د اهواز برید غبرګون کې پر سوریه د ایران توغندیز برید
د عکس سرچینه، MEHAR
د ایران سپاه پاسدران وايي، د سوریې د فرات ختیځ ته یې هغه سیمه په څو بالستیک توغندیو ویشتلې ده، چې د اهواز برید پلانوونکو مرکز پکې دی.
د ایران دولتي رسنۍ وايي، سپاه پاسدران په بیانیه کې زیاتوي چې دې برید کې یې "ګڼ تکفیري ترهګر" وژلي دي.
د دې رپوټ له مخې برید د دوشنبې په ورځ( د اکټوبر اوله) سهار شوی او پکې له ځمکې- ځمکې ته توغېدونکي بالستیک کارېدلي دي.
که څه هم سپاه د توغندیو د توغولو ځای نه ښيي، خو د پنځو ګوزار شویو توغندیو ویډیووې په ټوېټر کې خپرې شوې او ادعا کېږي چې له کرمانشا توغول شوي دي.
د دې ویډیوو له مخې داسې ښکاري چې یو توغندی د توغېدو له ځای سره غورځي، خو بي بي سي دا ویډیووې تاییدولی نه شي.
د اهواز برید
د عکس سرچینه، EPA
د سپټمبر پر ۲۲ د ایران اهواز کې وسلوالو پر پوځي پرېډ برید وکړ چې له امله یې د سپاه پاسدران د ۱۲ غړو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل او نږدې ۵۰ کسان ټپیان شول.
ویل کېږي د هغه برید دوه وسلوال وژل شوي او دوه نیول شوي وو.
له برید یوه ورځ وروسته داعش یا اسلامي دولت ډلې د بریدګرو ویډیو خپره کړه چې له برید مخکې ریکارډ شوې وه او ادعا یې وکړه دا حمله دوی کړې ده.
د ایران د اطلاعاتو(استخباراتو) وزارت له هغه برید دوه ورځې وروسته وویل چې په دې تړاو یې ۲۲ کسان نیولي دي.
د دې وزارت بیانیه کې راغلي و: "په پېښه کې ښکېل او ملاتړي ۲۲ کسان هم نیول شوي دي. په دې برخه کې د دې ترهګریز برید بهرني ملاتړي او لارښوونکي هم پېژندل شوي".
ایراني چارواکو دا هم ویل، چې د نیول شویو کسانو په کورونو کې یې باروت، پوځي وسایل او اړیکتیايي الې هم موندلې او ضبط کړې دي.
سعودي او امارات تورنول
د عکس سرچینه، khamenei.ir
د ایران مدهبي مشر ایت الله علي خامنه يي له برید دوه ورځې وروسته د دې برید عاملان په سعودي او اماراتو پورې تړلي وبلل.
هغه یوې غونډې ته وینا کې وویل: "د رپوټونو له مخې دا کار د هغو ډارنو دی چې سوریه او عراق کې نیول کېږي، امریکا یې ژغوري او لاسونه یې د سعودي او عربي اماراتو په جیب کې دي".
د ایران ولسمشر حسن روحاني کوم هېواد ته له ګوتې نیولو پرته وویل، روښانه ده چې دا برید چا کړی دی.
خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د پېښې په ورځ وویل، د ترهګرۍ ملاتړي سیمه ییز لوبغاړي او امریکايي استادان یې باید ځواب ووايي.
امریکا او اماراتو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته