نجیبه حسیني، چې ارمانونه یې ګور ته ورسره یووړل
د کابل ښار په لوېدیځ کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۳۱ کسانو ته پورته شوی دی. د برید ډېری قربانیان د کانونو وزارت کارکوونکي دي. په قربانیانو کې د مرکزي ولایت دایکندي اوسېدونکې نجیبه حسیني هم ده.
د ځوانیمرګې نجیبې حسیني د غم ځپلي ورور د ژړا غږ، نجیبه د هغو لسګونه قربانیانو له ډلې یوه ده چې پرون په ځانوژونکي برید کې ووژل شول. د دوی په کور اوس د غم فضا خوره شوې او د کورنۍ غړي یې ویر ته ناست دي.
نجیبه حسیني د دوشنبې په سهار له خپلو یوشمیر نورو همکارانو سره د دفتر په لور روانه وه چې پر کاسټر موټر یې ځانوژونکی برید وشو.
نجیبه حسیني په دې وروستیو کې په کانونو وزارت کې په کار ګمارل شوې وه.
د کانونو وزارت وایي، د دوی اکثره کارکوونکو چې په دې برید کې وژل شوي دي، د لسانس تر کچې زده کړې درلودې. فاطمه غزل په هند کې د نجیبې حسیني ملګري او ټولګیواله پاتې شوې.
نجیبې حسیني د ژوند ډېرې ټیټې هسکې ګاللې او همدا لامل و چې له یوه وروسته پاتې ولایت دایکندي نه یې ځان بهر کې زده کړو ته رسولی و. نوموړې د لسانس او ماسټرۍ ډیپلوم په هند کې اخیستی و.
دایکندي هغه ولایت دی چې تراوسه یې ډیری سړکونه خام او ښونځي یې ودانۍ نه لري، خو نجیبې د زده کړو او کار لپاره خپل کور کلی پریښی و او په کابل کې له خپل ورور سره اوسېدله.
د نجیبې ورور اوس ډیر ویرجن دی، هغه خپل پلرني ځای دایکندي ته د خپلې خور جنازه لیږدوي.
د عکس سرچینه، FB
د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ښځو د زده کړو پر وړاندې خنډونه وي، خو نجیبې د دغو خنډونو سره تل مبارزه کوله او ځان یې ورته نه تسلیماوه.
پنځه ویشت کلنه نجیبه د دایکندي له ګوتو شمار ځونانو نه وه چې په کابل کې يې دنده موندلې وه، خو ژوند ورسره ملګرتیا ونه کړه او ګڼ ارمانونه یې ګور ته یوړل.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته