د هلمند ځايي کډوال د انځور په ژبه
د عکس تشریح، دې جګړې ته نور تازه دمي افغان ځواکونه ورواستول شول.د عکس تشریح، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما ویلي، د هلمند درې ورځنۍ جګړه کې شاوخوا ۳۵ زره کسان له خپلو مېنو کوچېدلي او مرکز لښکرګاه ته یې پنا وړې ده.د عکس تشریح، هلمند کې د جګړې له دوام، سره هممهاله د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیرانو د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده.د عکس تشریح، ولسي وګړو ته چې هر ډول لېږدوونکې وسیله په لاس ورغې خپله د اړتیا وړ توکي یې پکې د جګړې له سیمو بار کړي او خوندي سیمو ته یې ځانونه رسولي.د عکس تشریح، په کډوالو کې کوچني ماشومان او ښځې هم دي، چې ډېری یې لومړۍ شپه تر شنه اسمان لاندې په تش نس تېره کړې ده.د عکس تشریح، دغو ځايي بې ځایه شویو ته د هلمند مرکز لښکرګاه کې تر یوه حده سرپناه ورکړل شوې ده.د عکس تشریح، د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې سیمه ییز اوسېدونکي د طالبانو او افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال په یوه جومات کې راغونډ شوي.ورته مطالب