م.م: د سعودي پر ژمنې سربېره یمن ته مرستې نه شي رسولی
د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي له دې سره سره چې سعودي عربستان ویلي، د پنجشنبې په ورځ به د یمن کلابندي پای ته ورسوي، بیا هم دوی یمن ته مرستې نه شي رسولی.
د سعودي عربستان په مشرۍ اتیلاف د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا له فشارونو او نیوکو وروسته پرون اعلان وکړ چې د یمن دوه بندرونه او د پلازمېنې صنعا هوايي ډګر د بشري مرستو په خاطر پرانیزي.
ملګري ملتونه هیله من دي چې تر راتلونکي ۴۸ ساعتونو کې به یمن ته د هوا یا اوبو له لاري مرستې ورسوي.
دا بندرونه او هوايي ډګر د هغه توغندي په غبرګون کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف له خوا وتړل شو چې حوسي یاغیانو پر پلازمېنه ریاض توغولی و. سره له دې چې نوموړي اتیلاف د بندرونو او هوايي ډګر د پرانیستلو اعلان وکړ خو پرون د ورځې ترپایه پورې یمن ته بشري مرستې ونه لېږدول شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو مشر جمي مک ګولډریک وايي د ماښام تر اوو بجو پورې بندرونه نه وو پرانیستل شوي.
د نوموړي په خبره، دلته یو سیستم دی چې موږ احوال ورکوو او خپلو الوتکو د راوستلو لپاره د ځای او وخت غوښتنه کوو، موږ په بندر کې د ځای لپاره هم خبرې کوو:
"موږ نور بهیر ترسره کړ اوس انتظار کوو چې چارې څنګه پرمخ ځي، موږ صنعا ته د الوتنو په اړه ماښام ناوخته پورې څه وانوریدل، تمه مو دا ده چې په دې هکله یو څه واورو."
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي دوه بیړۍ چې په یوه کې غنم او په بلې کې له کولرا ناروغۍ سره د مبارزې په خاطر تجهیزات بار دي اوس هم له حدیده بندر سره نژدي انتظار باسي.
دا په داسې حال کې ده چې د یمن میلیونونه اوسیدونکي له لوږې او ناروغیو سره مخامخ دي.
د مرستو رسولو یوه چارواکي ویلي که د مرستو رسول پیل هم شي داسې به وي لکه په سیند کې یو څاڅکی.
د ماشومانو د ملاتړ سازمان هم وايي چې نوې مرستې د ډېرو خلکو اړتیا نه شي پوره کولای هغه هم په داسې حالاتو کې چې د یمن خلک له یوې خوا له داسې جګړې سره مخامخ دي چې پای یې نژدي نه ښکاري او له بله پلوه یې لوږه او ناورغۍ ژوند ګواښي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته