پاکستان د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه اسیه بي بي له بند خوشې کړه
د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د سترې محکمې له لوري بري شوې عیسوۍ اسیه بي بي له ملتان جېل خوشې شوه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، اسیه بي بي له خوشي کېدو وروسته د راولپنډۍ نور خان هوايي اډې له لارې د خپلې کورنۍ سره بهر ته لاړه.
پر دې او کورنۍ سربېره یې پاکستان کې د یوه اروپايي هېواد ډيپلوماټ هم الوتکه کې سپور شو.
خو مالومه نه ده چې اسیه بي بي کوم هېواد ته لاړه.
خو د پاکستان د لومړي وزیر د رسنیو سلاکار افتخار دوراني له بي بي سي سره خبرو کې دا نه ده منلې چې اسیه بي بي له دغه هېواد وتلې.
له دې مخکې د اسیه بي بي وکیل سیف الملکو هم ویلي و چې نوموړې له ملتان بند خوشې شوې ده.
مظاهره چیانو ته خبرداری
د عکس سرچینه، EPA
اسیه بي بي پر ۲۰۰۹ کال د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه او ۲۰۱۰ کال کې په مرګ محکومه شوه، خو تېره میاشت د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د عالي محکمې دا پرېکړه لغوه کړه.
په دې سره پاکستان کې څو ورځې مظاهرې روانې وې، خو وروسته د حکومت او مظاهره چیانو ترمنځ جوړ جاړی وشو.
له بلې خوا د اسیه بي بي د خوشي کېدو په هکله تحریک لبیک غبرګون کې ویلي چې د هغې خوشي کېدلو سره حکومت له دوی سره د خپل تړون خلاف ورزي وکړه.
په بیان کې زیاته شوې چې د اسیه بي بي د خوشي کېدو له خبر وروسته ټول پاکستان کې خلک غوسه دي.
د پنجاب حکومت وايي، که د تحریک لبیک ډله د مظاهرو لپاره بیا ووځي، مشران به یې په کور نظر بند کړي.
د اروپايي ټولنې هرکلی
د اروپايي پارلمان مشر انټونیو تجاني په ټوېټ کې ویلي چې اسیه بي بي تر خوشي کېدو وروسته خوندي ځای ته لېږدول شوې ده.
"زه د پاکستاني چارواکو مننه کووم، زه له هغې او کورنۍ سره یې ډېر ژر اروپايي پارلمان کې لیدلو ته سترګې په لار یم".
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته