع شوي. ښاغلی پیام پر دې اند دی چې دې دلیل هم افغانه ټولنه کې " د کتاب پلور کم کړی دی".

خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ځینو کتابونو د محدودیت لامل له " معیارونو او اصولو" سرغړونه بولي.

د دې وزارت ویاند خُبیب غفران وايي "تېر کال د کتابونو ارزونې کمیسیون شاوخوا ۳۷۰ کتابونه ارزولي او د چاپ اجازه یې ورکړې ده".

هغه زیاته کړه چې یو شمېر محدودو کتابونو ته له دې امله د چاپ اجازه نه دی ورکړې شوې چې " اصولو او معیارونو" سره برابر نه وو.

له اقتصادي ستونزو سره سره د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې بېلا بېل کتاب پلورنځي فعال دي.

په کابل کې د اکسوس کتاب پلورنځي مسول صفی الله ناصري وايي" په افغانستان کې د کتاب لوستلو کلتور بنسټیز کولو لپاره ېوې ملي فرهنګي ستراتېژۍ ته اړتیا ده". هغه زیاته کړه کتاب لوست ته د خلکو لیوالتیا د کمي د نورو لاملونو بېلابېل دلایل دي،دا چې افغانستان ډېر بنسټونه نه لري او ورسره اقتصادي ستونزي هم خلک له پرمختګ په ځانګړې ډول له لوسته شا ته ساتلي.

د لوست فرهنګ د کورنېو او چاپیریال سره هم تړاو لري. ښاغلی ناصري پر دې اند دی چې" افغانستان کې په اکثره کورنېو کې د کتاب د لوستلو فرهنګ نه شته، او دې سره خوا کې خواله رسنۍ هم کتاب او مطالعې سره لیوالتیا اغېزمنه کړې ده، ځکه ډېر ځوانان خپل معلومات له دې لارې ترلاسه کوي او له دې امله کتاب ته وخت نه ورکوي."