د کولمبیا زندان کې شخړه او مرګونې اورلګېدنه؛ ۴۹ بندیان وژل شوي
د عکس سرچینه، AFP
د کولمبیا سویل لوېدیځ کې د 'والې دېل کاوکا' سیمې په یوه زندان کې د بندیانو او ساتونکو ترمنځ د شخړې پر مهال اور لګېدلی چې لږترلږه ۴۹ بندیان پکې وژل شوي.
دې پېښه کې د ساتونکو په ګډون ۳۰ کسان ټپي شوي هم دي.
چارواکو ویلي دا اور پخپله بندیانو لګولی و چې د ساتونکو مخه پرې ونیسي.
دا پېښه تولوا نومي زندان کې شوې.
چارواکي وايي اور وروسته کنټرول شوی او یو بندي هم نه دی تښتېدلی.
اور د زندان هغه بلاک کې لګول شوی چې ویل کېږي شاوخوا ۱۸۰ بندیان پکې ساتل کېدل.
کولمبیا کې د زندانونو د دولتي ادارې مشر جنرال تیتو کاستېلانوس ویلي ځینې بندیانو پرته له دې چې پایله یې وسنجوي، خپلو توشکو ته اور ورته کړی.
د نوموړي په وینا دا ور ډېر ژره د بلاک نورو برخو ته هم خپور شو.
چارواکي وايي د پېښې ځینې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي.
ښاغلی تیټو زیاتوي "ساتونکو د اور وژنې وسایلو په کارولو سره ډیری بندیان وژغورل، خو په خواشینې سره پایله کې ۴۹ بندیان مړه او ۳۰ ټپیان شول."
د عکس سرچینه، EPA
د کولمبیا ولسمشر اېوان ډوکو د قربانیانو کورنیو سره پر دې پېښه خواشینې ښودلې.
هغه ویلي "د دې ناوړه وضعیت د توضیح لپاره مې د بېړنیو څېړنو لارښوونه کړې ده."
کولمبیا کې د سرڅېړونکي دفتر چې د څېړنو عامه اداره ده، وايي دوی تولوا ته ځانګړی کمېسیون استوي.
د لاتینې امریکا د ځینو نورو هېوادونو په څېر کولمبیا کې هم زندانونه په بندیانو ډک دي.
د دغه هېواد ټولو ۱۳۲ زندانونو کې ۸۰ زره بندیانو ته ځای پام کې نیول شوی، خو اوسمهال پکې له ۱۱۲ زرو ډېر کسان ساتل کېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته