په افغانستان کې له زلزلې وروسته د درنو ورښتونو او سېلابونو خبرداری

د عکس سرچینه، AFP
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د هوا پیژندنې ادارې نن پجنشنبه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې مشر محمد نسیم مرادي بي بي سي ته وویل ،ښايي له ۲۰ تر ۵۰ ملي مترو پورې بارانونه وشي چې له امله یې د سیلابونو د وتلو شونتیا هم شته.
د نوموړي په وینا، ښایي دغه ورښتونه او سیلابونه په، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، کونړ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، کندهار، زابل، غزني، وردګ، بامیان، دایکنډي، ارزګان، هلمند، فراه، سرپل، غور، فاریاب، بادغیس او هرات. په دې ولایتونو کې به له ۲۰ تر ۵۰ ملي مترو پورې بارانونه وشي چې له امله یې د سیلابونو د وتلو احتمال هم شته.ویل شوي چې دا ورښتونو له وړمې ورځې راهیسې پیل شوي چې نن به یې شدت ډېر شي.
له ځینو ختیځو ولایتونو د شدیدې ږلې اورېدو رپوټونه هم ورکړل شوي چې د خلکو کرکیلو او باغونو ته یې درانه زیانونه هم اړولي دي.
ددوی په خبره زلزلې د استوګنې سلګونه کورونه هم نړولي دي. چارواکي وايي، له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره لاس په کار شوي، خو له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو هم غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د طبعي پېښو چارو وزارت ویاند شفیع الله رحیمي زموږ همکار ابراهیم امیري ته په دې هکله وویل، تر اوسه د مړو کسانو شمېر له لسو تنو اوښتی او دغه راز د ټپیانو شمېر له ۶۰ کسانو پورته دی.
نوموړي زیاته کړه، د زلزلې له کبله د ورانو شویو ودانیو شمېر له ۸۰۰ هم ډېر دی، چې په وینا یې دې کې په بشپړه توګه د ورانو شویو او هغو ودانیو شمېر هم شامل دی، چې یوې برخې ته یې زیان اوښتی دی.
چارواکي وايي، له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره لاس په کار شوي، خو په خبره یې له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو هم غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغه په خبره د دوی د هغې اندېښنې برعکس چې فکر یې کاوه بدخشان کې به د زلزلې له کبله ډېر زیان اوښتی وي، دوی ته تر اوسه رسېدلي معلومات ښيي چې په کونړ او پروان ولایتونو کې د نورو سیمو پرتله ډېرو ودانیو ته زیان اوښتی دی.
ښاغلی رحیمي زیاتوي:
''د مرستو لپاره چې موږ څه لرو، هغه نه سپموو، لارښوونه هم همدا شوې ده، چې خلکو ته باید رسیدګي وشي، له نړیوالو او خیریه ادارو مو هم هیله همدا ده چې په دې کمپاین کې له موږ سره مرسته وکړي، چې متضررو خلکو ته ژر تر ژره رسېدګي وشي. ''
دغه زلزله د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې وه، چې مرکز یې په بدخشان ولایت کې و. تازه معلومات ښيي، چې د وړمې شپې زلزلې په خیبر پښتونخوا کې ۹ کسان وژلي او ۵۰ نور یې ژوبل کړي دي.
دغه شمېرې ددغه ایالت له طبعي پېښو سره د مبارزې اړوندې ادارې ورکړې او دایې هم ویلي، چې د زلزلې ټکانونو زور ته په کتو زیانونه یې لږ دي .



















