د عکسونو البوم: کابل کې موټربم چاودنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي د کابل په پنځلسمه حوزه کې- قصبې ته نږدې- موټر بم چاودلی چې له امله یې ۷ ولسي وګړي وژل شوي او د ۴ بهرنیانو په ګډون ۱۰ نور ټپي شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي رحیمي په خبره، د برید موخه د ګارډا ورلډ په نوم بهرنی امنیتي شرکت و.
د عکس تشریح، نصرت رحیمي رسنیو ته استولې اعلامیه کې دا هم زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې دا شمېره لومړنۍ ده او ښايي بدله شي:
د عکس تشریح، چارواکي دا هم وايي، چې دې پېښه کې ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عکس تشریح، تراوسه د دې پېښې مسولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
د عکس تشریح، د پېښې انځورونه ښيي چې دې چاودنه کې څو موټر زیانمن شوي او نږدې استوګنځیو ته هم تاوان رسېدلی دی.

.