د پاکستاني پوځ پر څوکیو د طالبانو حکومت ځواکونو "غچ اخیستنې'' بریدونه: څه وخت څه پېښ شول؟
- Author, مایا ډاویس
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د پاکستاني پوځ وروستیو بریدونو ته غبرګون کې یې په پراخه کچه 'پوځي عملیات' پیل کړي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دغه بریدونه د پنجشنبې په شپه د دواړو هېوادونو تر منځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پیل شوي، چې په خبره یې پایله کې یې ''ګڼ شمېر''پاکستاني پوځیان وژل شوي او ځینې نور نیول شوي دي.
خو د بهرنیو رسنیو لپاره د پاکستاني لومړي وزیر ویاند دا ادعاوې رد کړې او د طالبانو هغه خبره یې هم ناسمه وبلله چې وايي، دوی د پاکستان پوځ پوستې نیولې دي. مشرف زیدي وویل چې د پاکستان له لوري په ځوابي بریدونو کې افغان لوري ته ''درانه تلفات'' اوښتي دي.
د طالبانو حکومت چارواکو د پنجشنبې ماخوستن بریدونه په پکتیکا، خوست او ننګرهار کې د پاکستان هغو هوايي بریدونو ''غچ اخیستنه'' وبلل، چې د روانې اونۍ پیل کې وشول او د طالبانو چارواکو په وینا لږ تر لږه اته ملکي وګړي په کې ووژل شول.
خو اسلاماباد ویلي وو چې دوی د وسلوالو ادعا شوي کمپونو او پټنځایونو په نښه کړي دي.
د طالبانو پوځي ویاند مولوي وحیدالله محمدي وايي، د ''غچ اخیستنې عملیات'' د پنجشنبې په ماخوستن له ځايي وخت سره سم نژدې اته بجې پیل شوي دي.
د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه په دې هکله وویل: ''د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول.''
نوموړي ادعا کړې چې طالب ځواکونو ۱۵ پوځي پوستې نیولي دي.
د پاکستان حکومت وویل طالبانو ''ناسمه محاسبه کړې او د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې بې دلیله ډزې پیل کړې دي'' خو د پاکستان امنیتي ځواکونو له لوري ورته ''سملاسي او اغېزمن ځواب'' ورکړل شوی دی.
د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د پاکستان اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر اېکس خپره شوې، ویل شوي: ''لومړني راپورونه ښيي چې افغان لوري ته درانه تلفات اوښتي او ګڼ شمېر پوستې او تجهیزات یې له منځه وړل شوي دي.''
په اعلامیه کې زیاته شوې:''پاکستان به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د ډاډ لپاره ټول اړین ګامونه واخلي.''
د لومړي وزیر شهباز شریف ویاند مشرف زیدي د پاکستان لوري ته د اوښتو زیانونو ادعاوې رد کړې او په خبره یې، هر ډول یرغل ته به ''سملاسي او اغېزمن'' ځواب ورکړل شي.
کابل تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د اونۍ په پیل کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان بریدونو ته به ''په مناسب وخت'' غچ اخیستونکی اقدام وکړي.
اسلاماباد ویلي وو چې ډیورنډ کرښې ته نږدې یې د مشکوکو وسلوالو اووه کمپونه او پټنځایونه په نښه کړي او دا بریدونه یې په پاکستان کې د وروستیو ځانمرګو چاودنو وروسته ترسره کړي دي.
بل لور کابل ویلي و چې د ملکي خلکو کورونه او یوه ديني مدرسه په نښه شوي او په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
وروستۍ نښتې وروسته له هغې شوې چې دواړو هېوادونو د اکتوبر په میاشت کې له خونړیو نښتو وروسته پر یوه نازک اوربند هوکړه کړې وه، خو له هغه وروسته بیا هم ځینې نښتې شوې دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته