دښتې څه ډول زرغونېدلی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

کله چې موږ د دښتې په اړه فکر کوو ښايي د ګوبي يا صحارا د پراخو دښتو انځورونه مو ذهن ته راشي. خو په حقيقت کې دښتې بېلابېلې بڼې لري چې د نباباتو، حيواناتو او انساني ژوند بېلابېلې بڼې په کې موندل کېږي.

د مصر پلازمېنه قاهره د نړۍ تر ټولو ستر پر دښته اباد ښار دی چې له ۲۳ ميليونه ډېر وګړي په کې ژوند کوي.

خو په عمومي توګه دښته يا صحرا یو ډېر وچ چاپېريال دی چې د اوبو کمې اندازې له کبله د ډېرو ژونديو موجوداتو د ودې لپاره هلته ژوند ستونزمن وي.

په نړۍ کې دښتې مخ په پراخېدو دي. د ملګرو ملتونو په وینا هر کال نژدې يو ميليون کيلومتره مربع ځمکه خرابېږي. کله چې حاصل خېزه ځمکه کمه شي، ایا د دې شونتيا شته چې په نااشنا لارو اوبه توليد کړو او دښتې داسې ځايونه وګرځو چې نباتات په کې وده وکړي؟

د هوا بدلول

د عکس سرچینه، VCG via Getty Images

د عکس تشریح، د څېړونکو یوې ډلې وموندله چې د صحارا دښتې ۲۰٪ برخه د لمریزو تختو او بادي توربینونو سره پوښل کېدای شي دا به د باران اندازه دوه چنده کړي.

په چين کې د بېجېنګ نورمال پوهنتون د جغرافيايي علومو پروفيسور يان لي وايي، "دښتې هغه وخت رامنځته کېږي چې یوه طبيعي ځمکه چې واښه یا بوټي ولري ورو ورو وچه شي او بيا په صحرا بدله شي."

په ۱۹۷۰ کلونو کې ساينسپوه جول چارني وموندله چې انساني فعاليتونه په دې بهير کې مهم رول لري.

ښاغلي لي د بي بي سي کروډ ساينس پروګرام ته وويل، "کله چې ډېر څاروي وي، هغوی ټول واښه خوري، له دې کبله واښه ورکېږي او ځمکه لوڅه يا وچه پاتې کېږي."

کله چې داسې وشي د ځمکې د سطحې البېډو یا انعکاس بدلېږي، ځکه له وښو پرته ځمکه ډېره روښانه وي او د لمر ډېره رڼا بېرته انعکاسوي.

کله چې ځمکه د تودوخې د جذبېدو پر ځای هغه انعکاس کړي، نو پورته هوا دومره نه تودېږي دا په دې معنی چې لږ رطوبت تبخير کېږي او لږ وريځې رامنځته کېږي او له همدې کبله سيمه لا نوره وچېږي.

لي فکر وکړ چې که د دې برعکس کار وشي نو څه به پېښ شي، "که موږ وکولی شو د سطحې البېډو کمه کړو، ایا دا به ورښت زيات کړي؟"

دی وايي، لمريزې دړې یا تختې د دې کار لپاره ښه لاره ده، دا تياره دي او تياره سطحه تودوخه جذبوي چې دا د هوا په تودېدو، د رطوبت پورته کېدو او د ورېځو په جوړېدو کې مرسته کوي.

د ده ډلې یو ماډل جوړ کړ چې دا ښيي که د صحرا دښتې ۲۰ سلنه برخه په تورو لمريزو دړو وپوښل شي څه به پېښ شي.

هغوی دې ته بادي توربينونه هم ورزیات کړل. لي وايي، "که موږ د باد توربينونه ولرو، دا به د سطحې ناهواري یا زيږوالی بدل کړي. له دې سره به انرژي فضا ته انتقالېږي او همدا ګډوډ هوايي حالتونه به وريځې رامنځته کوي."

د دوی ازموينو وښوده چې په ټوله صحارا دښته کې به اورښت په منځنۍ کچه دوه برابره شي.

خو اوس مهال دا يوازې ماډل دی او باید نژدې دوه میليونه کيلومتره مربع سيمه په لمريزو دړو او بادي توربينونو وپوښل شي چې دا نژدې د مکسيکو او يا اندونيزيا په کچه کېږي.

لي همدارنګه وايي دا طريقه يوازې په هغو ځايونو کې کار کوي چې سمندر ته نژدې وي چېرته چې مرطوبه هوا راکاږل کېدی شي.

ډېرې نورې دښتې لکه ګوبي يا د منځني ختيځ دښتې له سمندر څخه ډېرې لرې دي.

د وريځو نيول

د عکس سرچینه، MARTIN BERNETTI/AFP via Getty Images

په هغه ځای کې چې ډېری وخت د ځمکې تر ټولو وچه سيمه بلل کېږي لکه د چيلي د اتاکاما دښته داسې ټکنالوژۍ شته چې له هوا اوبه راکاږي.

د چيلي د يونيورسېداد مېير پوهنتون مرستياله پروفيسوره ويرجنيا کارټر وايي، "له وريځو د اوبو راټولول شاوخوا ۵۰ کاله مخکې په چيلي کې پيل شول. مفکوره دا ده چې په دښته کې له وريځو اوبه ترلاسه کړو."

له وريځو د اوبو راټول خورا ساده دي، یوه جالۍ د ستنيو تر منځ ځړول کېږي او کله چې د رطوبت ډکې وريځې له دې نرۍ جالې تېرېږي د اوبو څاڅکې جوړېږي، بيا دا اوبه د نلونو له لارې ذخيره او لېږدول کېږي.

کارټر وايي د چيلي په شمالي برخو کې په اوسط ډول هره ورځ له متر مربع څخه شاوخوا دوه ليتره اوبه ترلاسه کېدلی شي، په داسې حال کې په ځينو نورو ځايونو کې بيا دا اندازه تر اوو ليټرو پورې رسېږي.

نو ایا له وريځو د اوبو راټولول به يوه ورځ د صحارا دښتې زرغونېدو کې مرسته وکړي؟

کارټر وايي دا شونې ده. د هغې ډله اوسمهال په اتاکاما دښته کې يوه پروژه پر مخ وړي چې د وريځو اوبه د هايدروپونيکس لپاره کاروي، یعنې بوټي د خاورې پر ځای په اوبو کې د غذايي محلولونو په وسيله وده کوي.

خو دا ځينې نیمګړتياوي هم لري، د هغو اوبو اندازه چې ترلاسه کېدی شي د نورو طريقو پرتله ډېره کمه ده او بايد په داسې ځای کې وي چې وريځې وي چې دا ډېری وخت باید سمندر غاړې ته نژدې وي.

د سمندر اوبه په خوږو اوبو بدلول

د عکس سرچینه، Clea Rekhou/The Washington Post via Getty Images

د عکس تشریح، له ۱۵۰ زیات هېوادونه د سمندر له اوبو مالګه پاکوي

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د سمندرونو کچه لوړېږي ایا دا به مرسته وکړي چې اوبه په مستقم ډلو له سمندر څخه واخيستل شي.

که څه هم د سمندر اوبو مالګه لرې کول یا ډیسلينېشن ګران کار دی، هغه طریقه چې نن سبا کارول کېږي، ډېره انرژي مصرفوي او ډېری وخت وخت په فوسیلي سون توکيو تکيه کوي.

د بریتانيا د ډاربي پوهنتون پروفيسور کرېسټوفر سانسم له اوبو د مالګې لرې کولو کوچني ماشينونه جوړوي چې لمریزه انرژي کاروي.

په دې طريقه کې له هېندارو کار اخيستل کېږي چې د لمر وړانګې پر نلونو راټولې کړي او ورسره اوبه خوټېږي او بيا ترې مالګه جلا کېږي.

د دښتو د زرغونولو پرته د انسان اړتياو پوره کولو لپاره باید دا بهير ډېر پراخ شي. بله ستونزه دا ده چې که په هر ډول دا کار وشي یو لوی مقدار مالګه به پاتې کېږي چې دا کېدی شي د فابریکو شاوخوا چاپېريال ته زيان ورسوي.

ایا موږ بايد دا کار وکړو؟

د عکس سرچینه، STR/NurPhoto via Getty Images

په نظري توګه موږ کولی شو د سمندري اوبو په خوږولو، د وريځو په راټولولو او یا ان د دښتو اقليم بدلولو سره دښتې شنې کړو.

خو دښتې هم بدې نه دي. لي وايي، "دښتې د ځمکې يو طبيعي جوړښت دی. که دښته ثابته وي نو ښه ده. موږ کولی شو همغسې یې پرېږدو."

د بريتانيا د ناټېنګهم پوهنتون د بوټو ساينس پوهه زينيا ګونزالوېز کارانزا وايي، "د دې پر ځای چې هڅه وکړو دښته شنه کړو یا اوبه ورته ورسو، زه فکر کوم موږ باید هغه ژوند وساتو چې هلته شته دی."

نوموړې وايي، دښتې شنه کول ښايي په اوږد مهال کې د چاپېريال او هغو خلکو لپاره زيانمن وي چې هلته ژوند کوي.

دا زياتوي، "که موږ بوټي ورزیات کړو، کېدی شي د یوه وخت لپاره ښه حاصل ترلاسه کړو خو دا به د ډېرو اوبو په بيه وي. موږ ليدلي چې که په حاصلاتو کې ډېرې اوبه وکارول شي نو هغه ټولنې چې دښتې ته نژدې ژوند کوي، هغوی ته به زيان ورسېږي."

دا وايي، "زما په اند تر ټولو ښه کار دا دی چې موږ دښتې په رښتيا درک کړو، درناوی یې وکړو او هڅه وکړو چې سم چلند ورسره وکړو."